د سعودي په پلازمېنه کې له پولیسو سره په نښته کې دوه تنه وژل شوي

سيمه او نړۍ

د سعودي په پلازمېنه کې له پولیسو سره په نښته کې دوه تنه وژل شوي

174

د سعودي ټلویزوني چینل خبر ورکړی چې دوه تنه خطرناک شکمن کسان له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي. تر دې دمه د دې دوو تنو د هویت په اړه د سعودي چارواکو څه نه دي ویلي.

خبر زیاتوي چې په نښته دغه دوه تنه مشکوک کسان له منځه وړل شوي دي او د پولیسو یو تن هم په پېښه کې ټپي شوی دی. سعودي پولیس دعوه کوي چې دغه دوه تنه د بم جوړونې متخصصین ول او په ځانگړي ډول یې له ځان‌وژونکو برید کوونکو سره مرستې کولې.

سعودي عربستان هم په دې وروستیو کې د داعش له بریدونو خوندي نه دی پاتې او په گڼو ښارونو کې یې د برید پړه په غاړه اخیستې ده.