ټرامپ: روس سره د ښو اړيکو مخالفین «احمقان» دي

سيمه او نړۍ

ټرامپ: روس سره د ښو اړيکو مخالفین «احمقان» دي

272

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د روس سره د ښو اړیکو مخالفین «احمقان» دي.

په یوه ټويټ کې نوموړي ویلي چې دی به له روس سره په ګډه د ډېرو نړیوالو مسالو حل را وباسي.
 ټرامپ یادې څرګندونې داسې وخت کوي چې استخباراتي ادارو د روس سایبري لاسوهنې راپور په اړه نوموړي ته معلومات ورکړل. راپور کې راغلي وه چې د روسيې ولسمشر د ټرمپ د بريالي کولو هڅې کړې دي.

ٹرمپ
د استخباراتو له وضاحتونو وروسته ټرامپ وويل, د استخباراتي ټولنو کار ته درناوی لري، خو  هېڅ کومو لاسوهنو په ټاکنو اغېزه نه ده کړې.
نوموړي زیاته کړه چې د ډېموکراتيک ګوند د سرور هېک کېدل دیادې ګوند د غفلت له امله شوی.
 ټرامپ همداراز وویل، د روس سره ښې اړيکې لرل کومه بده خبره نه ده، «یوازې احمق خلک دغو اړیکو ته په بده سترګه کوري».
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د امریکا استخبلراتو یو راپور خپور کړ، چې په کې د روسيې ولسمشر ولادېمير پوتین د امریکا ټاکنو کې په لاسوهنې تورن شوی و.
 ولسمشر ټرامپ ټاکنو کې له بریا وروسته ځلونه وارې د روسي سایبر بریدونو په تړاو د امریکا استخباراتو راپورونه رد کړي ول. یو وار خو يې آن لا دا هم ویلي ول، چې دې ادارې خو عراق کې د تباه کونکو وسلو په اړه راپور هم ورکړی و.