امريکايي سرتېری: سي آی ای د داعش له پاره په جګړې مجبور ولم

سيمه او نړۍ

امريکايي سرتېری: سي آی ای د داعش له پاره په جګړې مجبور ولم

3054

وړمه ورځ د امریکا فلورېډا ایالت هوايي ډګر کې یوه تن په خلکو ناتارې ډزې وکړې، چې له امله يې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوخته.

تازه راپورونه وايي چې بریدګر سټيبان سېنټیاګو نوميږي او امريکايې سرتېری دی. نوموړي د افغانستان او عراق جګړه کې هم برخه اخېستې ده.

 سينټیاګو رسنیو ته په څرګندونو کې ویلي، چې «زه څو وارې د اف بي آی دفتر ته ورغلی یم او ورته ویلي مې دي، چې سي آی ای پر ما باندې فشار راوړی و، څو د داعش له پاره جګړه وکړم».

نوموړی زیاتوي چې یادې ادرې څو ځله ما ته د جهادي ويډيو ګانو د کتلو سپارښتنه هم کړې ده.

امريکا کې له وسلې سره سفر کول غیر قانوني دي خو چارواکي کولای شي چې د اړوندو مسئولينو سره يې جمع کړي او د سفر پای کې يې ترې بېرته ترلاسه کړي.

ګومان کېږي چې سبا د دوشنبې په ورځ به نوموړی محکمې ته وړاندې کېږي.

د اف بي ای یوه کارمند جارج پېرو رسنیو ته وویل، موږ یاده قضیه له هر پلوه څېړو، څو د پېښې تر شا موخې راته څرګندې شي.