یوه فلسطیني ځوان پر اسرائيلي پوځیانو لارۍ ور خېژولی دی

سيمه او نړۍ

یوه فلسطیني ځوان پر اسرائيلي پوځیانو لارۍ ور خېژولی دی

184

 یوه فلسطیني ځوان قدس ښار کې په اسرائيلي پوځیانو د ټرک په واسطه برید وکړ، چې له امله يې تر شلو زیاتو اسرائيلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د الجزېرې تلوېزون د راپور له مخې یوه فلسطیني ځوان  اشغال شوي قدس ښار کې د اسرائيلي پوځیانو په ګڼه ګوڼه ټرک ور وخېژاوه، چې له امله يې ۴ اسرائیلیان مړه او ۱۷ نور ټپیان شول.
اسرائيلي پوځیانو د ټرک په ډرایور ډزې وکړې او شهيد يې کړ.
 اسرائيلي چارواکو ویلي چې بریدګر فلسطینی دی او فادي القمبر نومېږي. خو په اړه يې له نورو معلوماتو ډډه کړې.
 د اسرائيلو امنيت شورا پرېکړه کړې چې د بريدګر کور به وېجاړوي او هر هغه څوک چې په یاد بريد خپله خوښي ښيي بندي کېږي. همداراز دوی پرېکړه کړې چې د بريدګر مړی به د نوموړي خپلوانو ته نه ورکول کېږي او نه به دوی د نوموړي فاتحې ته پرېښودل شي.
بنیامن نتنیاهو د یاد بريد پړه په داعش اچولې.
 له بله پلوه د حماس اسلامي غورځنګ یاد برید ستایلی او زیاته يې کړه، چې دا هرڅه د فلسطیني خلکو سره د اسرائیلو لخوا ترسره شویو ظلمونو طبیعي غبرګون دی.
د یادونې وړ ده چې ورته بريدونه د ۲۰۱۵۵م کال اکتوبر کې د اقصی مسجد په نښه کولو وروسته پيل شوي، چې تر دې دمه په کې تر ۴۰ اسرائيلیان وژل شوي دي.