سعودي حکومت د حج «سهم» کې کمی ختم کړ

پام وړ

سعودي حکومت د حج «سهم» کې کمی ختم کړ

467

 سعودي حکومت پرېکړه کړې ده چې روان کال به د حاجیانو سهمیه کې هغه کمی ختم کړي چې پنځه کاله مخکې يې را وستی و. پنځه کاله وړاندې د حرم د توسعې (پراختیا) پروژې د پیل سره د سعودي حکومت د بهرني او داخلي حاجیانو سهم کې کمی را وست.
 له پنځه کلو مخکې يې کړی و بېرته ختمولو تابیا کړې ده. یاد کمې د حرم د پراخوالي پروژې په خاطر شوې و.
 د سعودي رسمې جرېدې خبرپاڼه کې راغلي چې د لومړي وزیر مرستیال، کورنیو چارو وزیر او د حج کمېټې مشر محمد نایف دغه وړانديز تصویب کړ. چې له مخې به يې روان کال کې له هر هېواده د پخوانۍ کوټې په اندازه د حج ادا کولو له پاره رازي.
د حج او عمرې وزیر محمد بن صالح بن طاهر د کورنیو او بهرنیو حاجیانو کوټه کې یاده  پرېکړه ستایلې او د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز څخه يې مننه کړی.
نوموړي  د عربو او اسلامي هېوادونو استازو سره په خبرو کې وویل، له اوسه يې د حاجیانو اضافي شمېرې استقبال ته تیاری پیل کړی.
د یادونې وړ ده چې ۵۵ کال وړاندې د مسجد حرام مطاف د پراختیا پروژې له امله د بهرنیو حاجیانو کوټه کې ۲۰ سلنه او د داخلي حاجیانو کوټه کې ۵۰ سلنه کمی راغلی و.