شراب د زړه د حملې او سرطان ګواښ ډېروي

روغتیا

شراب د زړه د حملې او سرطان ګواښ ډېروي

305

يوې نوې امريکايي څېړنې ښودلې ده، چې د شرابو څښاک کولی شي چې انسان کې د زړه پر حملې د اخته کېدو او د زړه د غوټه کېدو ګواښ ډېر کړي.

د امريکا د کالفورنيا پوهنتون څېړونکو د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د روغتونونو د ۱۵۵ مليونو ناروغانو معلومات وڅېړل چې په دې کې ۲۸۶ زره د شرابو روږدي وو.

څېړونکو ومونده چې د شرابو ډېر څښاک په دوی کې د زړه ناروغي ډېره کړې وه او د نورو په نسبت ۴۰ سلنه ډېر د زړه د حملې له ګواښ سره مخ وو. همدا راز يې د زړه د غوټه کېدو خطر د نورو دوه برابر و.

څېړونکي تمه لري، چې دغه معلومات به شرابو ته د خلکو ميلان کم کړي او له ډېرو څښلو به يې لاس ونيسي، ځکه ځينې خلک پخوانيو څېړنو ته په کتو ګمان کوي، چې شراب زړه ته ګټور دي، خو سمه خبره د دې برعکس ده، لکه نوې څېړنې يې چې ښيي.

همدې څېړنو ته په کتو انګلستان کې د سرطان د څېړنو د نړيوال صندوق د روغتيايي معلوماتو د څانګې مشرې ويلي، چې دا او نور دلايل ښيي، چې د شرابو لږې ګټې –لکه خلک چې ګومان کوي- د ډېر زيان په وړاندې هيڅ دي.

هغې زياته کړه: «د بېلګې په توګه کله چې له سرطانه د ژغورنې خبره راشي، نو نه يوازې د شرابو ډېر څښل، بلکې لږ يې هم پر پېژندل شويو سرطانونو د اخته کېدو ګواښ ډېروي، چې د سينې او کولمو سرطان هم په کې دي». د هغې په وينا که ټول خلک له شرابو څښلو لاس واخلي، انګلستان کې به هر کال د سرطان د ۲۱ زرو حالتونو مخنيوی وشي.

دغه څېړنه د «د زړه د ناروغيو امريکايي انسټيټيوټ» مجله کې خپره شوې ده.