دسلواغې 26 مه د دوو برياوو او كه د دوو ماتو پيل؟/ استاد مزمل

نظر او تحليل

دسلواغې 26 مه د دوو برياوو او كه د دوو ماتو پيل؟/ استاد مزمل

457

لس كاله جنګ

د كودتا رژيم غلطو اجراءاتو او سخت دريزه پاليسيو افغانستان ته جګړه راوړه او ددې جګړې د ختمولو په موخه دشوروي واكمنانو دسره فوځ دليږلو پريكړه وكړه چې دې پريكړې په ملت كې دجګړې نه پاتې او ګوښي ټول افغانان هومره وپارول چې په پاتو كلونو كې د جنګ دسختو پړاونو په لړ كې هغه  د مجاهدينو له خوا د جګړې تر ټولو لوى پارونكى  او اكمالونكى لامل شو.

لس كاله جنګ خپله ډيره ستوغه مسئله وه بيا د داسې يوه ملت لپاره چې دنړۍ دهيوادونو په سلسله كې د رشد او هر څه په لحاظ دلست په اّخر كې ځاى لري او بيا ديوه داسې هيواد سره چې د امريكا لاندې بل هيڅ هيواد خپل سيال نه ګڼي او هغه هم هومره ورسره جوخت اونښتى وي چې كيداى شي چې نيم افغانستان  له خپلې خاورې نه په نښه كړي دغسې يو اوږد او حوصله ځپونكى جنګ چې لس كلن شو ولې بيا هم د تلفاتو او خساراتو په ژورتفاوت كې دا دشوروي سور فوځ او د ماياروف ټيم و چې تر پايه يې ديوه فاتح فوځ روحيه او جذبه ونه ښودله او دهر وحشت په پاى كې چې دغه ټيم به په افغانستان كې تر سره كړ بيا به هم دجګړې كرښه يو قدم دهغوى پر ضد مخكې راتله او دبل فرمايشي وحشت په اړه به يې خپل راپورونه هومره سپور او بې فتحو اټكل كول چې دشوروي د واكمنانو لپاره پكې د سرلوړۍ ځاى ترپايه پيدا نه شو.

ديو ملت جنګ

دشوروي واكمنانو خپلې سرې سترګې پخپلو وسائلو او هغه فوځ باندې يخې او خښې وې چې شوروي اتحادته يې په نړۍ كې دويم مقام وركړې  ولې ددې سره سره ترپايه په دې پوه نه شول چې ولې افغانان په دى جګړه كې د بخارا او سمرقند په شان د هغوى دبيرغ لاندې نه ځي كه څه هم ما ياروف دا خبر ښه درك كړې وه ولې هغه په هغه استبدادي نظام كې دا چانس نه درلودچې د افغان ملت قهرمان دريځ دخپل راپور يوه برخه كړي.

واقعاً په دې جګړه كې د جګړې په لحاظ دافغانانو دبري لوى راز په دې كې و چې په دې جګړه كې ټول ملت طرف و او چې دهر چا له يوه ملت سره جګړه شي هغه به پكې دشوروي په شان پاى پر هغه نامرادۍ سركوزى كيږي كومې چې د تيرې سلواغې په لړ كې شوروي له پښو وغورځاوه:

په دې كې شك نشته چې د قربانۍ او ثبات له مخې د شوروي سره دجګړې دمهال افغانانو خپله لويه بزرګواري وښودله او ترپايه د ثبات پر كرښه هومره ثابت پاتې شول چې د وخت په بدليدو نن مونږ د پرون دښو ورځو دغه خاطرې ديوه خوب غوندې ګڼو ځكه واقعيتونه نن دومره دهغه وخت دجذباتو او قربانيو نه لرې او په فاصله كې دي چې پيوندول يې ډير ګران كار دى.

بيا هم هغه مهال زمونږ ګاونډيان ,نړۍ او خپله امريكا ديوه داسې دريځ مرهون و چې پكې مخ په جنوب تلونكى شوروي مخه پرې شوه دغو ځانګړو شرائطو هغه مهال مونږ افغانانو ته هومره مفت دوستان را كړل چې نن په دې اړه هغه واقعيتونه هومره په شا ولاړل چې د دغسې شرائطو خبره د ځان سره  د افغاني قيادتو نو هغه اشتباوې ښكاره كړې چې هغوى پكې د دغو ربړيدونكيو شرائطو لپاره هيڅ محاسبه نه درلوده.

