د اوبو فلتر کول

روغتیا

د اوبو فلتر کول

221

  د اوبو فلتر کول، د ایشولو په څېر یې نه شي کولای، چې اوبه پاکې او له ناروغیو څخه یې تشې کړي، خو د ناروغیو د یو شمېر لاملونو د لرې کولو له پاره یوه آسانه لار ده، دا کړنه تر یوه بریده کولای شي د اوبو خطرونه را کم کړي . د فلتر جوړول او له هغه څخه د ګټه اخیستنې لارې چارې د فلتر جوړول : ۱ ـــ بیرل او یا یو بل لوښی، چې لږ تر لږه یو متر ژوروالی ولري وټاکئ . ۲ ـــ د بیرل او یا بل لوښي پورتنۍ برخه لرې کړئ . ۳ ـــ د لوښې دنننۍ او بهرنۍ برخې ښې پاکې کړئ . ۴ ـــ د لوښي په لاندینۍ برخه کې یو شیر دان ونښلوئ . ۵ ـــ لوښی له خښتو او یا تیږو څخه په یوه جوړ شوي ځای باندې په داسې ډول کېږدئ، چې د اوبو اخیستلو له پاره ترې لاندې یو جک او یا یو سطل ځای شي . ۶ ـــ یو شمېر دایروي تیږې چې ۲ تر ۴ سانتي مترو پورې قطر ولري، د هغه ځای شاوخوا ځای په ځای کړئ، په کوم کې چې شیر دان نښلول شوی دی، البته د شیر دان له نښلول شوي ځای څخه لږ لرې .    ۷ ـــ د نخود د دانې په اندازه یو شمېر شګې، چې ۱ تر ۲ ملي متره قطر ولري وټاکئ او د لوښي په ښکتنۍ برخه کې یې ځای پرځای کړئ، تر څو د شیردان شاوخوا تیږې په بشپړه توګه وپوښي .   ۸ ـــ په لوښي کې دنننه د پنځوس سانتي مترو په کچه رېګ ځای پر ځای کړئ؛ رېګ باید د هغو کوچینو شګو په واسطه وپوښئ، کومې چې اندازه یې ۱ الی ۲ ملي متره وي . د رېګ له راپورته کېدو څخه د مخنیوي له پاره باید په رېګ باندې کوچنۍ پلنې تیږې ځای پرځای کړئ .   له فلتر څخه ګټه اخیستنه : ۱ ـــ اوبو ډېرې ورو په لوښې کې تویې کړئ، ترڅو رېګ یې را پورته نه شي . ۲ ـــ شیر دان پرانیزئ، ترڅو اوبه ترې بهر شي، البته باید په ډېرې کمې چټکتیا سره بهر شي ( په یوه دقیقه کې یو لېتر اوبه ) . د فلتر کارول :   د فلتر پاکول : ۱ ـــ له یوې اوونۍ او یا له یوې میاشتې څخه وروسته، کله چې اوبه له شیردان څخه په کراره او ورو ډول را توېیږي، په دې صورت کې باید د فلتر پورتنۍ برخه پاکه شي . ۲ ـــ د فلتر د پورتنۍ برخې اوبه لرې کړئ، تر څو اوبه د رېګ له سطحې سره برابرې شي . ۳ ـــ کله چې اوبه د رېګ له سطحې سره برابرې شوې، نو د اوبو بهر کول ودروئ . ۴ ـــ د رېګ له سطحې سره د اوبو له هم کچه کېدو وروسته، د ۱۰ لېترو په اندازه نورې اوبه هم بهر کړئ او شیر دان وتړئ . ۵ ـــ د دوو سانتي مترو په اندازه رېګ هم له فلتر څخه لرې کړئ . ۶ ـــ یو ځل بیا، په کراره لوښی له اوبو څخه ډک کړئ . ۷ ـــ په بل ځل پاکونه کې، د اوبو کچه په هغه بڼه را کمه کړئ، کومه چې پورته یې یادونه شوې ده . ۸ ـــ دا ځل ۲۵ لېتره نورې اوبې هم را کمې کړئ، ترڅو د اوبو سطحه له رېګ څخه د ۱۰ سانتي مترو په اندازه را ټیټه شي . پاتې اوبه وساتئ؛ ځکه یو ځل بیا باید لوښي ته ور تویې شي . ۹ ـــ رېګ د اوبو تر سطحې پورې کم کړئ او هغه په یوه سطل او یا هم د ځمکې پرمخ کوټه کړئ . ۱۰ ـــ فلتر له پاک رېګ څخه ډک کړئ او ساتل شوی رېګ، یو ځل بیا پرې ورزیات کړئ. ۱۱ ـــ کومې اوبه مو چې ساتلې دي، په ډېر احتیاط سره یې په لوښي باندې ور زیاتې کړئ. ۱۲ ـــ فلتر له نورو اوبو څخه، د لوښي له پورتنۍ برخې څخه ۲ ـــ ۳ سانتي مترو پورې کم ډک کړئ . ۱۳ ـــ کومې اوبه چې له شیردان څخه تویېږي د څکاک له پاره خوندي دي . ـــ په هغه صورت کې چې اوبه په فلتر کې ختمېږي، باید تازه اوبه ور واچوئ . ـــ تل باید په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې اوبه د رېګ له سطحې څخه لوړې دي .