سلطان محمد الفاتح قسطنطنيه څنګه ونيوه؟

د پرون کيسه

سلطان محمد الفاتح قسطنطنيه څنګه ونيوه؟

384

شهزاده محمد د ۱۴۲۹ ز کال د اپرېل په ۲۰ مه زېږېدلی دی. د خپل پلار د واکمنۍ له مهاله يې په سلطنتي کارونو کې برخه اخيسته. مراد ثاني، دوه ځلې له واکمنۍ نه استعفاء ورکړې وه او سلطان محمد يې د ځان په ځای ټاکلی وه؛ خو حالاتو ته په کتو به يې د سلطنت واګې بېرته په خپل لاس کې اخيستې. د مراد د وفات کېدو پر مهال شهزاده محمد په ايدين کې وه. د پلار د مړينې د خبر په اورېدو سره په عربي اس سپور شو او ويې ويل (هغه څوک چې ما سره مينه لري، ما سره دې روان شي). د دانيال درې خواته روان شو، له هغې تېر شو او اورنې ته ورسېده، هلته يې په تخت باندې د کېناستو اعلان وکړ. د يني چرې (فوځ) د ملاتړ د لاسته راوړو لپاره يې په هغوئ ډالۍ ووېشلې. د ډاکتر عزيز په قول: دا يوه بېلګه شوه او يني چرې په خپل اهميت باندې پوه شوه.
هغه په ۱۴۵۱ ز کال کې پر تخت باندې کېناست.
د قسطنطنيې محاصره
په قسطنطينيه باندې د حملې کولو نه مخکې سلطان محمد فاتح د خپلو څو دښمنانو سره د سولې تړونونه لاسليک کړي وو تر څو له نورو خواوو مطمئن شي او يوازې له يوه دښمن سره جګړه وکړي. په همدې پار يې د قسطنطینې په ختيځ کې د پرتو نږدې امارتونو (کوچنيو سلطنتونو) سره د سولې تړونونه لاسليک کړل، په همدې ډول يې د هنګري او بلغاريې سره هم د سولې تړونونه لاسليک کړل، دا دواړه اروپايي سلطنتونه وو چې د قسطنطينې په خوا کې پراته وو؛ خو کله چې په قسطنطينيه باندې حمله وشوه؛ نو د سولې تړون مراعت نه کړل شو، د نورو عيسوي هېوادونو سربېره دغه سلطنتونه هم د قسطنطينې دفاع ته راووتل او د مسلمانانو سره کړي تړونونه يې مات کړل او د خپلو هم مذهبو (عيسويانو) تر څنګ ودرېدل.
د ۱۴۵۳ز کال د اپرېل په ۶ مه محمد ثاني قسطنطينيه محاصره کړه، دا د ترکانو لخوا د قسطنطينې اوومه محاصره وه. سلطان محمد ثاني د خپل پلان له مخې له دوو خواوو يعنې له وچې او اوبو نه د ښار محاصره پېل کړه، له دې وروسته يې خپل سفير محمود پاشا شهنشاه ته ور ولېږه، تر څو وينه تويه نه شي او د رعيت ځان او مال خوندي پاتې شي؛ خو شهنشاه دا وړانديز رد کړ او ويې ويل چې زه د پخوانيو تړونونو په اساس خراج درکولو ته تيار يم، د دې ځواب له اورېدو وروسته سلطان د ګوله بارۍ امر وکړ، د ترکانو د ګوله بارۍ له امله فصيل څو ځايه ټوټه ټوټه شو؛ خو دفاع کوونکو د شپې ژر ټوټه شوي ځايونه بېرته جوړ کړل. د ترکيې سمندري فوځ درې ورځې پرلپسې حملې وکړې؛ خو بريالي نشول.
