ټولپوښتنه: غني په بهرني سياست کې له کرزي ښه و

افغانستان

ټولپوښتنه: غني په بهرني سياست کې له کرزي ښه و

623

د «د افغانستان د ازادۍ کور» د يوې ټولپوښتنې پايلې ښيي چې ولسمشر غني د کرزي په پرتله په بهرني سياست کې ښه و.

دغه ټولپوښتنه ښيي، چې د ملي يووالي حکومت د کرزي له حکومته چې ۱۳ کاله يې واکمني وکړه، په بهرني سياست کې بريالی و.

دغه ټولپوښتنه پرون کابل کې خپره شوه چې په کې په درې بهرنيو برخو کې د ملي يووالي حکومت کړنو ته اشاره شوې، چې هغه سوله او جګړه، بهرنی سياست او د اقتصادي زېربناوو پراختيا دي.

د افغانستان د ازادۍ کور ويلي دي، چې دا ټولپوښتنه ښيي چې خلک د ملي يووالي حکومت له لوري اسلامي هېوادونو سره د تعامل په اړه خوښ وو.

د ټولپوښتنې پر اساس شپېته سلنه خلک په دې اند دي، چې ملي يووالي حکومت له اسلامي هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د ګټو د خونديتوب له پاره بريالي کار کړی دی.

دغه راز پنځه پنځوس سلنه وګړو د افغانستان د ګټو ساتلو برخه کې اروپايي هېوادونو سره د ملي يووالي حکومت تعامل د کرزي د حکومت په پرتله ښه بللی دی.

خو د همدې ټولپوښتنې پر اساس ځواب ويونکو په څو برخو کې د غني حکومت د کرزي له هغه بد بللی دی، چې له هغو څخه له اداري فساد سره د مبارزې او شايسته سالارۍ برخې هم دي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده مخکې يوې بلې ټولپوښتنې ښودلې وه، چې نږدې اويا سلنه افغانان د غني له حکومته ناخوښ دي او ګومان کوي، چې هېواد يې پر ناسم لوري روان دی.