د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني وفات شو

سيمه او نړۍ

د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني وفات شو

153

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر او د اوسني نظام تر ټولو کلک ملاتړ کوونکی هاشمي رفسنجاني د زړه د حملې له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د رفسنجاني نږدې ملگرو ویلي چې په ده باندې د زړه حمله پرون مازدیگر راغلې وه او په هماغه لومړي فرصت کې روغتون ته رسول شوی و خو له څو ساعتونو درملنې وروسته ډاکټران نور د هغه په علاج ونه توانېدل او سا یې ورکړه.

رفسنجاني په ۱۳۱۳ کال کې زېږدلی دی او د ۸۲ کالو په عمر مړ شو، هغه د ایران په اسلامي انقلاب کې له مشرانو څخه و او د انقلابي شوری غړی پاتې شوی و. رفسنجاني په کال ۱۳۶۸ د خمیني له مړینې وروسته د علي خامنه‌ای په ټاکنه کې رغنده رول لوبولی دی. رفسنجاني په ۱۳۶۸ کال د ایران ولسمشر وټاکل شو او د ایران د اقتصادي بیا رغوني په بهیر کې یې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي.

رفسنجاني د خامنه‌ای له نږدې ملگرو څخه شمېرل کېده خو په وروستیو کې د دواړو تر منځ ډېرې ستونزې راولاړې شوې وې خو د ستونزو سربېره هغه د مرگ تر ورځې پورې د مبارزو روحانيونو د ټولنې مشر پاتې شو.