سوداگریزې مسکاگانې

ادبي نثرونه

سوداگریزې مسکاگانې

196

انسان په ورځني ژوند کې مادیاتو او معنویاتو ته اړتیا لري او دا دوه برخې د انسان د دوام لامل گرځي، که چېرې انسان له مادي اسانتیاوو لرې پاتې شي نو شونې نه ده چې ژوند وکړي. د انسان د ژوندي پاتې کېدو لومړنۍ اړتیا اکسیجن ورپسې اوبه بیا خواړه او دا لست تر هغې پورې پر مخ ځي چې انسان بیا نوره ورته اړتیا نه لري او یوازې د شوق او هوس د پوره کولو له پاره یې ترسره کوي او دا ټول د مادې په تعریف کې شامل څيزونه دي چې انسان یې باید ولري که نه وي نو ژوند ورته ممکن نه دی. دویمه برخه یې بیا معنویات دي او له دې پرته انسان کولای شي چې ژوندی پاتې شي خو د معنویاتو د نه شتون په حالت کې بیا خپل انساني کرامت له لاسه ورکوي او یوازې د ځنګلي حیوان په څېر ژوند کوي.

اوسمهال په نړۍ باندې پانګوال نظام حاکم دی او هر څه یې تر مادیاتو پورې تړلي دي. انسانان په مادیاتو تلل کېږي او معنویات د پوسټ مډرنېزم په زمانې کې ارزښت نه لري. احترام او خواخوږي یوازې تر مادي اسانتیاوو پورې محدود شوي او معنویات د مادیاتو تابع شوي. معنویات سوداګریز شوي او د هر څه په وړاندې باید یو څه ورکړې تر څو یوه مادي ارامي او سکون تر لاسه کړې. د ښو لارښوونو د ترلاسه کولو له پاره باید مخکې د هغې تادیه وکړې او که چېرې د تادیې امکانات برابر نه وي نو بیا هر څه ترخه وزغمې.

پخوا به مشورې د لورېنې له مخې کېدې او مقابل لوري ته به له زړه نه لارښوونې کېدې خو په اوسنۍ زمانه کې مشورې هم د مادیاتو په مقابل کې کېږي. د ژوند په چارو کې له پوهانو سره مشوره د پیسو له لارې کېږي او هغوی یوازې په دې اړه فکر کوي چې له دې مشورې دوی څه تر لاسه کوي. مشورو کې تر ټولو مهم اصل اخلاص دی که چېرې د مشاور یوازېنی غم او هم د هغه فیس وي نو بیا مشوره او د هغې پر اساس اقدام کول خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

مشهور امریکايي روانپوه او لیکوال ډیل کارنیګي په خپل کتاب «د ژوند لار» کې لیکي چې د امریکا په کومه څنډه کې مزاحيه پروګرام و او دې غونډې ته د امریکا تر ټولو مخکښ ټوکمار بلل شوی و چې د ښار اوسېدونکي وخندوي، د همدې ښار په بله څنډه کې یو رواني ناروغ د رواني چارو ډاکټر ته د درملنې له پاره تللی و. ډاکټر ورته مشوره ورکړه چې که تاسو غواړئ خوښ پاتې شئ نو باید د ښار راتلونکي مزاحیه پرګرام کې برخه واخلئ. ناروغ ډاکټر ته وویل چې زه هماغه ټوکمار یم چې د ښار د اوسېدونکو د خندولو له پاره دلته را بلل شوی یم.

د ناروغ یوازېنۍ موخه مادیات ول چې خلک وخندوي او څه مادي ګټه تر لاسه کړي دا په داسې حال کې چې خپله په رواني ناروغۍ اخته وو. پخوا به اسلامي هېوادونو کې زده‌کړه د دې له پاره کېده چې انسان ټولنې او ولس ته د چوپړ وړ وګرځي او خپله په سمې لار رهي شي، خو اوسمهال هر څه بدل شوي. ختیځې ټولنې د پانګوال نظام په وړاندې خپل ارزښتونه له لاسه ورکړل او معنویات یې د مادیاتو په خدمت کې کړل. دلته اوس هر څه سوداګریز شوي دي، زده‌کړه، موسکا، مشوره، مېلمه‌پالنه، پېرزوېنه او داسې نور معنوي ارزښتونه یوازې د هغه چا په وړاندې کېږي چې له مادي اړخه زورور وي.

سوداګر خپل توکي سهار په بازار کې په موسکا پلوري او بیا همدا سوداګر د شپې له لوري خپلې کورنۍ سره د مسکا په نوم څه نه لري، پوهاند مو پوهنتونونو کې له خپلو زده‌کړیالانو سره په موسکا او خندا چلند کوي او خپلې کورنۍ سره بیا هر څه بدلوي او هلته بیا نه موسکا وي او نه کومه ښکلې وینا او خوږه خبره، حکومتي چارواکي مو د ټلویزیون په پردو په مسکا او خوښۍ خپل پیغامونه وړاندې کوي او د بندو دروازو تر شا بیا له کبر او غرور نه څوک ورسره د خبروکولو زړه نه کوي. دلته هر څه بدل شوی او یوازې مادیات په خپل ځای پاتې او لا ډېر پرمختګ یې کړی او په دې توانېدلي چې معنویات تر خپل اغېز لاندې راولي. که زموږ د ټولنې دا بهیر په همدې حالت مخ په وړاندې لاړ شي نو لرې نه ده چې هر څه ځنګلي شي او یوازې به زورور په دې وتوانېږې چې په دې خاورینه ځمکه کې ژوند وکړی او بس.

په دې هیله چې زموږ ټولنه کې معنویات پر مادیاتو حاکم شي او ټولنه له وحشت څخه د کرامت پر لور بوځي، انسان کریم او رحیم پاتې شي نه د مادي ګټو له پاره، مګر د خپل مسوولیت له مخې چې د ده خالق ور په غاړه کړی دی. که چېرې خپل اصل ته وګرځو نو بیا به ځواکمن او کمزوری، شتمن او بې وزله، عالم او جاهل، ټول به په ډاډ، اطمنان او امان کې ژوند وکړي او هر څه به ښکلي شي.