فراه کې ۲۰۰ امريکايي سرتېري ځای پر ځای شوي

افغانستان

فراه کې ۲۰۰ امريکايي سرتېري ځای پر ځای شوي

326

د فراه چارواکو خبر ورکړی دی، چې دې ولايت کې دوه سوه امريکايي سرتېري ځای پر ځای شوي دي. چارواکو د دې کار موخه هلته د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنه ښودلې ده.

د فراه والي محمد اصف ننګ په دې اړه ويلي، چې د بهرنيو سرتېرو له راتګ سره به افغان پوځيان د مخالفينو په ځپلو کې برلاسي شي. نوموړي د امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نېکلسن نه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دا ځواکونه به بېلا بېلو برخو کې د افغان سرتېرو مرسته او همکاري وکړي.

د ننګ په وينا دغه امريکايي سرتېري به هلته په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ونډه اخلي او افغان ځواکونو ته به مشورې هم ورکوي.

افغانستان کې د ناټو پوځيانو فراه ته د دغه شمېر سرتېرو د استولو پخلی کړی دی.

فراه يو له هغو ولايتونو دی، چې افغان ځواکونه په کې د وسله والو طالبانو په ځپلو کې پاتې راغلي دي. هېره دې نه وي، چې امريکايي حکومت تېره ورځ اعلان کړه، چې هلمند ته به ۳۰۰ نوي پوځي سلاکاران واستوي، څو هلته جګړه کابو کړي.