د یوه ناروغ له ګېډې ۱۸ کاله وروسته د «جراحۍ بیاتي» را و ایستل شوه

پام وړ

د یوه ناروغ له ګېډې ۱۸ کاله وروسته د «جراحۍ بیاتي» را و ایستل شوه

123

وېتنام کې له جراحي عملیاتو ۱۸ کال ورسته د یوه ناروغ له ګېدې د «جراحۍ بیاتي» وايستل شوه.
په ۱۹۸۹۹م کال کې «ما وان نهات» یوه ترافيکي پېښه کې د ټپي کېدو له امله جراحي عملیات وکړل. د عملياتو په مهال د نوموړي په ګېده کې د «جراحۍ بیاتي» پاته شوه، چې تر ۱۸ کلو په کې پرته وه.
 د سپونتېک خبري اژانس راپور په بنسټ نهات به تل په نس کې درد محسوساوه. په دې وروستيو کې چې له درده تنګ راغی ډاکتر ته لاړ. د الټراساونډ معاينې په کولو سره څرګنده شوه، چې د نوموړي د نس په چپ اړخ کې «۱۵» سانتي متره بیاتي پرته ده او په کولمو پورې سرېخ شوې ده.
 ډاکتران وايي، چې د عملیاتو په دوران کې د نوموړي د نس چپ اړخ کولمو پورې د «جراحۍ بیاتي» سرېخ وه، چې د درې ګنټو عملیاتو پایله کې ترې را وايستل شوه.
 ځلونه وارې د ورته پېښو راپورنه ورکول شوي دي خو د ناروغ له شکایته وروسته يې ژر پته لګېدلې او په وخت يې عملیات ترسره شوي دي.