حکمتيار سره ظلم کيږي

نظر او تحليل

حکمتيار سره ظلم کيږي

560

اکرام الدين واصل
نړۍ داسې کاواکه سياستونو نيولې چې د هر چا په هر دريځ شک کېدای شي. په ځانګړې توګه د هغې سيمې سياستونه چې بنسټ يې امنيتي ارګانونه وي. که سترګې پټې نه کړو دلته په کابل کې سياست د بهرنيو امنيتي کړيو ولکه کې دی. په دغسې يو حالت کې يقيني خبره کول خورا ګرانيږي، مګر ځينې ځايونه داسې وي چې ناچار بايد د نېک‌نيتۍ اظهار وشي. 
له تېرو پينځلسو کلونو راهيسې د ټولو نړېوالو ياران په مټ مو ايله دومره وکولای شول چې خپل رنګ کې کوټ حکمتيا ر صاحب سولې ته مايل کړو. ما د خپل حکومت او حکمتيار د سولې تړون له لاسليکه مخکې خدای خدای کول چې حکومت داسې دريځ ونه نيسي چې د سولې دريځ نفي کوي، خو ښه و چې حزب اسلامي نه د کابل آب وهوا وړی و.
اوس زموږ او حزب اسلامي تر مينځ خبره يو طرفه ده، خو داسې ښکاري چې موږ کې هم ځينې خلک شته چې کابل کې د حکمتيار صاحب شتون نه شي زغملای. تېره ورځ اکرم خپلواک د تورلېست په اړه د روسيې خبره وکړه. روسيې تر اوسه په دې اړه نه رسمي دريځ ښودلای، نه لا امنيت شورا کې په دې موضوع بحث شوی. 
د خپلواک د خبرې په اساس ټولو رسنيو يوه خبره تکرار کړه چې ګواکې روسيه نه غواړي د حکمتيار صاحب نوم له تورلېسته ووځي. په همدې غبرګون کې حزب اسلامي هم اعلاميه خپره کړه او زه فکر کوم چې د حزب اعلاميه ډېره منطقي وه. اعلاميې ويلي وه چې خبره د روسيې او امريکې نه ده. خبره "د افغانستان د خپلواک اسلامي جمهوريت" ده. دوی دې موافقه وکړي حکمتيار صاحب د امريکې او روسيې موافقو ته نه ګوري.
که حکمتيار صاحب په خپل پخواني دريځ ولاړ وای شايد دومره نرمه خبره يې زموږ د دولت په اړه نه وای کړې، ځکه هغه په ډېره اسانۍ درکولای شوه چې د افغانانو د خپل منځي سولې په تړاو د روسيې يا امريکا خبره ولې مهمه ده؟ تېره ورځ چې درې اړخيزې ناستې کې د ځينو طالب‌مشرانو د ازادۍ خبره مطرح شوې وه، زموږ دولت په ډېره تېزه لهجه وويل چې تورلېست د افغان دولت کار دی، هيڅوک ترې زموږ له موافقې پرته نه وځي او نه ورته زموږ له موافقې پرته ننوځي.
زه خو وايم که رښتيا هم همداسې وي، نو ولې ښاغلي حکمتيار ته کابل ته د راتلو فرصت نه ورکول کيږي. زه په يقين ويلای شم چې د حکمتيار صاحب مخې ته يوازې همدا تورلېست خنډ دی، که نه ډېر مخکې به کابل ته رارسېدلای وای. د حزب اسلامي د سولې پروسه کې ټال مټول به طالبانو ته عيني دلايل په لاس ورکړي چې جګړې ته زور ورکړي او خپل فرمانبرداران په دې قانع کړي چې دولت سولې ته ژمن نه دی.
څومره چې حکمتيار کابل ته هوسيږي هغومره زموږ حکومت د هغه مخه ډب کړې. اکرام خپلواک چې رسنيو سره د روسيې خبره پورته کړې، تر اوسه هغوی څه نه دي ويلي چې دا رښتيا دي که نه، خو له دې دومره مالوميږي چې کابل مېشتو کې څوک د دې پروسې مخالف دی او نه غواړي نوموړی کابل ته وارد شي.
که موږ کې څوک دې موضوع ته صادقانه ګوري بايد دا موضوع راپورته کړي او هغه افغانان چې په يو دليل حکمتيار صاحب غلي کړي، بيا د طالبانو ليکو ته لاړ نه شي. که هغوی ته دا ثابته شوه چې خبره د امريکې، روسيې، فرانسې او نورو سترو هېوادونو ده او موږ يوازې چنې وهو، دا به موږ ته نورې ستونزې هم وزېږوي. 
موږ چې د ديموکراتيکو ارزښتونو لپاره څومره بنده‌ګاري پر ځان ومنله، دا هم تاريخ ثبت کړه، له دې وروسته بايد سياسي فضا د يو ډول استقلال لور ته لاړه شي که څه هم رمزي استقلال وي.