سلطان محاصره نوره هم سخته کړه؛ خو بيا هم پينځه اونۍ نوره وغځېده. ښه ګوله باري او ښې حملې روانې وې، د دفاع کوونکو حالت ورځ په ورځ کمزوری کېده، په دې وخت کې اق شمس الدين د حضرت ايوب انصاري (رض) قبر پېداکړ، د دې قبر پېداکول يو نېک فال وګڼل شو او په دې سره د ترکي فوځيانو حوصلې لوړې شوې.
اوس سلطان محمد يو ځل بيا قسطنطين ته خپل سفير اسفنديار اوغلو چې د شهنشاه نږدې دوست وه، ور ولېږه. د ډاکټر محمد عزير په قول:
که چېرته قسطنطين ښار وسپاري؛ نو د رعيت ځان او مال ته به زيان ونه رسول شي او د موريا حکومت به هغه (قسطنطين) ته ورکړل شي؛ خو قسطنطين ونه منله، له دې وروسته سلطان محمد خپل فوځ ته اعلان وکړ چې د مۍ په ۲۹ مه به وروستۍ حمله کوي.
دوکتور صلابي هم په خپل کتاب کې د محمد فاتح او قسطنطين تر منځ د ليکونو لېږل ذکر کوي او ليکي چې لومړی ليک محمد فاتح ورولېږه او د ښار د تسليمېدو غوښتنه يې ترې وکړه، دا يې هم ورته وويل چې هيچا ته به د سر او مال زيان ونه رسول شي، د ښار د خلکو خپله خوښه ده، په ښار کې پاتې کيږي او که بل کوم ځای ته ځي. هر ځای به د امن د ټينګېدو هڅې وشي، په ښار کې به د وينې توييدو مخه نيول کيږي. کله چې دغه ليک قسطنطين ته ورسېده، هغه د خپلو خلکو سره مشوره وکړه، د ځينو رايه دا وه چې ښار بايد تسليم کړو؛ خو ځينو ويل چې نه، بايد د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د ښار نه دفاع وکړو، پاچا هم د دويمې ډلې نظر ومانه. محمد فاتح ته يې ځوابي ليک وليکه چې زه د الله تعالی شکر اداء کوم چې سلطان (فاتح) سولې ته مائل شو، زه به په خوشالۍ جزيه درکړم؛ خو قسم خورم چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د ښار نه دفاع وکړم، يا به د ښار په ساتنه کې بريالی شم او يا به د ښار د فصيلونو لاندې دفن شم. کله چې دغه ليک سلطان فاتح ته ورسېده؛ نو ويې ويل: ښه! ډېر ژر به د قسطنطينې تخت زما ملکيت شي او يا به زه په هغه ښار کې دفن شم.
د قسطنطنيې سقوط
۲۹ مۍ ۱۴۵۳
سلطان محمد د مۍ په ۲۹۹ م سهار د يوې عمومي حملې پرېکړه کړې وه، په ښار باندې يوه ورځ مخکې ګوله باري ودرېدلې وه، هره خوا چوپتيا وه، د ماښام مهال ترکي فوځ د ښار څلور خواوو ته اورونه بل کړل، چې ښار يې روښانه کړی وه، دا شپه د اسرارو نه ډکه وه، د ښار اوسېدونکو ښه حالت نه درلود، خلکو په کليساوو او د سړکونو پر سر دعاګانې غوښتې او د هغې پرېښتې انتظار يې کاوه چې په اړه يې ويل کېدل، هغه به راځي او ښار به له تباهۍ نه ژغوري؛ خو هغه رانغله.
د سټينلي پول د وينا له مخې:
د جګړې مخکې شپه په فکرونو او چمتوالي کې تېره شوه، توپ خانه، کلا ماتوونکي او پل جوړوونکي الات د خندق هغې څنډې ته ورسول شو کوم ځای چې مات شويو (فصيلونو) ته نږدې وه، ۸۰ بېړۍ يې فصيلونو ته نږدې کړې او د بېړيو زينې په دېوالونو لګېدلې او هره صحنه د مرګ په څېر تکليفوونکې وه.
