د امریکا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته راغلی

افغانستان

د امریکا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته راغلی

193

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین توماس شېنون کابل ته د« مخه ښې» له پاره راغلی.
 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په بنسټ نوموړی له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله او نورو لوړ پوړو چاروکو سره ليدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې نوموړي افغاني چارواکو ته  ډاډ ورکړ چې امریکا له افغانستان سره «تل پاتې ملګرتیا»، سولې او د امنیت په ټینګښت کې په خپلو ژمنو ولاړه ده.
شنون د جنورۍ په ۹-۱۰ د اسټریا (اتريش) پلازمېنې ویانا ته سفر کوي، څو د ایران سره د اټومي تړون د پلي کولو له پاره د ګډ کمېسون غونډه کې د امريکايي پلاوي مشري وکړي. 
 له نوموړي سره به په دې سفر کې د ایران سره د اټومي تړون پلي کولو همغږی سفیر سټېو مول او د امریکا د اړونده ادارو کارپوهان هم مل وي.
د یادونې وړ ده چې د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ به د جنورۍ په ۲۰۰ نېټه لوړه کوي او په رسمي ډول به د هېواد ولسمشر په توګه خپله دنده پیلوي.