لومړی وزير محمد موسی شفيق

د پرون کيسه

لومړی وزير محمد موسی شفيق

528

 زاهدخليلي

لومړی وزير محمد موسی شفيق

محمد موسی شفيق د هېواد د دېموکراسۍ د لسيزې (۱۹۶۳-۱۹۷۳) وروستی صدراعظم دی، دی نږدې د اوو مياشتو له پاره د افغانستان صدراعظم و. د ده حکومت د محمد داود له کودتا سره ړنګ شو.    په ۱۳۶۷ هـ کال کې په پېښور کې د ده يوه شعري ټولګه چاپ شوې ده، چې شهرت ننګيال پرې سريزه هم ليکلې ده. د شعرونو د پېلېدو مخکې يې په کتاب کې د (شفيق په خپله ليکي) په نوم يو عنوان دی، چې شفيق په خپله د خپل ژوند په اړه ليکل کړي دي؛ نو زه هم کټ مټ د هغه خپلې خبرې دلته رانقلوم؛ ځکه هغه چې په خپله د خپل ژوند په اړه څه ليکلي دي، د نورو په پرتله به ډېر د باور وړ وي.

زما نوم محمد موسی شفيق دی، پلار مې مولوي محمد ابراهيم کاموي نوميږي[1]. زموږ کورنۍ د ننګرهار ولايت د کامې په سيمه کې اوسيږي او يو اوږد علمي تاريخ لري.

    زه په خپله د کابل ښار کې، چېرته چې زما پلار ډېره موده کار کاوه، د ۱۳۰۸ هـ ش کال د جوزا په پنځمه زېږېدلی يم.

زما رسمي تحصيلات په ابتدايي مرحله کې د کامې او کابل په مکتبونو کې صورت نيولی، بيا وروسته د پلار په اراده او امر د ننګرهار د ولايت د نجم المدارس په مدرسه کې شامل شوم. دوه کاله وروسته د کابل د عربي دارالعلوم مدرسې ته راغلم، چېرته مې، چې دولسم صنف خلاص کړ او مولوي ترې راووتلم. د مدرسې وروسته د همايوني اعليحضرت په امر په دارالتحرير شاهي کې مقرر شوم او بيا وروسته د پوهنې د وزارت لخوا مصر ته د تحصيل لپاره ولېږل شوم او د هغه ځای نه د تحصيل د ختم نه امريکې ته لاړم.

    زما د تحصيل درجه:

    د بکلوريا معادله شهادتنامه د کابل له عربي دارالعلوم څخه، د لېسانس شهادتنامه له مصر څخه، په عدلي چارو کې د ماسټرۍ شهادتنامه له مصر څخه، په مقايسوي حقوقو کې د ماسټرۍ شهادتنامه له امريکې څخه.

    د مور ژبه مې پاړسي او د پلار مې پښتو ده او ما ورسره عربي او انګرېزي هم لوستلي دي.

    زما په تربيه کې لومړی مؤثر شخص زما پلار دی، د هغه ډېرو مثبتو افکارو په ما تاثير کړی دی او ځينې هغه نظريات يې هم په ما تحميل شوي، چې د هغه د خپلې زمانې دپاره هغه ته مفيد ښکاره کېدل؛ مګر اوس د يو منفي جريان شکل لري. زما پلار د هغه اوږد او حساس ماموريت له کبله، چې د افغانستان په اوسني او پخوانۍ دورو کې يې سرته رسولي، د افغانستان په تاريخ کې د يو معين ذهنيت نمائنده ګي کوي. زه په خپله په خپل ځان کې د هغه د مثبتو او ګټورو نظرياتو تاثير زيات ګورم. هغه نه وروسته زما په اجتماعي ژوند کې د پښتو ځينو نومياليو اديبانو زما په تربيه کې برخه اخيستې ده او په دارالعلوم کې د مولانا غلام نبوي کاموي اثر زما په فکر باندې د مخصوصې يادونې وړ دی.

    ..... زما فعاليت د حقوقو او قوانينو په ساحه کې دی، وظيفه مې د عدليې په وزارت کې د قوانينو د لوی مديريت اداره او د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د خاص بين المللي حقوقو او د مقايسوي حقوقو تدريس دی.

    جراېدو او مجلاتو ته مقالې هم ليکم او کله، کله مې پخوا هم شعر وايه او اوس هم د شعر شيطان کله، کله راباندې پېښه کوي[2].