د مۍ په ۲۹ مه شپه ترکانو په تسبيحاتو ويلو تېره کړه، د سهار د لمانځه وروسته حمله شروع شوه، حمله يې د وچې او سمندر دواړو خواوو نه وکړه؛ خو قوي حمله يې د سينټ رومانس دروازې له خوا وه. ترکانو د ماسپښين پورې قوي حملې وکړې؛ خو يو ترکی هم ښار ته داخل نشو. قسطنطين او جسټيناني په حيرانوونکي ډول د ښار دفاع وکړه، د محاصرې په اوږدو کې خپله محمد ثاني د جسټيناني د جګړې کولو نه متاثره شو؛ خو محمد ثاني هم د عزم او استقلال مجسمه وه او د لومړيو ناکاميو نه وروسته يې يني چري د ځان سره روانه کړه او خپله جګړې ته راووت، په يونانيانو يې قوي حمله وکړه، جسټيناني چې د يوناني فوځ د ملا تير وه، زخمي يې کړ او بېرته خپلې بېړۍ ته لاړه. د قسطنطين له غوښتنې سره – سره ونه درېده، د هغه په تګ سره د عيسايي فوځ د کمزورۍ (ماتې) اثار ښکاره شول، قسطنطين خپله راغی او مشري يې په لاس کې واخيسته؛ خو د يني چري حمله دومره قوي او شديده وه چې د شهنشاه (قسطنطين) فوځ يې د ډېر وخت لپاره په مخکې ونه شو درېدای، د يني چري مشر حسن اولوبانلي لومړی کس وه چې د خپلو دېرشو ملګرو سره دېوال ته وخوت او په فصيل باندې يې عثماني بېرغ ودروه. هغه او ۱۸ نور ملګري يې ژر شهيدان شول؛ خو نورو ملګرو يې کاميابي وساتله او نورو ترکي ګروپونو ځانونه فصيل ته ور ورسول، اوس يونانيانو هېڅ تمه نه درلوده او قسطنطين د ترکي فوځونو سره د جګړې په ډګر کې ووژل شو.
تر سقوط وروسته، سرتېرو د امپراتور جسد د مړو په منځ کې وموند، هغه په زرينو تارونو ګنډل شوې سرې جامې په تن کړې وې.
دا شان قسطنطينيه د عثماني ترکانو په وسيله د دري پنځوس (۵۳) ورځنۍ کلابندۍ وروسته سقوط شوه، البته دا هغه درنه جګړه وه چې ترکانو د خپل ټول جرأت او شجاعت په ښکاره کولو سره وګټله او بيزانسيانو د هر ډول سرښندنې، شهامت او قربانۍ باوجود وبايلله.
قسطنطيني ته د فاتح ننوتل
د سې شنبې په ورځ ماسپښين سلطان محمد ثاني په سپين اس سپور ښار ته ننوت او نېغ ايا صوفيه ته لاړه، امر يې وکړ چې کليسا دې په مسجد بدله کړای شي، د فاتح فوځ درې ورځې په ښار کې په چور لګيا ول، د جمعې په ورځ سلطان محمد فاتح هغوی له چور نه منع کړل او د ایا صوفيه په جومات کې يې د جمعې لمونځ اداء کړ. په همدې وخت کې د بېزنتيني شهنشاه سر پېدا شو، فاتح عامو خلکو ته وښود تر څو خلک پوه شي چې شهنشاه يې په ريښتيا وژل شوی دی او د دوی نوی شهنشاه محمد ثاني دی. د قسطنطينې له فتحې نه وروسته سلطان د فاتح لقب غوره کړ.
د سټينلي پول په قول:
محمد ثاني ډېرې جګړې وکړې او ډېر ښارونه يې محاصره کړل؛ خو هغه محاصره چې له مخې يې ده ته د فاتح لقب ورکړل شو هغه د قسطنطينې د ۱۴۵۳ ز کال محاصره وه.
