«چاپاني له خپلې مېرمنې سره شل کاله خبرې نه وې کړي»

پام وړ

«چاپاني له خپلې مېرمنې سره شل کاله خبرې نه وې کړي»

467

 يوه جاپاني شخص چې د دريو اولادونو پلار دی په يوه کور کې له خپلې مېرمنې سره اوسېده او له تېرو دوه لسيزو يې له خپلې مېرمنې سره خبرې نه وې کړې، څو ورځې وړاندې يې د يوه تلويزيون په منځګړتوب په لومړي ځل له خپلې مېرمنې سره خبرې وکړې.
 اوکوکاټايامه په تېرو شلو کلونو کې د خپلې مېرمنې هرې خبرې ته د هو يا نه په ځواب کې سر خوځوه. دغه خبرې يې يوې اتلس کلنې لور په يوه تلويزيونې چېنل کې وکړې. ايکسريس د راپور پر بنسټ، لور يې د جاپان له خلکو وغوښتل چې مور او پلار يې سره پخلا کړي.
 هغې تلويزيوني چېنل ته په يوه ليک کې وليکل چې پلار يې تقاعد اخيستونکی دی او وېره شته چې د دواړو تر منځ به حالات نور هم خراب شي او خبره به تر طلاق ورسېږي.
 د اوکو کورنۍ او ماشومان پوهېدل چې مور او پلار یې له تېرو دوو لسيزو خبرې نه کوي؛ خو له لامل نه يې ناخبره وو.
 د ليک له ترلاسه کولو وروسته تلويزيوني چېنل د هغې د مور او پلار تر منځ په يوه پارک کې د ليدنې موقع برابره کړه. هغوی ټول ورته لرې ناست وو او د دوی خبرې يې اورېدې. 
 د دغې صحنې په ليدو يې اولادونو وژړل. وروسته يې د خبرو نه کولو لامل بيان کړ. اوکو وويل «تا به اولادونو ته ډېره زياته توجه کوله، چې ستا دغه کار به زما حسد او کينه راپاروله، سوځېدم به؛ خو بېرته به هغه حالت ته ونه ګرځم».
 ارواپوهان وايي د اولاد له پېداکېدو وروسته يې مور د ماشومانو پالنې ته ډېره توجه کوي؛ ځينې سړي د دوی دغه کار ډېر نه خوښوي چې دا د کورني تاوتريخوالي لامل کېږي.