څنګه امریکايي الوتکه په ۲۰۱۷ کې روانه او په ۲۰۱۶ کې کوزه شوه؟

پام وړ

څنګه امریکايي الوتکه په ۲۰۱۷ کې روانه او په ۲۰۱۶ کې کوزه شوه؟

2894

ویل کیږي چې وخت تېر شي بیا نه راګرځي خو اوس هر څه سرچپه شوي دي، وخت بېرته راګرځېدلای هم شي.

تازه راپورونه وايي چې چې د امریکا یونایټیډ هوايي شرکت اړوند یو اي ۸۹۰ الوتکه په ۲۰۱۷ز کال کې سفر پیل کړ او د څو ساعتونو سفر وروسته په ۲۰۱۶ز کال کې يې سفر پای ته ورسولو.

فلایټ راډار په نوم اداره چې د نړۍ د ټولو الوتنو په اړه معلومات ورکوي په یوه تازه راپور کې ویلي چې UE890 الوتکه د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د شپې پر ۱۲ بجو او ۲۰ دقېقو د چین د شنګايي ښار هوايي ډګر څخه الوتنه پیل کړه او د امریکا سان فرانسسکو ایالت کې د دسمبر په ۳۱مه ۲۰۱۶ د ماښام په ۶ بجو او ۵۴ دقېقو کوزه شوه.

دغه الوتکې په ۹ ساعتونو او ۴۰ دقېقو کې ۹ زره کیلومتره د وخت مخالف سفر وکړ او دا ډول عجیب و غریب ریکارډ یې هم جوړ کړ. د شنګايي او سان فرانسسکو تر منځ وخت ۱۶ ساعته څرګند فرق لري.

هغه مهال چې الوتکې له چین څخه پرواز پیل کړ نوې کال پیل شوی و، خو چې د نړۍ بلې برخې امریکا ته الوتکه ورسېدله نو د ۲۰۱۶ز کال وروستي لمر ډوبېدو ته لږ وخت پاتې و. مسافرو نوی کال هم دوه ځل ولمانځلو.

د راپورونو له مخې په دغه الوتکه کې یو چینايي مسافر هم خپله د زوکړې کلیزه دوه ځل ولمانځله، نوموړی چې د دسمبر پر ۳۱مه زیږیدلی، لومړی یې په چین او بیا يې په امریکا کې خپله د زوکړې کلیزه ولمانځله.