امريکا جرمني ته سلګونه ټانکونه لېږلي

سيمه او نړۍ

امريکا جرمني ته سلګونه ټانکونه لېږلي

628

 امريکا د ناټو غړي جرمني هېواد ته سلګونه ټانکونه او نور پوځي تجهيزات لېږلي چې له دغه ځايه به د اروپا ختيځو هېوادونو ته ولېږل شي.
 د الجزيرې د راپور پر بنسټ، د جمعې په ورځ دوه بېړۍ د برېمرهېون بندر ته رسېدلي او يوه بله بېړۍ چې څلور زره امريکايي پوځيان او نور تجهيزات به په کې وي، په راتلونکو دوه اونيو کې اروپا ته ورسېږي.
 دغه پوځونه او تجهيزات به لومړی پولينډ ته ځي او بيا به له دغه ځايه د ناټو اوو غړو هېوادونو باندې وېشل کېږي. دغه هېوادونه روسیې ته نږدې پولې لري.
په ۲۰۱۴۴ ز کال کې چې روسيې د اوکراين هېواد د کريميا سيمه روسيې پورې وتړله، امريکا د خپلو متحدينو د امنيت اړوند اندېښنه څرګنده کړه. ناټو غړو هېوادونو ته د امريکا د پوځونو او ټانکونو لېږل د هماغه پلان برخه ده چې امريکا هڅه کوي؛ څو په اروپا کې د روسيې د نفوذ او پراختيا مخه ډب کړي.
 د امريکا د پوځ يوه جنرال خبريالانو ته ويلي د سولې ساتلو لپاره چمتووالی ښه لاره ده. هغه زياته کړې چې امريکا په دې سره خپلو متحدينو او د اروپا لويې وچې ته خپله ژمنه او له هغوی سره يو ځای والی ښيي.
 په جرمني کې د دغه هېواد د کيڼ اړخه ګوند يوه مشر د امريکا له دغه کار سره مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې ټانکونه نه شي کولای، هېڅ ځای سوله ټينګه کړي.
 د کريميا پر سر د ناټو او روسیې اړيکې خرابې دي. امريکا د روسيې د دې کار په ځواب کې په روسيې باندې يو شمېر بنديزونه هم لګولي دي.
 د اروپا په يو شمېر هېوادونو کې امريکايي سرتېري مېشت دي، د نورو سرتېرو لېږل به روسان اړ کړي چې د خپل ځان د خونديتوب لپاره نور ګامونه واخلي.