د نړۍ تر ټولو د اوږد عمر لرونکي شخص خپله کليزه ونمانځله

پام وړ

د نړۍ تر ټولو د اوږد عمر لرونکي شخص خپله کليزه ونمانځله

1711

هغه شخص چې وېل کېږي نږدې يوه نيمه پېړۍ عمر لري، خپله کليزه یې په اندونيزيا کې ونمانځله.
دغه شخص چې د پېدايښت نېټه يې نه ده ورمعلومه؛ خو رسمي اسناد ښيي چې د ۱۸۷۰ ز کال د ډېسمبر د مياشتې په ۳۱ مه نړۍ ته راغلی دی.
 د پريس تلويزيون د راپور پر بنسټ، دغه شخص مباح ګوثو نومېږي چې څلور مېرمنې او ټول زامن يې مړه شوي؛ خو دی لا هم ژوندی دی. هغه د خپلو کړوسيو او پرديو سره ژوند کوي.
د دغه شخص سترګې کمزورې دي، سم ليدل نه شي کولای؛ خو د دې لپاره چې ساعت يې تېر شي، راديو اوري.