د روهنګیایي مسلمانانو آه و فغان- يو راپور

پام وړ

د روهنګیایي مسلمانانو آه و فغان- يو راپور

1781

ليکوال: محمد فيض الله جاويد

ژباړه: ندیم سالار

څه وجه ده چې د نړۍ په هره حصه کې يوازې مسلمانان د ظلم او تشدد نښه ګرځول کېږي او نړیوال مشران بیا پټې سترګې او ګنډلې خولې ناست دي؟؟؟ یو طرف ته د سوريې پر مسلمان ملت په ډېر شدت سره ظلم روان دی بل لوري ته د برما د مسلمانانو چیغې او نعرې وجود په لړزه راولي، په میانمار کې د حکومتي ځواکونو له لوري د روهنګیایي مسلمانانو عام وژنې په خلاف په اندونیشیا، ملایشيا او بنګله دیش کې مسلمانانو د میانمار په خلاف پراخ لاریونونه وکړل خو تر اوسه هم په ملګرو ملتونو کې هيڅ چا غږ نه دی اوچت کړی، غربیان خو بس يوازې خپل خلک او ښاریان انسانان بولي، بل لوري ته ملل متحد یو ځل بیا ویلي دي چې میانمار د روهنګیا د مسلمانانو عام وژنه پیل کړې ده، د فرانسې نیوز ایحنسي په وینا د ملایشیا په مرکز کولالمپور کې مسلمانانو د میانمار د سفارت مخې ته ستر لاریونونه وکړل، د بنګله دیش په مرکز ډاکه کې د جمعې له لمونځ وروسته له پنځو زرو نه زیاتو مسلمانانو د میانمار د دولت په خلاف مظاهرې وکړلې.

همداسي په جکارته او بنکاک کې هم سترې مظاهرې وشوې چې د (آنګ سان سوچی) د حکومت خلاف شعارونه ورکول کیده، دوی له ملګرو ملتونو نه غوښتنه کوله چې د روهنګیایي مسلمانانو عام وژنه ودروي، او په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو یو ستر کارکوونکې (جان مک) یو ځل بیا وویل: د میانمار دولت پر خپله ځمکه د اقلیتي روهنګیایي مسلمانانو نسل له منځه وړل غواړي، ده د بنګله دیش د سرحدي علاقې د کاکس له بازار نه پر میډیا بیان ورکړ چې د دې مسئلې د حل لپاره باید په میانمار کې بنیادي اسبابو ته پاملرنه وشي، د میانمار فوځ او سرحدي پولیس د رخائن ولایت پر سرحدي سیمه د سرحدي سرتیرو د وژنو وروسته د روهنګیایي مسلمانانو په ډله ييزو وژنو او سزا ورکولو کې لاس لري، فوځیان نارینه په ګوليو ولي، ماشومانو حلالوي، ښځې بې عفته کوي، کورونه سوځوي او لوټوي يې او خلک په دې مجبوروي چې د سیند نه د بنګله دیش په لور ولاړ شي، تیره جمعه موږ ته راپور راغی چې فوځ پر مظلومانو وحشیانه ډزي کولې او هغوی يې د بنګله دیش سرحد ته په استولو مجبورول.

بل لوري ته بنګله دیش ویلي دي، چې د دوی پر سرحد په زرګونو روهنګیایي مسلمانان راجمع شوي دي خو تر اوسه لا هم دوی دروازې تړلې دي، یوه پنځوس کلن روهنګیایي مسلمان په سلګیو وویل چې: فوځونو زموږ پر کلي حمله وکړه، پنځوس ښځې او پیغلې انجونې یې په اطاقونو کې بندي کړې او بیا یې ډله ییز جنسي تیری پر وکړ، یوه بل مظلوم مسلمان وویل: زموږ کلي ته وحشي فوځیان د جمعې ورځې په سهار راغلل، د دوی له ویرې تښتیدونکي مسلمانان يې په مرمیو ووژل چې په نتیجه کې يې بې حسابه مسلمانان په شهادت ورسیدل.

