چين پر انټرنيټ د کوچنيانو د ژغورنې قانون تصويبوي

سيمه او نړۍ

چين پر انټرنيټ د کوچنيانو د ژغورنې قانون تصويبوي

169

چين غواړي پر انټرنټ د کوچنيانو د حقوقو د ساتنې قانون تصويب کړي. چين وايي، ټولې هغه وېبپاڼې به پر نغدي جريمو او ان تر بندولو محکومې کړي، چې د کوچنيانو يا د هغوی د خپلوانو يا وليانو له اجازې پرته د کوچنيانو شخصي معلومات ټولوي او ګټه ترې اخلي.

د چين د وزیرانو شورا د قانون جوړونې څانګې پر خپله وېبپاڼه دغه نوی قانون پورته کړی، څو په اړه يې د خلکو تبصرې او رايه واخلي. په دې قانون کې ويل شوي، چې پر انټرنټ د کوچنيانو ساتنه او ملاتړ اړين دی او هيچا يا کومې موسسې ته اجازه نه شته، چې د انټرنټ پر مخ د خبرو، انځورونو او وېډيوګانو له لارې کوچنيان تهديد کړي، يا ضرر ور ورسوي او يا يې سپکاوی وکړي.

قانون له خلکو او د کوچنيانو له مشرانو غوښتي، چې که کله يې هم کوم کوچنی د دا ډول پېښو ښکار وليد، پوليس يا اړوند چارواکي دې پرې خبر کړي.

چين دا قانون وروسته له هغه تصويبوي، چې د تېر نومبر وروستيو کې يې په يوه بل قانون کې کوچنيانو او د هغوی مسوولينو ته دا حق ورکړ، چې د انټرنټ د توکو وړاندې کوونکو نه د کوچنيانو اړوند د هر ډول معلوماتو د له منځه وړو غوښتنه کولی شي، چې مقابل لوری به يې له ژر نه ژر وخت کې ترسره کوي.