تحریر او تقریر!/ ليکنه: نديم سالار

نظر او تحليل

تحریر او تقریر!/ ليکنه: نديم سالار

183

۴ جنوري ۲۰۱۷

وصل کے اسباب پيدا ہوں تری تحرير سے

ديکھ کوئی دل نہ دکھ جائے تری تقرير سے

ژباړه: اقبال رح څه ښه وايي، د وصل، اتحاد او اتفاق اسباب باید ستا له تحریر او لیکنې نه پیدا شي، پام کوه چې په خپله وینا او تقریر کوم زړه آزار نه کړې.

تحریر او تقریر انسان ته الهي ورکړه ده، که دا مسئولیت د الله ج په لار کې په ایماندارۍ، صبر او استقامت سره صرف شي، ظاهره خبره ده چې د الله ج د رضا او خوښۍ سبب ګرځي، خو که چېرې الله ج مه کړه د شیطان په پلوۍ ژبه او قلم په حرکت راځي، له اخروي زیان سره سره دانسان په دنیاوي ژوند هم منفي اغیز کوي، زموږ په ډیری ځوانانو کې منفي ذهنیت ډیر عام شوی، زما په فکر لامل یې هم دغه بې تجربې او کم ظرفیته لیکوالان او مقررین دي، په داسې حال کې چې د ټولني مطلق اکثریت مو له عقائدو بې خبره دي، بس د مور او پلار په تقلید یې اسلام منلی وي زموږ مقررین او لیکوالان په بې ځایه نیوکو او انتقادي لیکنو او بیانونو هم خپل او هم د نورو وخت ضايع کوي، زموږ ټولنې بالخصوص ځوانې طبقې ته به ستر خدمت دا وي چې منفي ذهنیت په کې کم کړل شي، عقائد پرې ولوستل شي، چې اصله مرجع یې قرآن دی، سید قطب رحمه الله په خپل تفسیر(فی ظِلالِ القرآن) کې لیکي: "هر کله چې مسلمانان په خپل قرآن منګولې ټینګې کړي، د خدای د دښمنانو قوت او طاقت به يې په مخکې د هیڅ په شان وي، زړونه به یې سره یو ځای شي، او هیڅ قوت به د ځمکې پر مخ ددوی په مقابل کې ونشي دریدلای".

الله تعالی جل جلاله فرمايي:

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَيِّنٰتُ ۚ وَأُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ.

ژباړه: پام كوئ! تاسي د هغو خلكو غوندي نشئ چې په ډلو وويشل شول او له روښانه څرګندو لارښودنو موندلو څخه وروسته بېرته په شخړو کښي اخته شول، چا چې دا چلن غوره کړی دى، هغوى به سخته سزا ومومي.   [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 105]

تاسې وینئ چې زموږ د لوستي طبقې نه ځیني په فروعي مسائلو کې ښکیل شوي، ځیني په سیاسي، ځیني د ټولني د اصلاح نه ناهیلي شوي او ځیني خپل وخت په بېکاره او غیر ضروري بحثونو ضایع کوي، د تحریر د ګمراهانو تر څنګ د تقریر ګمراهان هم ډیر وینو چې د انسانانو په منځ کې د نفرت، کرکې او حسد زخن ازغي شیندي، زموږ دیني مسئولیت دادی چې له داسې نفس پرستو انسانانو نه خپل ځانونه او ټولنه وژغورو، د اسلام د حقانیت په لور خلک راوبولو، د امام حسن البناء رحمه په اړه یوه قصه ډېره مشهوره ده، زه به لنډیز درته ولیکم:

"یوه شپه د مصر د قاهرې ښار نه لري په یو جومات کې د خلکو تر منځ د تراویحو د لمونځ پر سر شدید اختلاف رامنځ ته شو، چا ویل چې شل رکعتونه کوو، ځینو بیا ویل نه اته رکعتونه وایو دا ځکه د رسول الله ص نه اته رکعته ثابت شوي دي، لومړيو ویل آیا حضرت عمر رض غلط کار کړیو چې د تروایح رکعتونه یې د اتو نه شل کړل، نورو بیا دا دلیل کمزوری باله، اختلاف اوج ته ورسېده، تر داسې حده چې نږدې وه دا اختلاف په جګړه بدل شي...

حسن البناء رح وفرمایل: (ایھا الاخوان)، له اجازې غوښتلو وروسته يې خلکو ته په خطاب کې وفرمایل: په مسجد کې غږ اوچتول د مسجد د آدابو خلاف دي خو ستاسې بحث د جګړې حد ته ورسېد، زه ددوه پوښتنو په کولو سره ستاسې مشکل حلوم، اوله پوښتنه داده چې: د تراویح شرعی حکم څه دی؟ فرض دی او که سنت مؤکد او یا نفل، په ځواب کې نفل وویل شو. دوهمه پوښتنه داده چې په اسلام کې د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق، اخوت او محبت په اړه څه حُکم دی؟ دا ځل په فرضو ځواب شو، امام شهید وفرمایل: اې وروڼو! نفل هغه عمل دی که يې کله کله ونه کړې ګناه نه شته، خو فرض بیا هغه څه دي چې په پریښودلو يې انسان ګناهګارېږي...