    د شفيق له ليکلو ښکاري، چې دغه ليکل يې ان په هېواد کې د دېموکراسۍ د لسيزې د پېل کېدو دوه کاله مخکې کړي دي.

    سيد مسعود پوهنيار، چې د اطلاعاتو او کلتور وزير پاتې شوی، په خپل کتاب کې يې داسې ليکلي دي:

    موسی شفيق په ۱۹۳۰ م کال کې په کامه کې زېږېدلی دی، مور يې د سيد خاکسار اغا لور وه، چې د جلال اباد د چکنوريو د مشهورو روحانيونو څخه و.

    له زده کړو وروسته.... کله، چې کابل ته راغی، د عدليې په وزارت کې د عمومي مدير په توګه وټاکل شو او په همدې مهال يې د کابل پوهنتون د حقوقو په فاکولته کې د حقوقو مضمون تدريسوه. په ۱۹۶۱ ز کال کې يې يوه شخصي دارالوکاله جوړه کړه. د الفلاح جريده يې هم نشروله. په ۱۹۶۳-۶۶ م کلونو کې د عدليې وزارت معين وټاکل شو (معين وه). په ۱۹۶۶-۶۸ م کلونو کې د بهرنيو چارو د وزارت مشاور وه، ورپسې په قاهره کې سفير وټاکل شو، په ۱۹۷۱ ز کال کې د بهرنيو چارو وزير او ورپسې صدراعظم وټاکل شو[3].

    فرهنګ ليکي:

    معلومه نه ده، چې کله يې د محمد ظاهر شاه سره نږدې او مشخصې اړيکې پېداکړې؛ خو وروسته معلومه شوه، چې د محمد داود خان د صدارت په دوره کې يې د شاه سره فکري تبادله درلوده. د رسمي مناسباتو سربېره يې د شاه سره شخصي دوستانه اړيکې هم درلودې، احتمال لري، چې دېموکراسۍ ته د شاه په تشويق کولو کې به يې اغېزناک رول لوبولی وي. هغه هوښيار او ويښ سړی وه، ذکاوت او جرأت يې درلود او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره يې نقشه جوړوله[4].

د موسی شفيق صدارت

    موسی شفيق د ۱۹۷۲ ز کال د دېسمبر په ۲۴ مه د حکومت د جوړولو دنده پېل کړه.

    د ده د حکومت موده د ټولو تېرو شويو صدراعظمانو په پرتله کمه ده، حکومت يې د محمد داود د کودتا په پايله کې ړنګ شو.

   موسی شفيق  چې کله واک ته ورسېد؛ نو د تېر حکومت نه ورته څه ستونزې پاتې وې، چې ده وکولای شول، په دې لنډه موده کې زياتره ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او هم د بيا رغونې کارونه پېل کړي، چې پلانونه يې د هېواد لپاره ډېر ګټور ول.

    د هلمند د اوبو مسئله، چې د نږدې يوې پېړۍ راهيسې د افغانستان او ايران تر منځ د کړکېچ په ډول پرته وه، ځينو پخوانيو حکومتونو يې د حل کولو په موخه هلې ځلې کړې وې؛ خو ناکام شوي ول. د موسی شفيق حکومت وتوانېده، چې دغه ستره مسئله حل کړي.

    ظاهر طنين ليکي:

    د موسی شفيق د حکومت کړنلاره د هېواد په داخل کې (داخلي) نظم ته متوجه وه او په خارج کې يې خپل پام شوروي او غرب سره اړيکو ته اړولی وه او د دې کار لپاره يې د ايران او عربي نړۍ د مرستو جلبولو ته توجه کړې وه.

    محمد موسی شفيق خپل کار د ايران سره د هلمند د اوبو پر سر د اختلاف نه پېل کړ او په دې اړه يې د ايران د لومړي وزير (امير عباس هويدا) سره د هلمند د اوبو د وېش په اړه يو تړون لاسليک کړ[5].