بدليدونكي دوستان

د هيوادونو او حكومتونو هڅې دهغوى ملي ګټې يا هم دحاكم ټيم مزاج او ګټې ټاكي.ډيرى سياسي مشران لكه زمونږ دهيواد پيښوري مشران پخپل هيواد او سيمه كې ديو موقت او دهغوى په ګټه روان تحول باندې له يوې مخې دوكه شي, فكر كوي دا هرڅه دهغوى دابتكار محصول دى ولې دهيوادونو او ذيدخله حركتونو په مصلحتو كې بدلون كله كله ددغسې سياسي مشرانو ټولې ګټې,شهرت او ابتكار پر ځمكه وهي چې افغانستان دجهادي زعامت په شان د پړاو پر ملګرو باندې دعمر حساب كوي په افغانستان كې دشوروي دماتې د نښو نښانو په ښكاره كيدو دشوروي سره دپرون سيالو قدرتونو دمقابلې خوا پر هغو مجاهدينو را وګرځيدله چې دشوروي سره دجګړې د زړې ترانې دتكرار نه  اخوا هغوى دسياسي ژورتابه نه هيڅ نه درلودل.

دلويانو ماته رښتينې ماته وي

كه څه هم دچرچل دزوريخ تاريخي وينا ونه شو كولاى چې دمات هيټلر جرمنى دومره تكيه كړي چې لدې جګړې نه پكې شوروي لوى فاتح را ونه وځي ولې چرچل بيا هم ددغه نوي ځواك دمخنيوي لپاره دساړه جنګ هغه سرخوږى پيدا كړ چې پاى دهمدې جنګ دكړيو په سلسله كې شوروي اتحاد په افغانستان كې ټول ګټلي وګرځول.ولې د شوروي مشرانو دخپلې ماتې په اړه هومره لويې بى پروايۍ په مخه اخيستى و چې هغوى و دسره فوځ په شاكيدو سره يو ځاى دشوروي داستبدادي سياست هغه ټولې مراندې راچپه شوې چې له دې مخكې يې هم همدغسې پوده پلمې ته انتظار درلود دلويو ځواكونو ماتيدل كله د هر چا له باور پورته وي په تيره دهغه چا له باور نه چې ددغه ځواك منځ كې دهر څه مالك وي ولې دماتې په ورځ بيا دغه لوى ځواكونه كله كله همدغسې پخه ماته خوري لكه شوروي چې په افغانستان كې وخوړله هلته چې دبهرنيو قبضو نه مخكې مخكې يې هغه پخپل داخل كې راټول شوي جمهوريتونه هم ټوټه ټوټه شول.

دنړۍ دباورنه پورته ماته

كيداى شي ددى جګړې دپاى په رابطه هيڅوك هم  نه پوهيدل چې دهغې پاى به هغه څه شي چې پاتې نړۍ د1980 كال دسلواغې په ماته كې وليدل ولې بايد دا هرڅوك, او دميداني حقائقو وروسته ومني چې شوروي هومره چې نړۍ له هغه ويريدله هومره د ويرې شى نه و او هغه چې دا شوروي  له پښو وغورځاوه يوپكې دجګړو درانده اقتصادي مصارف وچې دلوى شوروي په بدن كې يې دشيمې نور څه پرې نه ښودل او بل هم هغه دروند او بى وقاره تجريد و,چې دافغانستان په جګړه كې شوروي ؛ ان دخپلو نژدې ملګرو رومانيې او يو ګوسلواويا له ملګرتيا نه هم خلاص كړ.نړۍ هومره چې دافغانستان په جګړه كې د شوروي په خلاف او د مجاهدينو په ننګه سره متحده او يو موټې وه بيا كيداى شي په هيڅ تاريخ كې بله قضيه كې هومره سره نژدې نه شي او دا هغه څه وو چې كيداى شي زوريى د شوروي تجريد شويو مشرانو ليدلى وي.

