په ۲۰۱۶م کې ټاکل شوي ولسمشران

پام وړ

په ۲۰۱۶م کې ټاکل شوي ولسمشران

304

د ۲۰۱۶م کال کې یو له هغه کلونو دی چې زیاتې ولسمشريزې ټاکنې په کې ترسره شوی. یادې ټاکنې د تېرې دورې د مودې په ختمېدو، یا د پخواني ولسمشر د مړيني او یا د داخلي شخړو له امله ترسره شوي.

په دې راپور کې هغه ۱۵ ولسمشران په ګوته شوي چې د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې يې د قدرت واګي لاس ته راوړي دي.
1- تسای انګ ون- تایوان:
د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ په ۱۶ نېټه ۶۹ کلنه تسای انګ ون د تایوان لومړۍ ښځه ولسمشره وټاکل شوه او د مئ په ۲۰ نېټه يې د حکومت واګي په رسمي ډول واخېستل.
تسای د پراختیا دېموکراتيک ګوند مشره ده. دغه ګوند په داسې وخت کې د خپلواک تایوان کلک پلوي کوي چې چين يې د خپل خاورې برخه ګڼي.
نوموړې له خپله بریا څخه وروسته وویل، «زه ژمنه کوم چې د چین او تایوان ترمنځ د همکارۍ اوسنی حالت برقرار ساتم او هیله منه یم چې بېجېنګ به د تایوان دېموکراسۍ ته درناوی ولري.
2- مارسيلو رېبېلو ديسوزا- پرتګال:
مارسيلو رېبېلو ديسوزا له خپل سیال انتونیو سامپیو دېنوا څخه د پرتګال ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. دېسوزا د څو کلنو له پاره په یوه تلویزون کې د سیاسي مبصر په توګه کار کولو له امله په خلکو کې شهرت پيدا کړ، چې پایله کې يې ولسمشريزي ټاکنې په لوړه کچه وګټلې.
3- فاسټېن اورکنج تواديرا- د منځنۍ افریقا جمهوريت:
۵۸ کلن فاسټېن تواديرا د ۶۲.۷۱ سلنه رایو په وړلو سره د ټاکنو په دوهم پړوا کې د منځنۍ افريقا جمهوریت ولسمشر وټاکل شو. نوموړی د ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م پورې د یاد هېواد لومړی وزیر هم پاته شوی او د عيسایانو او مسلمانانو تر منځ د توکمپالۍ په وړاندې مهم رول لوبولی دی.
4- پېټرس ټالون - بنین:
د مارچ په ۲۱ نېټه پېترس ټالون له خپل سیال لیونیل زينسو څخه په دوهم پړاو کې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې.
ټالون چې د «پنبې امپراتور» ګڼل کېږي د لومړي پړوا ناکامو کانديدانو ملاتړ ترلاسه کړ.
په ۲۰۱۲م کال کې نوموړی د پخواني ولسمشر یايي بوني په موسمولو تورن شو، چې تر اوسه پورې يې دوسیه فرانسوي قضا کې پرته ده.
5- روډرېګو ډوټيریه- فلپين:
د جرمونو سره د مبارزې پروګرامونو پرمخ وړونکي روډرېګو ډوټېرټا د فلپین ولسمشريزې ټاکنې وروسته له دې وګټلې چې سیال یې له مقابلې لاس په سر شو.
د جون په میاشت کې له واک ترلاسه کولو سمدلاسه وروسته د نشه یي توکو پر وړاندې کلکه مبارزه پیل کړه، چې پایله کې يې ۱۹۰۰ تنه ووژل شول. ۷۵۶ یې د پوليسو افسرانو له لورې او ۱۱۶۰ نور يې د محلي ګاردانو له لورې ووژل شول.
6- الکزنډر وېن دېر بيلېن- اتريش:
د مئ په ۲۱ نېټه الکزنډر له توندلاري سيال هوفر ليمني څخه په ۳۱ زره رایو د ټاکنو دوهم پړوا وګاټه او په اتريش کې د شين ګوند «ګرين پارټي» څخه لومړی ولسمشر وټاکل شو.
7- پېدرو پابلو کوچېنسکي – پېرو (جنوبې امریکا):
د جولای په ۲۸ نېټه بېدرو پابلو د اولانتا هومالا ځای ناستې وټاکل شو. نوموړي د پخواني ولسمشر البېرټو فوجېموري له لور کایکو فوجېموري څخه د ۴۰ زره زیاتو رایو د «پېرو» هېواد ټاکنې وګټلې.
کوچېنسکې له بریا سمدلاسه وروسته د تکنوکرات حکومت جوړولو اعلان وکړ او د اقتصادي او ټولنيزو ودې، اداري فساد سره د مبارزې او د امنیت کلکې ژمنې وکړې.
