نیوریاک ټایمز: اوباما افغانستان کې ناکام شو

راپورونه

نیوریاک ټایمز: اوباما افغانستان کې ناکام شو

451

 وړمه ورځ «نيورياک ټايمز» ورځپاڼې د افغانستان په هکله د اوباما د دريځونو په اړه یو څړنيز راپور خپور کړ.
 راپور کې راغلي، چې اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشريزې دورې تر پایه به له افغانستان څخه ټول سرتيرې وباسي، خو اوس يې دنده پای ته په رسېدو ده او لا هم زرګونه سرتېري په افغانستان کې راته دي.
 اوباما چې یو وخت يې د افغانستان جګړه د ګټلو وړ بللې وه، تېر اګست میاشت کې يې د ملي امنیت شورا کې وویل، «موږ د چا هېواد نه شو ور جوړولای».
ورځپاڼه د اوباما څرګندونو شاليد ته په کتو ليکي، چې په ۲۰۰۲م کې، کله چې اوباما له اېلينویس ایالت څخه سناتور و، نوموړي د عراق جګړه وغندله، خو د همدې خبرو پر مهال يې د افغانستان جګړې ته په اشاره وویل: «زه د هرې جګړې مخالف نه یم». هغه د افغانستان جګړه یوه عادلانه جګړه بلله.
 د ولسمشر امنیتي مشاور بېنجامېن جی روډېس وايي، «اوباما باور لري چې پوځ هر څه کولای شي؛ جګړې ګټي او شخړې اواروي».له لومړۍ دورې وروسته نوموړی په دې باور و چې «افغانستان ډېر ښه شوې دی» زرګونه امريکايي عسکر د وسله والو طالبانو پر وړاندې بريالۍ جګړه کوي.
د ۲۰۱۱۱م مۍ میاشت کې د اسامه بن لادن له مړينې وروسته اوباما د جګړې د کتاب بندلو په حال کې و. له همدې امله ۲۰۱۲م کال د مۍ میاشت کې افغانستان ته یو پټ سفر وکړ څو له ولسمشر کرزي سره ستراتيژيکې تړون لاسليک کړي او په ۲۰۱۴م کال کې د امريکايي سرتېرو له وتلو وروسته د دوه اړخيزو اړیکو په اړه سره توافق ته ورسېږي.
 ورځپاڼه کاږي، ولمسشر اوباما وویل، موږ د جګړې په څپو کې څه له پاسه یوه لسيزه سفر کړی دی. اوس موږ افغانستان کې روښانه او سوکاله ورځې لېدلی شو. خو د ۲۰‍۱۵م کال اګست میاشت کې نوموړي د امریکا امنیت شورا غونډه کې د افغانستان په اړه څرګندونو کې وویل، چې نور د چا هېواد نه شي ورجوړولای.
 ورځپاڼه وايي اوباما یادې څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې طالبان له پخوا ډېر منظم شوي، په کابل کې يې سخت بریدونه وکړل او د کندز او اروزګان ولایتونو کې پراخ پوځي عملیات پيل کړي دي.
 ورځپاڼه وايي اوباما له دې خبرو غوښتل په ډاګه کړي، چې په افغانستان کې له دوو زرو زیاتو امریکايي سرتېرو له وژنې، څوارلس کلنې خونړۍ جګړې او ملیاردونو ډالرو لګښت وروسته هم دغه هېواد د دېموکراسۍ جوګه نه دی او نه له خپله ځانه دفاع کولای شي.