    د دغه تړون د لاسليک کېدو په اړه د هېواد دننه توند غبرګون وښودل شو، چپيانو د دغه تړون د لاسليک کېدو سخت مخالفت کاوه، موسی شفيق يې خائن باله او په دې يې تورنوه، چې افغانستان يې خرڅ کړی دی. د ده پر ضد د کابل په زرنګار پارک کې غونډې کېدې، چې د موسی شفيق مخالفين په کې راټول شوي وو. مېوندوال او ګوند يې مترقي دېموکرات هم په دغو غونډو کې برخه اخيسته. خو شفيق بيا ويلي ول، چې زه به د افغانستان ستونزې حل کوم، حتی هغه د پاکستان سره د پښتونستان د لانجمنې مسئلې حل هم غوښته، شفيق ويل، چې زما په پرېکړو کې به ملي ګټې لومړيتوب ولري.

    کشککي ليکي:

    شفيق د خپل سياست بنسټ جوړ کړ، چې د ده د کابينې غړي به د تېر حکومت د وزيرانو خلاف د تربګنۍ له څرګندونو څخه ډډه کوي، ان تر دې، چې د وزيرانو لوڼې او زامن هم د تېرو وزيرانو په هکله د هغوی له کورنۍ سره ناسمې څرګندونې نشي کولای[6].

    کله، چې د دېموکراسۍ د لسيزې لومړنی، لومړی وزير محمد يوسف واک ته ورسېده؛ نو حکومت يې د محمد داود د حکومت پر ضد يې ناوړه خبرې کولې، هغه يې دېکتاتور باله او د محمد يوسف حکومت يې يو بشپړ دېموکراتيک حکومت باله. همداسې کله، چې نور احمد اعتمادي واک ته ورسېده؛ نو هغه بيا د محمد هاشم په حکومت باندې تورونه لګول او بد يې پسې ويل. موسی شفيق د دغه بد کلتور د مخنيوي لپاره پورته اقدام وکړ.

    د موسی شفيق حکومت د اسلام پالو سره لږه خواخوږي هم درلوده، ښايي لامل به يې د شفيق زده کړه، روزنه او فکر و.

    ګلبدين حکمتيار چې د يوه ماووېست د وژلو په تور زندان ته اچول شوی، له زندانه خلاص کړای شو.د کابل ښار دننه يوه کليسا يې وتړله، په راديو کې يې پنځه وخته اذان خپرېدل پېل کړل او هم يې د ځينو هغو ځايونو د تړلو امر صادر کړ، چېرته يې عياشي موجوده وه.مؤرخ حسن کاکړ ليکي، چې ده دا کارونه د اسلام پالو د خوشالولو لپاره وکړل؛ خو دا چې شفيق د اسلام پالو سره اړيکه درلوده او کنه، پوره جوته نده؛ خو کړنې يې ښيي، چې د ځينو په اصطلاح بنسټ مسلمان و.

    هغه د خپل حکومت په اوږدو کې کوښښ وکړ، چې د افغانستان بې طرفي په بشپړ ډول خوندي کړي، هغه تړلتيا چې د پخوانيو حکومتونو لخوا په شوروي اتحاد باندې شوې وه، شفيق کوښښ وکړ، هغه لږ څه راکمه کړي، هغه د غرب خواته مېلان نه درلود، ولې کوښښ يې دا وه، چې افغانستان واقعي بې طرفه هېواد کړي.

    حليم تنوير په دې اړه ليکي:

    شفيق د افغانستان د سياسي اوضاع د ښه کولو په اړه روسانو ته ډاډ ورکړی وه، چې د چپيانو په وړاندې اقدامات بايد د حکومت ضد سياست په توګه ونه ګڼل شي؛ خو روسان د شفيق د سياسي تګلارې او د افغانستان په اداري جوړښت باندې بنيادي بدلونونو اندېښمن کړي وه او خصوصا چې شفيق ځان د اسلام خواخوږی معرفي کړی و[7].

د سرطان کودتا

    د موسی شفيق حکومت د يوې کودتا په واسطه له منځه لاړ، دغه کودتا د هېواد په تاريخ کې لومړی کودتا وه، چې د مؤرخ حسن کاکړ په وينا، يو ټاکل شوی، قانوني او ملي حکومت يې ړنګ کړ، داسې حکومت چې خلکو رايه ورکړې وه او د خلکو ريښتيني استازولي يې کوله. دغه کودتا د پخواني صدراعظم محمد داود او د پرچم د ګوند د غړو په ګډه همکارۍ سرته ورسېده. پاچا روم ته په سفر تللی و، چې محمد داود کودتا وکړه او خپله کودتا يې انقلاب ونوموله، ځان يې ولسمشر اعلان کړ. دغه کودتا د ۱۳۵۲ هـ ل کال سرطان د مياشتې په ۲۶ مه وشوه. بې له شکه، نږدې ټول ليکوالانو او مؤرخينو په ثبوت سره ليکلي، چې کودتا د پرچم د ګوند په مرسته شوې ده. د کودتا وروسته د محمد داود په کابينه کې د څوارلسو وزيرانو څخه يې اته تنه په ښکاره يا پټ ډول د پرچم د ګوند غړي ول.