 واعتصموا بحبل اللہ جمعیاً و لا تفرقو

موږ باید دهغه ذات رسئ مضبوطه ونیسو، چی پرې امر شوي یو او له جلا کیدلو نه يې منع کړي یو، ځکه له خپلمنځي جګړې نه مسلمانان بې همته کیږي.

ولا تنازعوا فتفشلوا و تذھب ریحکم

تراویح نفلي، خو اتحاد بیا فرض دی، اوس تاسې راته ووایاست چې کوم شخص چې د نفلو د قیام لپاره د مسلمانانو تر منځ تفرقه او جلاوالی راولي، داسي کس به د دین خیرخواه وي که دښمن؟ ستاسې دښمن مو اتحاد غواړي که انتشار؟ فکر وکړئ کوم شخص چې د رسول الله ص په امت کې بیلتون راولي آیا هغه به د حضور ص ریښتنی او مخلص امتي وي؟

د حضور اکرم پیروکار، نه نه!!! هغه به ددښمن جاسوس وي، تاسې ته د اتو او شلو رکعتونو مسئله مهمه ده که د مسلمانانو اتحاد او اتفاق؟

که تاسې اتحاد غواړئ نو لږ قرباني به ورکوئ، آیا قربانی ورکوئ؟ (موږ هرې قربانی ته چمتو یو) د خلکو ځواب...

امام شهید: قرباني به دا وي چې پر کوم امام یا خپل تحقیق مو اعتماد او اطمينان وي عمل ورباندي وکړئ... نور کسان په دلیل پوه کړئ، خو د نورو د رائې او تحقیق احترام هم وکړئ،  ځکه هر مسلمان د خپل موقف د استناد لپاره د قرآن او سنت نه دلیل وړاندېکوي، هیڅ مسلمان له انجیل او تورات نه دلیل نه راوړي، په تعبیر او تشریح کې اختلاف فطري امر دی، په فروعي مسائلو کې چې څوک کومي رايې ته اعتبار ورکوي عمل دې ورباندي وکړي، خو ددین د بنیادي او متفقه مسائلو او په ژوند کې دهغوی دنافذ کولو لپاره ټول خلک په ګډه هلې ځلې وکړئ، ستاسې دښمن که انګرېز وي او که یهودي هغه به ستاسي د وژلو په وخت هیڅکله دې ته ونه ګوري چې فلان شافعي دی او فلان حنفي، یو اته رکعته تروایح لولي او بل شل رکعته، د هغوی په سترګو کې هر کلمه ګوی یو دی، د هغوی د بریا راز دادی چې تاسېله یو بل سره وجنګوي، ځکه نو ضرورت دادی چی موږ نن د فروعی اختلافاتو نه پورته شو او د کفر او ظلم خلاف یو شو، او له ځانونو نه کامل او صحیح مسلمانان جوړ کړو".

زموږ مفسر استاد یو ځل د اسماءالحسنی د تفسیر د عقایدو د تدریس په وخت وفرمایل: یوه ورځ چېري یو کس راوګرځولم او پراخ بحث یې راسره پیل کړ، چې تاسې د لمونځ په وخت پښې نږدې ږدئ، او لاسونه تر نامه لاندي، ډیر نور داسې فروعي مسائل یې راسره پیل کړل، په ځواب کې مې ورته وویل چې آیا د لاسونو پورته ایښودل او یا کښته فرض دي او که واجب؟

ناچار یې سنت راته وویل، ورته می کړه چې آیا په بل صحیح ترتیب یې ترسره کول انسان کافر کوي؟ویل نه.

بیا مې ورته وویل: نو دا بحث پرېږده، راشه چې د عقایدو په اړه بحث، تحقیق او تدریس وکړو، تر څو ایمان مو متضرر نه شي، هسې یې ځان وکښئ او ولاړئ... دا ځینې خلک علم او زده کړه تر نقد، بحث او ماتې پورې محدود کړي.

دوه هفتې مخکې یو امام د جمعې په لمانځه کې خپل سیاسي مخالف تکفیراوه، ځکه دده په اصطلاح له کفارو سره يې تعاون کړی او یا یې ملګری شوی... العیاذ بالله

زه د علماوو سپکاوئ نه کوم البته دا وایم چې ممبر او قلم د اسلام اساس تشکیلوي، ددوی کمزوري، مسلمانان کمزوري کوی، او قوت یې مسلمانان مضبوطوي، علماء، لیکوالان، داعیان او مبارزین باید خپله مکمله توجه د اسلام په خپرولو کې صرف کړي، نه په دې اړه چې خپل مقابل لوری پري مات او ضعیف وښیي، د بې ځایه نقد پر ځای اصلاح د علم لپاره زینت ده.