8- ګوني جوهانسن- آیسلنډ:
ګوني جوهانسن د نور نوماندانو مقابل کې د ۳۸.۴۹ سلنه رایو په وړلو سره د جون په ۲۵ نېټه د آیسلنډ ولسمشر و ټاکل شو.
له ده څخه مخکې اولافور ګرېمسون ولسمشر و. ګرېمسون ۵ ځله ولسمشريزې ټاکنو ګټلو سره ۲۰ کاله د آېسلنډ ولسمشر پاته شوې و او ۵ ځله يې ولسمشريزې ټاکنې ګټلې وې.
جوهانسن له ولسمشرۍ یوه اونۍ وروسته له پروټوکول څخه ډډه وکړه او د «یورو» لوبو سياليو کې د فرانسې ولسمشر سره د ناستې پر ځای له عامو خلکو سره د لوبې تماشې ته کېناست.
9- ميشل عون- لبنان:
مېشل عون له ۱۲۷ څخه په ۸۳ رایو وړولو سره د اکتوبر په ۲۱ نېټه د لبنان ولسمشر و ټاکل شو.
د ۲۰۱۴ کال د مئ میاشتې څخه وروسته د مېشل تر ټاکنې دغه عهده، د سیاسي او توکمي اختلافاتو له امله خالي وه.
عون یو نظامي او سیاسي شخصیت دی او د ازاد وطنپال غورځنګ مشري کوي. نوموړی د لبنان ۱۳ ټاکل شوی ولسمشر دی.
عون په داسې حال کې د لبنان ولسمشر شو چې لبنان د توکمپالۍ اور په سر اخېستی، حزب الله په کې خپل فعالیت پراخه کړی او سعودي عربستان پرې خپلې مالي مرستې درولي دي.
10- ډونالډ ټرامپ- د امريکا متحده ایالات:
د نومبر په ۸ نېټه ډونالډ ټرامپ له ۵۳۸ رایو څخه په ۳۰۶ رایو د امريکا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. هېلري کلنټن چې د ده سیاله نومانده وه ۲۳۲ رايې وړې وې.
ټرامپ به په رسمي ډول د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په شلمه ڼېټه د باراک اوباما ځای ناستې و ټاکل شي.
ټرامپ په خپلو عجيبو او غریبو څرګندونو سره تل د نړیوالو رسنیو سر ټکی وي. نوموړی د خليجي هېوادونو په وړاندې توندې څرګندونې کوي.
د کډوالو په اړه هم تونده لهجه کاروي او وايي چې متحده ایالاتو ته د دوی د مخنيوي له پاره اغزان ترا لګوي.
11- رومان اديف- بلغاریا:
د نومبر په دیارلسمه نېټه رومان اديف له سیالې نوماندې چاسېتکا تاشېوا، چې د پارلمان پخوانۍ رئیسه او د غرب ملاتړې ده ، څخه په لوی توپير ولسمشريزې ټاکنې وګټلې.
اديف د هوايي ځواکونو پخوانې قومندان او د روسيې کلک ملاتړې دی.
12- ايګور دودن- مولدوا (ختيځ اروپايي هېواد):
د دېسمبر په ۲۳ نېټه دودن د مولدوا (د ختيځ اروپايي هېواد) ټاکنې وګټلې. نوموړي له خپل بري وروسته خبریالانو ته وویل، « زه به د ټولو ولسمشر یم؛ د ښيو او چپو او د هغو چې اروپايې اتحاديې سره يو ځای کېدل غواړي او د هغو چې د روسيې په څنګ کې پاته کېدل غواړي.
نوموړي د روسيې سره په ښو اړيکو ټينګار کوي او له رومانیا سره له اتحاده ډده کوي.
13- شوکت میرزیوف- ازبکستان
د اسلام کريموف له مړينې وروسته د دېسمبر په پنځمه نېټه ازبکستان کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې، چې شوکت ميرزیوف په ۸۸.۶۱ سره يې دغه ټاکنې وګټلې. اسلام کريموف د سکتې له امله د سپتمبر په ۳ نېټه مړ شوې و.
14- اداما بارو- ګامبیا:
د دېسمبر په لومړۍ ورځ اداما بارو د ګامبیا ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او د یحیی جامع ځای ناستې و ټاکل شو.
15- واجیرالونګورن- تايلېنډ:
د دېسمبر میاشتې په سر کې د تایلېنډ حکومت ولیعهد واجیرالونګورن د خپل پلار بوهېمبول ادولیادېګ ځای ناستی او د تايلېنډ نوی پاچا وټاکه.
واجیرا له ۱۹۷۲م څخه د تایلېنډ وليعهد و.