انتوني ارنولد په خپل کتاب (سوابق تاريخي تهاجم روس بر افغانستان) کې د کودتا په اړه داسې ليکلي دي.

    کودتا د لاندې علتونو پر اساس بريالۍ شوه.

    ۱- د رژيم نه د مهمو اشخاصو نارضايتي.

    ۲- د رژيم او شاهي کورنۍ ټولې کمزورۍ داود ته معلومې وې.

    ۳- د کودتا دقيقه طرحه او پټه برنامه جوړول.

    ۴- د ارود د صاحب مصبانو لخوا ډاډ ترلاسه کول، چې اردو به بې طرفه وي او يا به د کودتا ملاتړ کوي.

    د داود په کابينه کې د څوارلس وزيرانو له ډلې څخه يې اته وزيران د خلق دېموکراتيک ګوند غړي ول او يا هم د کمونېزم قوي ملاتړي. يو شمېر يې هغه وخت وپېژندل شول او ځينې نور يې وروسته تشخيص شول.

   محمد داود واک ته د ايډيالوژۍ پر مټ ونه رسېده؛ بلکې واک ته د رسېدو عامل يې نظامي قوت وه. هغه د اردو د برجسته صاحب منصبانو ملاتړ درلود او په کودتا کې يې د هغوی د ملاتړ نه قوي استفاده وکړه. دغه صاحب منصبان ټول د روسيې طرفداران ول، د هغوی ځينو يې چپي ايډيالوژي نه درلوده، ولې زيات شمېر يې مارکسېستان او لېننېستان ول[8].

    بله ځانګړتيا يې دا وه، چې هغه (د شفيق حکومت) د دغسې پوځيانو لخوا په ټانکونو او وچ زور سره نسکور شو، چې نږدې ټول يې ټيټ رتبه بې تجربې افسران او يو شمېر يې مسکو پلوه کمونېستان ول[9].

    شورويانو د دغسې شوروي پالو افسرانو له خوا کودتا غوښتله، چې په افغانستان کې ثبات ټينګ کړي او د شوروي د هغې طرحې پلوي به کوي، چې اسيا د ټوليز امنيت لپاره يې دمخه وضع کړې وه او پاچا محمد ظاهر دغه طرحه د افغانستان په ګټه نه وه بللې[10].

    مؤرخ حسن کاکړ د سرطان د کودتا په اړه يو اثر کښلی دی، چې کودتا يې د کودتاکوونکو د ليکل شويو کتابونو له مخې په ښه ډول څېړلې ده. لکه څنګه چې مې مخکې وليکل، محمد داود د پرچم د ګوند د ځينو غړو په ملاتړ کودتا سره ورسوله، هماغه کسان يې په خپله مرکزي کمېټه کې وټاکل او حکومتي لوړ پوستونه يې ورکړل. حسن شرق، پاچا ګل وفادار، جيلاني باختري، نعمت الله پژواک، عبدالحميد محتاط، محمد خان جلالر او يو شمېر نور، هغه کسان ول، چې د پرچم د ګوند سره يې اړيکې درلودې[11].

    دا چې محمد داود ولې کودتا وکړه، کېدای شي، چې ډېر لاملونه ولري. مؤرخ حسن کاکړ په دې نظر دی، چې: د موسی شفيق په اغېزناک ډول حکومت کول، د پاچايي نظام مخالفان په تېره چپيان اندېښمن کړل، اندېښنه دا وه، چې که دی (شفيق) پر ځای پاتې صدراعظم وي نظام به وار په وار ټينګيږي او ښي لوري او لوېديځي نړۍ ته به نږدې کيږي، چې په هغه حال کې به دوی ته ګرانه وي، چې پر ضد يې څه وکولی شي.

