سعودي ملايان پر مخالفت ګواښلي

سيمه او نړۍ

سعودي ملايان پر مخالفت ګواښلي

659

سعودي عربستان خپل ټول هغه ملايان ګواښلي دي، چې د نويو اصلاحاتو مخالفت کوي. د سعودي دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان السعود پلان لري، چې د هېواد په دولتي او اقتصادي نظام کې بدلونونه راولي. دفاع وزير غواړي چې پر تېلو د دې هېواد اتکا کمه کړي.

د سعودي دفاع وزير چې د دې هېواد د دپرمختيايي او اقتصادي چارو د شورا مشري هم په غاړه لري، د همدې له پاره يې يوه تګلاره جوړه کړې ده، چې تر ۲۰۳۰ پورې به پلې شي.

نوموړي په همدې پار د سعودي ملايان او مذهبي مشران ګواښلي دي، چې که د دې پلان او نورو اصلاحاتو مخالفت وکړي يا خلک تشدد ته وهڅوي، سزا به ورکړل شي.

محمد بن سلمان پرېکړه کړې، چې په راتلونکې کې ښځو ته ټولنه کې زيات رول ورکړي او د تفريح برخه کې پانګونه ډېره کړي.

سعودي کې تر اوسه ډېری هغو کارونو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له اسلام سره په ټکر کې وي او که واکمن د داسې څه هڅه وکړي، شونې ده د علماو له غبرګون سره مخ شي. ويل کېږي چې د سعودي دفاع وزير غواړي پر ځينو هغو شيانو بنديزونه لرې کوي، چې تر اوسه يې اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د بېلګې په توګه سينماګانې او کنسرټونه ياد شوي دي.

د سعودي علماو او مذهبي مشرانو لا د دفاع وزير د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.