ازموينه کې د «نقل» مخنيوي له پاره نوې چينايي تګلاره

پام وړ

ازموينه کې د «نقل» مخنيوي له پاره نوې چينايي تګلاره

273

چينايي ښوونکو د ازموينې پر مهال د نقل او ټګۍ مخنيوي له پاره زده کونکو ته اخبارونه ور پر سر کړي.

راپورونه وايي چې د چين «آن هوی» ایالت یوه ښوونځي کې ښوونکو زده کوونکو ته ازموینه کې اخبارونه ور په سر کړي، څو له یو بل څخه نقل و نه کړي.

د «پيپل ډېلي آن لائن» ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د یاد ښوونځي عکسونو له خپرولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه پيل شوي، چې ایا دغه تګلاره به د نقل مخنیوي کې څومره اغېزمنه وي؟

یادې پېښې په تړاو ټولنيزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وروسته له دې وښودل شول چې د «پيپل ډېلي آن لائن» ورځپاڼې له خوا په پرونۍ ګڼه کې خپور شو.

د یاد ښوونځي ویاند وايي، چې یاده پېښه له ازموینې سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې دا د استادانو او زده کوونکو ترمنځ یوه لوبه وه چې له مخې يې ازموينه کې پر ځان باور  په اړه تربیت ورکول کېده.

ویل کېږي چې دغه عکس د یاد ښوونځي یوه استاد اخېستی او وروسته يې په ټولنيزو رسنیو کې نشر کړی دی.

عکس کې لېدل کېږي چې د یوه اخبار په منځ کې غټ سوری وي او زده کوونکو ته ور پر سر شوی وي، چې له امله يې ښي او کيڼ لورې ته څوک نه لېدل کېږي.

له دې پېښې وروسته خلک اوس پر دې بحث کوي چې ایا دغه تګلاره د نقل مخنېوي کې څومره اغېزمنه ده؟

خو د ښوونځي یوه بل ښوونکی دغه پېښه په کلکه ردوي او زیاتوي چې دغه کړنه د زده کوونکو پر ځان باوري کولو په خاطر یو بې ګټې کړنه ده. خو له بده مرغه یو شمېر خلکو د چينايې تعلیم له پاره یوه شرمناکه پېښه ګڼلې ده.