        . يو لامل يې کېدای شي، چې د پاچا ظاهر شاه له خوا د محمد داود د سياسي فعاليت د مخې نيول وي، چې محمد داود غوښتل، په دې ډول ټول بندونه مات کړي او واک ترلاسه کړي. په دې اړه د نذير کبير سراج نظر هم ولولئ، هغه ليکي: زه چې د داود خان په اړه کوم معلومات لرم، هغه دا چې، هغه شديدې عقدې (کينې) اخيستی وه او د اساسي قانون او د سلطنت د ملاتړو نه يې د اساسي قانون د ۲۴ مې مادې غچ واخيست[12].

    بل لامل يې کېدای شي، چې د واک سره د محمد داود له حده زياته مينه وي، هغه چې پخوا په ډېرو دولتي څوکيو باندې پاتې شوی وه، د قدرت مزه يې څکلې وه، خوند يې ورمعلوم وه، له صدارته يې د استعفی يو لامل هم همدا وه، چې غوښتل يې، بيا ګوند جوړ کړي او بيا په ډېر واک سره حکومت وکړي.

 حليم تنوير ليکي:

    محمد داود، چې د محمد موسی شفيق له ريفورمونو څخه په وېره کې و، له دې نه يې اندېښنه درلوده، چې هسې نه، چې د هغه (شفيق) اقدامات د حکومت او دولت د ټينګښت باعث شي او د هغه (داود) د دولت د راپرځولو او کودتا پلان ناکام شي[13].

    د هغه د کودتا موخه او لامل چې هر څه و، و به؛ ولې محمد داود په هېواد کې د کودتا کولو لپاره لاره پرانسته، چې وروسته دی هم د هماغه برخليک سره مخ شو، د کوم سره چې ده نور مخ کړي ول، حتی، چې ده او کورنۍ يې په کې ژوند له لاسه ورکړ. هغه په خپلې کودتا سره يو قانوني او د خلکو په رايه ټاکل شوی نظام ړنګ کړ، داسې نظام، چې د کړکېچنو حالاتو سره يې مقابله کولای شوه، ځکه په رأس کې يو تکړه صدراعظم موجود و، چې د افغانستان د سترو ستونزو د حل کولو لپاره يې مټې رابډ وهلې وې او دا وړتيا يې هم درلوده، چې سترو ستونزو ته د حل لار پېداکړي.

د موسی شفيق وژنه

    کله، چې کودتا وشوه؛ نو د حکومت واک د ملت پر ځای محمد داود او د حکومت مرکزي کمېټې ته انتقال شو. د مرکزي کمېټې غړي، چې زياتره يې د خلق دېموکراتيک ګوند غړي ول، دوی له پخوا څخه د ځينو سياستوالو سره ستونزې درلودې. د محمد هاشم مېوندوال په اړه مو مخکې لږ څه وليکل، چې د څه ډول برخليک سره مخ شو. همداسې د محمد موسی شفيق برخليک هم کېدونکی وه؛ خو وځنډېده. د کودتا وروسته چې د پخواني شاهي او قانوني نظام ځينې لوړ پوړي چارواکي نيول شوي ول، محمد موسی شفيق هم د لومړنيو کسانو څخه و، چې حکومت ونيوه.

    حليم تنوير ليکي:

د محمد داود د کودتا پر وخت، چې شاه په ايټاليا کې و، صدراعظم محمد موسی شفيق زندان ته واچول شو او کمونستانو غوښتل، چې هغه هم لکه د محمد هاشم مېوندوال (په څېر) د يوې توطئې په واسطه له منځه يوسي، د زندان لومړی کال يې په يوه نمناکه زير زميني کې تېر کړ، چې پښې يې له حرکته پاتې وې، هغه دوه نيم کاله په زندان کې پاتې شو.محمد داود چې د کمونستانو په لاس د محمد هاشم مېوندوال د شهادت له ترخې تجربې نه يې وېره درلوده، چې شفيق هم له منځه يو نه نسي؛ نو ځکه يې د هغه د خلاصون امر صادر کړ او د جمهوريت په وروستيو کې يې کله، کله له هغه مشوره اخيسته او د نوي اساسي قانون په مسوده کې يې د محمد موسی شفيق د نظرياتو درناوی کاوه. روسان هم له محمد داود سره د شفيق له اړيکو نه په اندېښنه کې و؛ ځکه د جمهوريت په وروستيو کې يې په دولتي ادارو کې موقعيت کمزوری شوی وه او داود د لوېديځ خواته تمايل پېداکړی وه، کمونستانو هڅه وکړه، چې دا اړيکې غوڅې کړي[14].

