طالبان: هلمند ته د نورو امريکايي پوځيانو لېږل د افغان او امريکايي پوځيانو ماته ښيي

افغانستان

طالبان: هلمند ته د نورو امريکايي پوځيانو لېږل د افغان او امريکايي پوځيانو ماته ښيي

299

 پرون امريکا اعلان وکړ چې جنوبي ولايت هلمند ته به نور درې سوه امريکايي پوځيان ولېږي، څو هلته د طالبانو د پرمختګ مخه ونيسي.
 طالبانو دغه اعلان ته په غبرګون کې ويلي چې هلمند ته د نورو امريکايي پوځيانو لېږل دا ښيي چې افغان او امريکايي پوځيان د هلمند په جګړه کې مات شوي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ليک کې ويلي، تېر کال هم سل امريکايي ځواکونه د لښکرګاه د ساتنې لپاره رالېږل شوي وو؛ خو کله چې يې زيان وليده نو بېرته خپلې اډې باسشن کمپ ته په شا شول.
 امریکايي جنرال روجر ټرنر ويلي دغه امريکايي پوځيان به په هلمند کې د افغان ځواکونو د سلاکارانو په توګه له هغوی سره مرسته وکړي.
 له تېرو څو مياشتو راهيسې له هلمند ولايت نه د زورور جګړو خبرونه ورکول کېږي. طالبان د هلمند مرکز، لښکرګاه ته رسېدلي وو او وېره وه چې لښکرګاه به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
 د هلمند او کندهار ځينې ولايتي چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو د مشرتابه ځينې غړي په هلمند کې مېشت شوي دي.