څو ساده عادتونه مو ذهن تباه کوي

روغتیا

څو ساده عادتونه مو ذهن تباه کوي

2674

د عمر په تېرېدو سره زموږ ذهن هم کمزوری کېږي، خبرې را څخه هېرېږي او مساله په اسانه نه شو حل کولای.

خو سره له دې چې د زړښت مخه نيول نا ممکن دي، موږ د ځېنې عادتونو په ترسره کولو سره کولای شو چې خپل ذهني توازن برقرار وساتو.

لاندې ځېنې څو ساده عادتونه په ګوته شوي چې د ذهن تباهۍ سبب کېږي:

د شپې کم خوب

کم خوبي او یا نا وخته وېده کېدل د انساني ذهن له پاره یو تباه کونکی عادت دی. د ډېمنېشيا او الزئمر (چې یاداښت، ذهني تمرکز ورسره کمېږي، غوصه، شک او ډپرېشن ورسره پیاوړي کېږي) ناروغیو خطر ډيروي. دغه مرض زیاتره د شپې د کم خوب کولو له امله په انسان حمله کوي.

ډاکټران وايي، چې چاته د شپې سم خوب نه ورځي باید د چای، کافي او ورته مشروبات څخه ډډه وکړي او له وېده کېدو مخکي د سمارټ فون استعمال هم پرېږدي.

زیات وخت تنها تېرول

انساني طبیعت له خلکو سره په راشه درشه لرلو سره خوشحاله وي. که څوک په فېسبوک باندې سلګونه دوستان لري خو په حقيقي زندګۍ تنها وي، په ذهني امراضو اخته کېږي.

څېړنې وايي چې نږدې دوستان ستا په ژوند کې د خوښۍ، مسلکي کارونو کې د پرمختګ او د ذهني امراضو خطر کمولو کې مهم رول لوبوي.

د فاسټ فوډو خوراک

هغه کسان چې زیات برګر، چپس، غازي مشروبات او نور فاسټ فوډ خوري،  ورځ تر بلې يې حافظه او ذهني ځواک کمزوری او د دماغو دغه برخه کوچنۍ کېږي. خو له بله پلوه هغوی چې د شنو پاڼو والا سابه تازه او وچه میوه خوري ذهني توازن يې برقرار وي او تر ډېره بريده له ذهني فشارونو څخه په ارام وي.

د ګوشکيو زیات استعمال ورکول

په غوږونو کې هر وخت د ګوشکیو استعمال نه يواځې غوږونو ته زیان رسوي بلکه د یاداښت کمزورۍ، دماغي پردو د له منځه تلو سربېره د نورو سختو ذهني ناروغیو لامل کېدای هم شي. څېړونکو په اند ګوشکي لومړی د اورېدنې حس کمزوری کوي او د ماغ په ډېر مشکله په یوه خبره ځان پوهوي او حافظه هم ورسره کمزورې کېږي.

ښه لاره داده چې په ګوشکیو استعمال په وخت اواز باید له ۶۰ سلنې څخه لوړ نه وي او په یو وار له دوه ګنټو څخه زیات استعمال نه شي.

کم فزيکي فعاليت

څومره مو چې فزیکي فعالیت کمېږی، هومره مو ورسره د ذهني کمزورتیا سربېره، شکر، لوړ فشار او د زړه ناروغیو ګواښ هم لوړېږي.

اونۍ کې درې ځله چټک مزل کول د یادو ناروغیو د خطر مخنېوی کوي.

سګرټ څکول

سګرټ د دماغي ناروغیو له پاره تر ټولو ستر ګواښ دی. زیاتره سګرټ څکونکي په رواني ناروغیو اخته وي.

د دې سربېره سګرټ د زړه، رګونو، شکر، فالج او د وينې د لوړ فشار لامل ګڼل کېږي.

له حده ډېر خوراک

ویل کېږي چې زیات خواړه بدن ته ګټه رسوي خو اوسنۍ څېړنۍ ښيي، چې زیات خواړو له امله مغزو کې د پاملرنې او فکر برخه کمزورې کېږي.

له لمر څخه لرې پاته کېدل

بدن ته کافي اندازه د لمر وړانګې  نه رسېدل ډپرېشن زیاتوي او ذهني کارګردي ورسره کمېږي.