    پورته مو ولوستل، چې د سرطان له کودتا وروسته موسی شفيق د حکومت له لوري بندي کړای شو، له دوه نيم کاله بند تېرولو وروسته خوشې کړای شو، چې له خوشې کېدو وروسته ورسره محمد داود اړيکې هم جوړې کړې وې؛ خو، کله، چې په محمد داود باندې (د ثور د اوومې کودتا، چې پلويان يې انقلاب او پاڅون بولي) وشوه او واک د نور محمد تره کي په مشرۍ د خلق دېموکراتيک ګوند په لاس کې واخيست. شفيق بيا ونيول شو.

    سيد مسعود پوهنيار او حليم تنوير دواړو ليکلي، چې موسی شفيق له کودتا وروسته لومړی ونيول شو او بيا اعدام کړای شو؛خو، دی چا ونيوه او د چا په اشاره ووژل شو؟ په دې اړه مؤرخ حسن کاکړ په خپل کتاب کې داسې ليکلي دي:

.....خو چپي ګوندونه ورسره مخالف او پرچمي لويان يې دښمن وو. هغه شايد تر کودتا نه وروسته د کارمل په هدايت وژل شوی وي. په يوه روايت سره شفيق تر کودتا وروسته د دې پر ځای، چې له هېواد نه ووځي، د تره کي دفتر ته د مبارکۍ ويلو لپاره لاړ. تره کی ورته د ويښ زلميانو د وخت دغومره نږدې دوست وه، چې فکر يې نه کاوه، چې د هغه په واکمنۍ کې به ده ته ضرر ورسول شي؛ خو تره کی په دغه وخت کې په دفتر کې نه وه او ده خپل د هويت کارد (کارت) ورته پرېښود او هغه د کارمل لاس ته ورغی. کارمل د تره کي په غياب کې د شفيق د نيولو امر صادر کړ، چې وروسته ووژل شو[15].

    شفيق هغه لومړنی شخص و، چې د اپرېل (۱۹۷۸) کال له کودتا وروسته سمدلاسه توقيف کړل شو، هغه يې له نورو ډېرو لوړ پوړو محبوسينو سره يو ځای د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې د ځمکې لاندې کوټه کې شاوخوا يوه اونۍ زنداني کړی و. د همدې مياشتې په ۲۲ مه يا ۲۴ مه د شپې په لس بجو هغه له څو نورو بنديانو سره يو ځای له ودانۍ څخه راوايستل. خليل الله چې وروسته بيا د ببرک کارمل په رژيم کې د جنرالۍ رتبې ته ورسېده او د ملي دفاع د وزرات د مرستيال دنده يې درلوده، کله، چې د پرچم ډلګۍ د نورو لوړ پوړو غړو سره يو ځای د خلقيانو لخوا زنداني و، زندانيانو ته يې اعتراف کړی وه، چې هغه د کابل په هوايي ډګر کې شفيق د توپانچې په ډز وواژه، هغه يې د سر لخوا په مرمۍ وويشت، چې د بدن د لاندې برخې څخه يې دباندې راووته[16].

    احسان الله مايار، چې موسی شفيق يې له نږدې ليدلی و او خپله هم د حکومت لوړ پوړی چارواکی پاتې شوی، د يوه عيني شاهد له خولې، په خپله يوه ليکنه کې داسې ليکي:

