د ژوند لس قوانین

پام وړ

د ژوند لس قوانین

106

لومړی قانون :    تاسو ته جسم درکړل شوی دی، که له خپل جسم سره مینه لرئ او یا هم ترې کرکه کوئ، باید پوه شئ، چې په دې خاورینه نړۍ کې ټول ژوند له تاسو سره دی . دویم قانون :   په غیر رسمي ښوونځي کې، مو ټول وخت لیک لیکنه کړې ده، چې نوم یې دی ژوند .    په دې ښوونځي کې هره ورځ د درسونو د زده کړې له پاره فرصت لرئ . که له دې درسونو سره مینه لرئ او یا مو بد ایسي، نو غوره ده، چې د ښوونیز پروګرام د یوې برخې په توګه طرحه ورته جوړه کړئ . درېیم قانون :   تېروتنه شتون نه لري، یوازې درس دی، وده د ازمېښتونو پړاو دی، یو لړ درسونه دي، کله نا کله، تېروتني او بریاوې، ناکام ازمېښتونه هم د بریالیو ازمېښتونو په اندازه د ودې برخه دي . څلورم قانون :   درس دومره تکرارېږي، ترڅو زده شي، درسونه په بېلابېلو بڼو دومره تکرار کړئ، ترڅو یې زده کړئ؛ کله مو چې زده کړل، کولای شئ بل درس پیل کړئ . په دې اساس غوره ده، چې خپل درسونه ډېر ژر زده کړئ . پنځم قانون :   زده کړه پای نه لري . په ژوند کې داسې برخه نه شته، چې پکې درس نه وي . که چېرې ژوندي یاستئ، نو خپل درسونه هم باید زده کړئ . شپږم قانون :    قضاوت مه کوئ، غیبت مه کوئ، ادعا مه کوئ . رټل مه کوئ . ملنډې مه وهئ، که نه نو پر تاسو باندې هم راځي . الله (ج) په تاسو باندې هماغه حالت راولي، ترڅو ووینئ، چې څه کولای شئ .   اووم قانون :      نور یوازې ستاسو هینداره دي، نه شي کولای، چې په نورو کې مو څه خوښ شي او یا مو بدې وایسي، خو دا چې د کوم څه منعکس کوونکي وي، چې د ځان په اړه یې خوښوئ یا له هغه څخه کرکه لرئ . اتم قانون :     د څنګه ژوند کولو ټاکنه له تاسو سره ده . د اړتیا وړ ټولې سر چینې او وسایل ستاسو په واک کې دي، دا چې په هغو باندې څه کوئ، په تاسو پورې تړاو لري . نهم قانون :    ستاسو ځوابونه، ستاسو په خپل وجود کې دي، یوازې هغه کار چې باید ترسره یې کړئ، دا ده، چې وګورئ، غوږ ونیسئ او اعتماد وکړئ . لسم قانون :    د ټولو ښېګڼه وغواړئ، ترڅو تاسو ته هم ښېګڼه در ورسېږي .