افغانستان کې ۲۲ هندیانو ته د داعش مرکزونو کې روزنه ورکول کېږي

ګنګوسې

افغانستان کې ۲۲ هندیانو ته د داعش مرکزونو کې روزنه ورکول کېږي

257

د «انډیا ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې هند کې ۲۲ نادرکه شوي هندیان د افغانستان ننګرهار ولایت کې د داعش مرکزونو کې روزل کېږي.
راپور کې راځي چې د هند ملي تحقیقاتو ادارې « ان آی ای» ویلي د کېرالې ښار ۲۲ ځوانان چې څو میاشتې مخکې نادرکه شول، افغانستان کې دي او د داعش غړيتوب يې تر لاسه کړی.
اوس د داعش په مرکزونو کې روزنه حاصلوي، څو په راتلونکې کې په هند کې بریدونه تر سره کړي.
د هند حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د را دغه معلومات يې له ان آی ای او نورو استخباراتي ادارو سره شریک کړي دي.
راپور مخکې وايي چې ښايي د هندیانو سربېره د بنګلدېش او مالديف ځېنې ځوانان هم د داعش مرکزونو کې د جنوب اسیا هېوادونو د نارامه کولو له پاره روزل کېږي.