افغانستان ځانګړې تجربه او ځانګړي شرائط

په افغانستان باندې دوخت شوروي اتحاد په داسې شرائطو كې تجاوز وكړ چې دنړۍ زيات هيوادونه, ډلې سياسي سازمانونه دشوروي پرضد دافغانستان دخلكو سره ودريدل, كيداى شي په دې اړه ډيرى يې دخپلو ګټو په خاطر دريدلي وي ولې په مجموع كې هغه مهال افغانستان يو بل ويتنام شو او تر تير ويتنام يې زيات دتاييد او ملاتړ چانسونه پيدا كړل.هغه مهال د شوروي سياستونه په دريمه نړى كې دتيرو لسيزو په نسبت ډير بدنام شوي و او پر يو كمزوري ګاونډي باندې دشوروي هجوم په نړۍ كې دمجاهدينو د هيرو كيدو لپاره ښه شرائط برابر كړل.همداسې هغه مهال په اسلامي نړى كې د اسلامي تحريكونو د ودې دعروج پړاو  و او دهمدې تحريكونو دكار په نتيجه كې په ملتونو كې په دې رابطه يو پراخ ملاتړ ايجاد شو او امريكا هغه مهال دغسې جذبات دخپل سيال شوروي دپرزولو په موخه نه دا چې مخنيوى يې ونه كړ بلكې هغه يې نور هم وهڅول امريكا او غربي اروپا ته په افغانستان كې دشور وي پر ضد پيل شوى مقاومت يو ډير ښه چانس شو.چېن چې په افغانستان باندې دشوروي په تهاجم تر افغانستان زيات ځان په خطر او محاصره كې ليده هغه په دې موخه دامريكا سره دشوروي په  پرزولو كې مرسته وكړه.هغه چې دشوروي سره يې اوږده او عنعنوي ملګرتيا درلودله هغه دشوروي په دغسې يو اقدام چې خطر يې دتورخم په ځاى زيات “واګه” تر ګواښ لاندې ونيوله هغه ترپايه دشوروي په ګټه د وخت دپاكستان په ضد دداسې اقدام لپاره زړه ښه نه كړ چې دشوروي واكمنان پكې دمه شي داسې دافغانستان ګاونډيان ايران او پاكستان دواړو هغه مهال دښې ګاونډيتوب هغه مظاهره وكړه چې زمونږ دقضيې نيم په نيمه بوج دغو دوستو هيوادونو په تيره پاكستان په غاړه واخست او دخپلو پولو پورې راغلى شوروي تهديديې هم درك او هم په يو تدبير كې پر وخت ناكام كړ كه څه هم دغه دواړه ګاونډيان پدې پاليسي كې اوږده پاتې شول. 

دوه لويې برياوې

د1368 هـ ش كال سلواغه دشوروي په فاتح تاريخ كې هغه موړ شو چې تر هرچا پكې  دشوروي سره فوځ ګټلى نوم بايلود او د اول ځل لپاره دهټلر ځپونكي فوځ داسې دښمن ته شا كړه چې  دشوروي په شان ديوه لوى هيواد ماته پرې ډيره اوبي ځايه نه وه ځكه په لنډ تاريخ كې افغانانو تر شوروي لوى ځواك  دوخت برتانيه ته هم ماتې وركړې وه ولې دا دشوروي مغرور واكمنان وچې افغانستان يې دمغرورو هغو “اسانو” په حساب د داسې لوبې ميدان كړ چې افغانستان ته يې يو تل پاتې وياړ وروباښه.دافغانستان نه دشوروي دسلواغې شاتګ دځان سره دوه لويې برياوې درلودې:

اول او هغه دافغانستان دخلكو برى و چې  دخپلو بى پناه قربانيو په پاى كې لوى خداى(ج) او تقدير دافغانانو دتاريخ په جولۍ كې دبلا فتحو تر څنګ پر شوروي باندې دبري فتحه هم ورزياته كړه او مونږ دخپل پروردګارنه ډير راضي يو چې هغه چې باورمونه كاوه هغه يې زمونږ سره وكړل.دا چې دا برى مونږ دافغانستان دخلكو ګڼو ځكه چې دملت بشپړ حضور او پريمانه قرباني په لږ مبالغه ددې جګړې هم تدبيرو هم مورال او هم وسايل.

 دويمه بريا

دويمه بر يا په شوروي كې داستبدادي نظام په قفص كې دراټولو شويو ملتونو برياده , هغه مهال چې شوروي پر افغانستان يرغل وكړ او شوروي دې جګړې ته د روسيې نه نيولې تر ټولو جمهوريتونو نه په چاڼ عسكر راوليږل ددغو راليږلو فوځيانو سره اصلا دخپلو كورنيو او ملتونو د همكاريو جذبه ملګرې نه وه.دخپلو كورنيو ته ددغو فوځيانو شخصي ليكنو ته او بيا دهغو فوځيانو مركوته چې دمجاهدينو په لاس كې اسير وو يو لنډ نظر ښيي چې په شوروي كې ددغو راليږل شويو فوځيانو سره ديوې ګټونكې جګړې جذبه نه وه دهمدې ځايه كله چې شوروي له افغانستان نه خپل فوځ وغوښت دفوځ دغې ناكامۍ دملتونو په زړه باندې دويرې او وحشت جال وشلاوه او په لنډ تاريخ كې شوروي منحل شو دشوروي په انحلال په شوروي كې دشوروي مخالف ملتونو هم برى ترلاسه كړ ولې دا هم دافغانستان دپرګنو دهغو وينو خيرات دى چې لا مونږ شهيدانو كورته هم دتسلي لپاره نه يو ورغلي.