د لمانځه وروسته ځينو تاريخي ځايونو ته لاړه، کله چې وران شوي شاهي محل ته ورسېد؛ نو په ژبه يې د فارسي ژبې دا مشهور شعر جاري شو:
پرده داری ميکند در قصر قيصر عنکبوت
بوم نوبت می زنده بر ګنبد افراسياب
قسطنطينې ته په ننوتو سره چې ترکانو څه وکړل هغه کوم عادي کار نه و، هغه څه چې په لومړيو کې پېښ شو، وژنې وشوې...
د لارډ ايورسلی د وينا له مخې:
په داسې حال کې چې سلطان او د هغه فوځيانو ډېر ظلمونه وکړل او د يونانيانو په ډله ستر مصيبت پرېوت؛ خو دا نه شو ويلای، هغه نفرت او کينه چې په ۱۲۰۴ ز کال کې ليدل شوې وه د قسطنطينې د فتحې په ورځ و نه ليدل شوه.
سلطان د مذهبي ځايونو او ودانيو د ښه ساتلو پوره کوښښ کړی وه او په دې کار کې کامياب هم و.
د ۱۴۵۳ ز کال د جون په لومړۍ ورځ سلطان د امن اعلان وکړ او ټولو عيسايانو ته يې قسطنطينې ته د راتګ او په ارامه د اوسېدو بلنه ورکړه. هغوی ته يې د ځان، مال، عزت، مذهب او کار بشپړه ازادي ورکړه، د يوناني کليسا بطريق يې بېرته په خپله وظيفه وټاکه، د کليسا مشري يې خپله ومنله، ګناډيس يې د قسطنطينې لوی بطريق (بطريق اعظم) وټاکه، سلطان د يوه فرمان له مخې د يوناني بطريق شخصيت مقدم وګڼه. د کليسا ټول کار کوونکي يې د ټيکس نه معاف کړل، هغوی ته يې بشپړه مذهبي ازادي ورکړه، د يوه بل فرمان له مخې يې هغوی ته د دې اجازه هم ورکړه چې خپلې قومي شخړې دې په خپلو ملي محکمو کې حلوي، د يونانيانو د نکاح او وراثت قوانين يې په خپل ځای پرېښودل
عنان ليکي:
د جمعې په ورځ د جون په لومړۍ نېټه (۱۴۵۳ز) مؤذن د ايا صوفيه د ګنبدې دپاسه د ماسپښين اذان وکړ او فاتح سلطان د کليسا دننه لمونځ اداء کړ.
عبدالله عنان د Hutton او Hammer په نوم د دوه ليکوالانو د کتابونو په حواله ليکي:
سلطان محمد په نيول شوي ښار کې شل ورځې تېرې کړې او د چارو په تنظيم بوخت شو. لومړنی فرمان يې د ښار د هستوګنو لپاره امنيت و او اعلان يې وکړ، هر چا چې ښار پريښی وي کولای شي بېرته په اطمينان خپلو کورونو ته راشي او خپلې ورځنۍ چارې په مخ بوځي. سلطان له دې پرته د عيسويانو د پاملرنې لپاره هغوی ته نوی پطرک (بطريق) وټاکه او د هغه لپاره يې هغه پخواني اداب او رسوم مراعات کړل، هغه ته يې هغه اختيارات چې اسلافو يې درلودل، ورکړل. زياتې کليساوې يې چې په جګړو کې تخريب نشوې، په خپل حال پرېښودې تر څو نصارا په کې خپل مراسم ترسره کړي. خو په بدل کې يې زياتره پخواني اشراف چې بېرته راګرځېدلي وو، د توطئو او دسيسو له وېرې ونيول.
سرچينې:
تاريخ ترکيه، عبدالباري، دلبر خان.
سلطنت عثمانيه، ډاکټر محمد صلابي.
په اروپا کې اسلامي جګړې،عبدالله عنان، ژباړه، بشيراحمد ريان.
 ليکنه: زاهد خليلي