ایمنسټی انټرنیشنل وايي: د میانمار فوځ لس لکه روهنګیایی مسلمانانو ته یوځای سزا ورکوي، له حد نه زیات دردوونکی حقیقت لا دا دی چې پر میانمار د (انګ سان سوچي) حکومت دی، هغه سوچي چې د انساني حقوقو علمبرداره وه، خو د روهنګیا د مسلمانانو نه دومره نفرت کوي، پر سوچي له هر لوري انتقادونه کیږي خو دا يې پرواه نکوي.

آنګ سان سوچي په میانمار کې د فوځ په خلاف ردِعمل بلل کیده، ځیني خلک اوس هم دا فکر کوي، د دې خدمتونو او جمهوریت لپاره هڅو ته په کتو سره د نوبل نړیواله جایزه هم ورکول شوې وه، اوس دا په میانمار کې حکومت کوي، خو د روهنګیايي مسلمانانو د له پامه غورځولو په خاطر په ملګرو ملتونو کې تر شدید نقد لاندي ده، اکانمسټ ورځپاڼي هم ځکه ډیر شدید اعتراض پرې کړی خو پر بی بی سی تلویزیوني کانال چې کله مشعل حسین د مصاحبې په دوران کې ترې د روهنګیایي مسلمانانو د زبون حالت په اړه وپوښتل، دې سمدستي په سپین سترګۍ ورته وویل: په میانمار کې چې د مسلمانانو خلاف نسلي امتیاز ته نه کتل کیږي دلیل يې دا دی چې د مسلمانانو د زیات طاقتور کیدو یا تروریزم په خاطر داسي کیږي، کوم وخت چې مصاحبه ختمه شوه او دا خبره شوه چې (مشعل حسین) مسلمان دی ډیر شدید اعتراض یې وکړ چې یو مسلمان ولې له دې سره مصاحبه وکړه؟

څوارلسم (دلائی لاما) هم د سوچي نه وغوښتل چې د روهنګیایي مسلمانانو په حق کې آواز اوچت کړي، خو هغې داسي ونکړل، په میانمار کې د امریکا سفیر ته سوچي وویل چې د روهنګیایي مسلمانانو د نوم اخیستلو پرته دي د دې ملت ته د هغوی په هکله وینا وکړي خو هغه يې خبري ته ارزښت ورنکړ، سوچي هم د خپل خبیث ملت په واسطه د ده په خلاف ډیر تظاهرات وکړل، د سوچي اصل فکر څه دی، دا هر څه اوس نړیوالو ته د لمر په څیر ښکاره شوي، د انساني حقوقو دعوه کوونکې ډیر داسي کسان شته چې په دغو نرمو شعارونو بې عقل خلک غولوي.

د روهنګیا مسلمانان د میانمار د رخان ولایت اوسیدونکي دي، ځیني مؤرخین یې د رخاین او ځیني یې د بنګال اوسیدونکې بولي، هغوی وایي چې دوی د برطانویانو په استعماري حکومت کې دلته آباد شوي ول، ځیني ذرایع بیا وايي چې دوی له شپاړلسمې پیړۍ نه دلته هستوګن دي، یو تصور خو لا دا هم دی چې د برتانیې او برما تر منځ له لومړۍ جګړې وروسته انګرېزانو دوی د دغې سمي په آبادولو راضي کړي ول، تر څو دوی دلته د بزګرانو کار وکړي، خو حقیقت چې هر څه وي د روهنګیا مسلمانان د اوږدې مودې نه دلته هستوګن دي، د میانمار فوځي آمر (جنرال نی ون) د برما په قومیت پوري مربوط قانون نافذ کړ چې د هغه له مخې د روهنګیا مسلمانانو ته ملیت (نشنلټي) ورنکول شوه.

د ۱۹۹۹م د مردم شمارۍ له مخې د روهنګیا د مسلمانانو تعداد ۷ اوه لکه دی، د نړیوالې میډیا او انساني حقوقو د دفاع تنظیمونه وايي چې د روهنګیا مسلمانان د نړۍ تر ټولو زیات مظلوم او محکوم شوي خلک دي، هغوی بالکل داسي ژوند تیروي لکه د هټلر په وخت کې چې یهودانو تیراوه.