 

دوه لويې ماتي:

په افغانستان كې دشوروي سره لس كلن جنګ پاى په دوو ماتو ودريد:

 

اوله ماته

او تر ټولو لويه ماته چې پخپل داخل كې بلانورو ماتو لامل شوه هغه دشوروي  د واكمن نظام ماته وه چې په معاصر تاريخ كې يې په نژدې فاصله كې دمعادل تحول امكان كمزورى ښكاري په دې ماتو كې  دسر ماته په افغانستان كې دسره فوځ مخامخ او عملي ماته وه چې په تعقيب كې دشوروي انحلال اوبيا د روس مورني هيواد تجزيه اوپاتې نور دپاريدلو مقاومتونو په اړه احتمالي ماتې دي.په افغانستان كې دشوروي دفوځ ماته هغه موخه وه چې زمونږ دهيواد بچېانو دهغې لپاره پرمليون زياتى قربانۍ وركړې او دشوروي انحلال او د روسيې موجوده حجم كې نه ثبات دا هغه ماته ده چې افغانستان په شان يوه واړه هيواد باندې واقعاً زياته ده كه څه هم دتركيې نوميالي ساستمدار نجم الدين اربكان په استنابول كې دحكمتيار سره په ملاقات كې دافغان جهاد دپاى ټكي همداټكل كړى و چې شوروي به په دې جګړه كې د روس پخواني حجم ته را ګرځى هغه چې عثمانى دولت يو مهال په يوه جګړه كې دتفاهم طرف ورته دكريميا دايالت والي ټاكلى و.ولې حقيقت داى چې كيداى شي چې دا وروستۍ ماته لكه ببرك شينوارى چې عقيده لري چې دادهغو بهرنيو ستراتيژيكو هڅو او مداخلو محصول دى چې مجاهدينو پكې دكټه لست رول لوبولى وو.په هغه صورت كه دا سې  شي او يا هغه ,دا هر څه دهغو ځان ښندنو سره مخامخ تړاو لري چې ملت په افغانستان كې كمونست  رژيم او دشوروي, نظامي حضور ونه زغمه.

دويمه ماته

هغه په پاتې پړاو كې يعنى دشوروي لښكر او دوتلو ديو بديل  نظام په اړه دمجاهدينو ناكامي او ماته ده چې ملت يې دخپلې ګټلې فتحې دسنبالولونه په هغو جګړو كې ښكيل كړ چې پاى دشوروي بديل ځواك امريكاته پكې موقع ورغله چې افغانستان ته راشي, دا چې ولې ددې ستر جهاد جهادي زعامت چې دجنګ په پړاو كې نسبتاً ښه وځليد دفتحې په مهال هومره كوچنى او هومره پيښو په مخه كړ چې تر نن پورې هغوى خپل كمبود هم درك نه شو كړاى؟ددې سوال سم ځواب ان دغو مشرانو سره هم نشته او نه پيدا شوى دى چې تر هر چا ډير لوړ استقبال شول ولې زمونږ بدګماني پكې لاندې نكات په ګوته كوي , چې كه څوك خفه كيږي, نو د خفګان په ځاى دې په پاتو ورځو د تلافي تدبير خپل كړي نه له مونږ سره جدل.اول:دا چې مشرانو ددغسې لويې فتحې لپاره هومره لوى ظرفيت نه درلود چې په دې اړه پخپلو كې ديو بل په قانع كولو توانيدلي واى او يايې يو بل ته تنازل ښودلاى واى دشخصيت په لحاظ هومره غښتلي پكې نه و چې نور پخپله طرحه يا هم پخپل زعامت قانع كړي او همداسې دتنازل له مخې پخپلو كې هومره بخيل و چې دټولو ناكامو رولونو سره بيا هم هر يو پكې ځان پر نورو او چت ګاڼه.دويمه:دا چې دجهاد په اړه دسيسه او توطيه هومره لويه او ژوره وه چې ډيرى مشران پكې دتوطئو اوناكامي په ځاى دخپلې بې علمۍ نه دتوطئو او دسيسو دعملي كولو , پروګرام يوه برخه شول.داسې هومره چې له دى جګړى نه دشوروي نظام پريووت هماغسې دمجاهدينو دلوړ نوم ستورى هم د سلواغې وروسته مخ پر پريوتو شو او كابل ته دننوتلو سره دهغوى كيسه پاى ته ورسيدله او هيڅوك نن د ثور8مه په هغه جذبه نه شي لمانځلى چې دشوروي سره دجګړو دقربانۍ پړاو پكې هير كړي.