د ترکيې دفاع وزیر: سوریه کې د امریکا پالېسي په بشپړه توګه ناکامه ده

سيمه او نړۍ

د ترکيې دفاع وزیر: سوریه کې د امریکا پالېسي په بشپړه توګه ناکامه ده

202

د ترکيې د دفاع وزیر فکري اېشک د سوريې په تړاو د امريکا موجوده پاليسې ناکامه بللی او هيله يې څرګنده کړې چې د امریکا نوې اداره به پرې له سره غور وکړي.

 اېشېک د «خبر ترک» تلویزون سره په مرکه کې وویل، «امریکا د ناټو په چوکاټ کې زموږ ائتلافي ده او ائتلافیانو ته په کار دي چې له یوه بل سره د شفافیت، روڼتیا او اخلاص پر اصولو اړيکې ولري. د یادو اصولو نشتوالی به زموږ اړيکي ستونزمنې کړي».
اېشک د کورداناو سره د امریکا په مرسته کلکه نيوکه وکړه او زیاته يې کړه، چې ترکیه او سیمه د امریکا د «د خلکو د ساتونکې ډلګیو» ملاتړ او د «داعش» ضد جګړې بیه ادا کوي.
 نوموړي یادونه وکړه چې واشنګټن د کردانو ډلګیو ته وسلې ورکوي، خو هيله يې څرګنده کړه چې امریکا به په قصدي ډول ترکیه کې د ترورېزم خپرول نه غواړي.
 نوموړی زیاته کړه چې د «خلکو د ساتونکي ډلګۍ» د«کردانو کارګر تنظیم»، چې فعلا د ترکيې حکومت سره په جګړه کې بوخت دی، یوه څانګه ده.
 نوموړي د «انګرليک هوايي» اډې په اړه وویل، چې «دا یوه ترکۍ اډه ده او کارول به یې د ترکيې په خوښه وي».


 نوموړي زیاته کړه چې هېواد يې له امريکايي او نورو ائتلافیانو سره يې پرې خبرې کوي او د ترکيې ګټو په نظر کې نيولو وروسته به پرې پرېکړه وکړو.
 اېشېک د خپلو خبرو په مهال امريکا مخاطبه کړه او ويې ویل: «چې تاسې د داعش ځپلو له پاره نړیوال ائتلاف جوړ کړ او زموږ څخه مو په کې مرسته وغوښته. موږ درته هغه مهال ویلي و، چې د نړیوال ائتلاف ځواکونو له پاره د انګرلېک اډه ښه ده او د استعمالولو اجازه درکړل شوه. خو اوس چې د «همغې» داعش وړاندې ستاسې مرستې ته اړتیا لرو ولې وروسته کېږئ؟!»