د باميانو د اطلاعاتو و کلتور رييس په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

افغانستان

د باميانو د اطلاعاتو و کلتور رييس په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

61

 د افغانستان د مرکزي ولايت باميان د اطلاعاتو او کلتور رييس کبير دادرس چې په يوه رسمي سفر جرمني ته تللی و، هلته يې د جرمني له دولت نه د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده.
 د اطلاعاتو او کلتور وزرات يوې سرچينې يک تلويزيون ته ويلي هغه دادرس له يوه هييت سره تللی و او تر اوسه بېر ته هېواد ته نه دی راستون شوی. 
 محمد صابر مومند ويلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د جرمني سفارت ته مکتوب استولی او غوښتنه يې ترې چې دغه موضوع وڅاري.
 کبير دادرس چې د باميانو په تاريخي ولايت کې يې د رياست د دندې سربېره هلته د بودا د دوو مجسمو د څارنې دنده هم پر غاړه درلوده، تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.
 څو ورځې وړاندې د افغان هوايي ځواک پېلوټې نيلوفر رحماني هم په امريکا کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې وه.
 په وروستيو میاشتو کې له افغانستان په زرګونو تنه اروپايي هېوادونو ته د پناه اخيستو لپاره تللي. زياتره اروپايي هېوادونو پرېکړه کړې چې ډېری ورغلي مهاجر به بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.