هند غوا ګانو ته پېژند پاڼې جوړوي

پام وړ

هند غوا ګانو ته پېژند پاڼې جوړوي

765

د هند حکومت تابیا نېولې چې د غواګانو له پاره ځانګړې ډېټابېس لرونکي پېژند پاڼې جوړې کړي.

 د «ټېلېګراف» ورځپاڼې د راپور له مخې د هند لومړی وزیر تابیا لري چې د یوه ځانګړي پلان له مخې د ۲۰۱۷م کال تر پایه ۸۸ ملیونه غواګانو ته ۱۲ نمبريزې پېژند پاڼې ورکړي.

یاده پېژند پاڼه به زېیړ رنګ لري او د غواګانو په غوږونو کې به د سلزره تخنیکګرانو له خوا را زړول کېږي.

حکومت په دې کار سره غواړي د غواګانو صحت و څاري، د ژوند او مرګ خبر يې ولري، د چا په ملکیت کې ده او څومره شېدې کوي.

په ۲۰۰۷م کې د هندد سرحدي ځواکونو د بنګال لوديځ کې غواګانو ته پېژند پاڼو ورکولو پروسې عکسونه خپاره کړل، څو ګاونډي هېواد ته د غواګانو قاچاقولو مخه ونېسي.