د امريکا يوه سوداګريز ځای کې د مسلمانانو او اوباما ورننوتل منعه دي

پام وړ

د امريکا يوه سوداګريز ځای کې د مسلمانانو او اوباما ورننوتل منعه دي

724

د امريکا په نيو مکسيکو سيمه کې هغه سوداګريز مرکز چې په کې د مسلمانانو او اوباما پر ضد شعارونه ځړول شوي دي، په ټولنيزو رسنيو کې يې غوغا جوړه کړې ده. د دغه سوداګريز ځای څښتن پر خپل دوکان مختلفې لوحې ځړولي، يوه کې ليکل شوي: «اوباما او نورو مسلمانانو ته دلته ښه راغلاست نه وايو».


دغه سوداګريز ځای د امريکا د نيو مکسيکو په مايهيل نامه کوچني ښار کې شته دی. دغه دوکان د باکرکي له سيمې دوه نيم سوه کيلومتره لرې دی. ويل کېږي چې د سوداګريز ځای څښتن پر خپل دوکان دغه شعارونه له کلونو راپه دې خوا ځړولي، خو هغه مهال يې غوغا جوړه کړه چې د سيمې يوه اوسېدونکي رسنيزه کړه. هغه يوه ټلويزيوني شبکه خبره کړه او راپور يې پرې ورکړ.


د دغه سوداګريز ځای پخواني کارګر مارلون ماکويليامز له کای او پي ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي دي چې د دغه ځای څښتن هغه کسان شړلي چې دغه شعارونه يې نه خوښول. 
ماکويليامز زياته کړې چې دغه لوحې له ډېرې مودې پر دوکان ځړول شوي او ډېر خلک يې له امله شړل شوي دي.
د دوکان په نورو ځړول شويو لوحو کې، پر يوې ليکل شوي چې «اوباما ووژنئ» خو لاندې يې واړه ليکل شوي، کېر، يعنې اوباما پاملرنه پروګرام ووژنئ.