دا خبره تر یوه حده د منلو وړ ده چې د برما فوځ دې پر روهنګیایي مسلمانانو ظلم کوي، خو دا خبره ډیره د حیرت وړ ده چې په میانمار کې داسې یوه ښځه واک لري چې په ۱۹۹۱م کې د همدې جمهوریت خوښونې او ساتنې او انسان دوستۍ له کبله د نوبل جایزه ورکول شوې وي، حال دا چې دا په پوره سپین سترګۍ او جسارت سره د ۱۳دیارلس لکو روهنګیایي مسلمانانو حقوق تر پښو لاندي کولو کې د خپل ظالم فوځ مکمل حمایت کوی، تر هغه هم د حیرت ځای دا دی چې د میانمار فوځ د روهنګیا پر خلاف د عملیاتو پلان چمتو کوي، چې د غو عملیاتو په واسطه به د هغوی مصیبتونه څو چنده زیات شي، خو د دغو ټولو ظالمانه کړنو د ترسره کیدلو باوجود سوچي هيڅ ځای د انسانیت د ژغورلو غږ نه اوچتوي، بلکې حقیقت خو دا دی چې ځان د ستر وحشي او تروریست غوندي ښيي.

آنګ سان سوچي د دوه مخیتوب، منافقت او خباثت یو بدترین مثال ده، د ناین الیون بوش ملعون د جګړې وروسته د ترورېزم نوم دومره عام کړل شو چې مودي غوندې خبیث انسان د کشمیریانو مقدس جهاد ته هم ترورېزم وايي، همدا حالت سوچي ملعونه د هغه ځای د مسلمانانو سره کوي، د هغوی په تروریست نومولو سره د خپل فوځ او واک په مټ هر ظلم پري کوي، دا کړنې د ملل متحد د چارټر او انساني حقوقو خلاف دي، د هیومن رائټس واچ په وینا د میانمار ظالم دولت د رخان ولايت نه مسلمانان داسې صافوي لکه هلته چې يې بالکل وجود نه وو، د میانمار حکومت وايي د روهنګیا په مسلمانانو کې تروریستان هم شامل شوي دي، ځکه نو موږ ځان ترې خلاصوو، حال دا چې دا ښکرور دروغ دي، که مسلسل پر یو قوم پنځوس یا څلویښت کاله ظلم وشي ممکن ځوانه طبقه يې هري قربانۍ ته چمتو شي، داسې کسان تروریستان نه بلکې د آزادۍ غوښتونکي وي، چې د وحشت، ظلم او ناانصافۍ په خلاف غږ اوچتوي، نړۍ د داسي کسانو له رویه د ښه والي پړاوونه تېروي.

دلته پوښتنه دا نه ده چې د روهنګیا مسلمانان څه کوي او څه نه کوي؟ بلکې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې جمهوریت (ډیموکراسي)، د انساني حقوقو علمبرداره، د امن د نوبل جایزې ګټونکې د حکومت په وخت کې له اته ۸ لکه مظلومو او مجبوره انسانانو سره له حد نه زیات ظلم کیږي، نړۍ باید دغه لوري ته پاملرنه وکړي، په خواږه خوب ویده مسلمانان باید رابیدار شي، د (او آی سی) ایمرجنسي غونډه دې وشي او بالاخره نه يوازې د روهنګیا بلکې د کشمیر او فلسطین مسلمانانو لپاره دې مضبوط عملي ګامونه اوچت کړل شي.

د میانمار ځمکه یو ځل بیا د روهنګیايي مسلمانانو په وینه رنګ شوې ده، او دا ظالمانه کړنې له کلونو راهیسي جاري دي، خو اوس وخت رارسیدلی دی، چې انسانانو غوندي تګلاره اختیار کړو که نه د انسانیت ټولې دعوې مو هسې لافې دي.