د فلوريډا بريدګر پوځي د عراق جګړه کې لېونی شوی و

سيمه او نړۍ

د فلوريډا بريدګر پوځي د عراق جګړه کې لېونی شوی و

118

 د فلوريډا په هوايي ډگر باندې د برید کوونکي کورنۍ رسنیو ته ویلي چې بریدگر خپل عقل له لاسه ورکړی و او دا کار یې د کوم پلان او یا هم دسیسې له مخې نه دی کړی.

 استبان سانتیاگو په عراق کې د امریکا په پوځ کې پاتې شوی، کورنۍ یې وايي چې سانتیاگو عراق کې خپل هوښ له لاسه ورکړی و او له همدې امله یې په هوايي ډگر کې پر عامو خلکو برید وکړ.

۲۷کلن سانتیاگو د تېرې جمعې په ورځ د فلوريډا پر هوايي ډگر وسله وال برید وکړ چې له امله یې پنځه تنهووژل شول او گڼ نور ټپیان شول.

 د فلوريډا ایالت د قضايي محکمې له لورې ښايي تورن په عامه ځایونو کې د وېرې او ترهې د راپیداکولو له کبله پر اعدام محکوم شي. محکمه وايي چې دوی به څېړنه وکړي چې رښتیا هم تورن خپل عقل له لاسه ورکړی او که نه.