    د روايت کوونکي په وينا، د ورځې په سهار موږ ته امر وشو، چې له غرمې وروسته د دغې سيمې امنيت ونيسو، د هماغې ورځې په ماښام (د شهيد سردار او د کورنۍ د دفن کولو نه يوه اونۍ وروسته) دوه والګا موټره او يو سرويس موټر، چې د ساتونکو په واسطه بدرګه کېدل، سيمې ته راورسېدل، له لومړي موټره نور محمد نور (کېدای شي، چې نور احمد نور وي) اسلم وطنجار او درې نور کسان راکوز شول، دغې رذيلي ډلې، وظيفه درلوده، هغه کسان چې وروسته به معرفي شي، محکمه يې کړي. له بل موټر نه محمد موسی شفيق او وفي الله سميعي د عدليې وزير (د موسی شفيق په څېر مهذب او وطن پرست شخص وه) په تړلو لاسونو را وويستل شول، د سرويس موټر نه سيد وحيدالله (کېدای شي، چې سيد وحيد عبدالله وي) وزير خارجه، جنرالله عبدالله روکی، جنرال عبدالقدير خليق، محمد رحيم شاه اغاسي (د اعليحضرت ظاهر شاه نديم) او د اريانا رئيس (کېدای شي، چې د اريانا هوايي شرکت به وي، چې له ليکوال نه يې نوم هېر دی) د جنرال رسولي (وزير دفاع) زوم، په کې ول، دوی هم په تړلو لاسونو راکوز کړل شول. د پروجکتورونو په رڼا کې، نور محمد له شفيق نه محاکمه پېل کړه او هغه يې د هيرمند (هلمند) د اوبو په خرڅولو تورن کړ (هغه تړون چې له ايران سره يې لاسليک کړی وه). شفيق ځواب ورکړ، چې ما مې هېڅکله له وطن سره خيانت نه دی کړی، هغه تړون خپل مراحل تېر کړي دي او ستاسو له مخې، چې په شورا کې مو تشريف درلود، تصويب شوی وه او اعليحضرت (ظاهر شاه) هم توشيح کړی وه. له دې لنډو خبرو وروسته يې د افغانستان د ستر شخصيت د اعدام حکم د (تش په نوم صحرايي محکمې) په واسطه تصويب کړ او د کلاشينکوف په واسطه يې په شهادت ورسوه[17].

    د ده په ځوانيمرګ توب سره افغانستان له خپل دغسې وړ بچي نه محروم کړی شو، چې د هغه اعتبار له مخې چې په وطن، په عربي نړۍ او لوېديځو ملکونو  يې لاره، وطن ته د شوروي يرغل نه وروسته بحران کې اساسي خدمت کولی شو[18].

 

پای

 

 

[1] د موسی شفيق د پلار په اړه فرهنګ او پوهنيار ليکلي، چې پلار يې د پنجاپ د لاهور نه راغلی و. د موسی شفيق پلار د هند په مشهور علي ګړهـ مدرسه کې زده کړې کړې وې؛ ځکه نو د دوی دواړو موخه به همدا وي، چې له هنده بېرته افغانستان ته راغی او په کامه کې يې ژوند غوره کړ او په تدريس يې پېل وکړ.

[2] تر دې ځايه د موسی شفيق خپل ليکل دي، چې په ۱۳۴۱ هـ ش کال کې په اوسني ليکوال نومي کتاب کې خپاره شوي دي او (پېغام) هم له هماغه ځايه راخيستي دي. وګورئ، پېغام (محمد موسی شفيق) د شهرت ننګيال په سريزه. چاپ کال ۱۳۶۷ هـ ش، خپروونکی، فرهنګ جهاد، ۳-۵ مخونه.

[3] ظهور مشروطيت و قربانيان استبداد در افغانستان، جلد دوم، ص ۲۶۲.

[4] افغانستان در پنچ قرن اخير، ص ۸۱۳.

[5] افغانستان در قرن بيستم، ص ۱۶۵.

[6] د اساسي قانون لسيزه، د افغانانو بې غوري او د روسانو د فرصت لټون، ژباړن، داد خان غزنيوال (۲۰۱۱) ۱۰۸م مخ.

[7] د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۱۷۲ م مخ.

[8] ارنولد، انتوني (؟) سوابق تاريخي تهاجم روس بر افغانستان، ترجمه، سيد رسول، از نشرات، کميته فرهنګی اتحاد اسلامي مجاهدين افغانستان.

[9] د سرطان کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پېلامه، ۳۸-۳۹م مخونه)

[10] پورتنی اثر، ۵۲م مخ.

[11] په دې اړه د مؤرخ حسن کاکړ ليکل شوی اثر (د سرطان کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پېلامه) وګورئ.

[12] رويدادهای نيمه دوم سده بيست در افغانستان، ص ۶۸.

[13] د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۱۷۳م مخ.

[14] د افغانستان تاريخ او خپرونې، ۱۷۴-۷۵م مخونه.

[15] د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې، ۱۳۳-۳۴م مخونه.

[16] د اساسي قانون لسيزه، ۱۲۲-۲۳ م مخونه.

[17] يادی از يک مرد ازاده افغانستان، شهيد محمد موسی شفيق، نويسنده، احساالله مايار، افغان-جرمن انلاين، ۲۰۱۰،  دېسمبر، ۶ ويرجينيا.

[18] د ثور کودتا، د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پېلامه، ۱۳۴م مخ.