طالبان واقعي سیاسیون دي/ ليکنه: ابو سعيد افغان

نظر او تحليل

طالبان واقعي سیاسیون دي/ ليکنه: ابو سعيد افغان

181

د شریعت مسئله ده،
مجاهدین د جهاد د تقویې او د اسلام د تحفظ لپاره د حربي کافر په مقابل کې له کافر څخه هم مرسته غوښتلای شي. خو په دې شرط چې د اسلام تحفظ به پکې کېږی.

لنډه تېره شوې بېلګه یې روسانو سره د جهاد په مهال د امریکا مرستې وې چې پخوانيو مجاهدينو به ترې ترلاسه کولې.
نو اوس هم که طالبانو له هر کافر څخه د امریکا په مقابل کې هر ډول مرسته ترلاسه کړي، نظامي وي او که له تور لیست څخه د مشرانو نومونه لرې کول وي، ورته جواز لري.

 او دا هم مسلم حقیقت دی چې د نړۍ کفارو هر ځای مسلمانان په جنګ سره اخته کړي او هر ځای د مسلمانانو په هیوادونو کې د وینو ویالې بهېږي.
نو په عین حال کې دا به د طالبانو په ښه سیاست دلالت کوي چی طالبان د نړۍ ستر طاقتونه په جنجال سره اخته کړي. البته دا به وروسته خبره وي چې د دغو سترو طاقتونو جګړه ئیز میدان به په آسیا کی کوم ځای وي.
 *خو د فهم وړ داده چې طالبان د دوی د خپلمنځي دښمنۍ نه په استفادي د امریکا یرغل مات او دهغه سُپر ځواک له سِفره سره ضرب کړي.*
 که څوک انديښنه لري چې روس د افغانانو دښمن دی، او طالبان چې ځانو ته افغانان وايي ولې ورسره اړيکي نيسي؟ او یا طالبان به غواړي له روسانو نظامي مرستې ترلاسه کړي؟!
د دې انديښنې په اړه باید دې ته ځير شو چې طالبان یوازې له روس او چين سره نه بلکې د ۲۰۰۷م کال راهيسې يې د نړۍ له اکثره هیوادونو سره سياسي اړيکي نيولي دي، او د قطر دفتر يې هم د همدې موخې لپاره جوړ کړی ترڅو ټولو هیوادونو ته د سیاسي اړيکو له لارې قناعت ورکړي چې افغانستان اشغال شوی دی او باید د امریکا له ملاتړه لاس واخلي.
 د طالبانو د همدې هلو ځلو نتيجه وه، چې ډېرو هیوادونو خپل ځواکونه له افغانستان څخه وايستل او د امريکا له ملاتړه لاس په سر شول.
 که بالفرض روسانو سره د طالبانو دغه سياسي اړيکې دې حد ته هم ورسېږي چې د امریکا په مقابل کې ترې نظامي مرستې هم ترلاسه کړي نو ورته جواز لري. او په جواز باندې يې د همدې حکومت غړي شمالي ټلوالې او نور لکه د سیاف او حکمتیار ډلې هم د پخواني جهاد پرمهال معتقد ول، چې له امریکا او نورو کفارو به يې د روسانو په مقابل کې وسلې او نظامي مرستې ترلاسه کولې. آیا نصاری (امریکایان) زمونږ دښمنان نه وو؟ ولې مو د روس په جهاد کې تری مرستې غوښتلي؟ 
 که وایی چې امریکایانو که له افغانانو سره د روسانو مقابل کې مرستې کولې، نو دې ته يې هم زمینه برابره کړه چې پخپله هم د روسانو له ماتې وروسته په دې هیواد یرغل وکړي، او دې موخې ته بالاخره ورسېد، نو امکان لري چې روس هم یو ځل بیا په افغانستان یرغل وکړی؟!
مونږ ورته وایو چې طالبانو له تیر جهاد او د پخوانيو جهادي تنظيمونو له تېروتنو څخه ان شاء الله ډیر څه زده کړي، پخوانۍ تجربې به بیا نه تکراریږي. همغه خالیګاوې په هغو کې وې چې د هغه میدان ګټونکي وو. په اوسني جهاد کې د طالبانو ستره موخه د امریکايي اشغال ختمول دي، هغه که په هر ډول له هرې مشروع لارې وي.
عجیبه خو لا دا ده چې د امریکا لخوا جوړې شوې افغان اداری لپاره هیڅ عیب نه دي چې د نړۍ ټول کفری هیوادونه یی د مسلمانانو د وژلو لپاره را ټول کړی، او د سوال ځولۍ پري ګرزوی هیڅ خبره نه ده خو بر عکس د طالب لپاره بیا هر څه عیب دي هغه هم له مشروع لارې؟!.
او دا چې روسان او چين غواړي طالبان له تور ليست څخه وايستل شي، دا په دې معنی ده چې د طالبانو په مقابل کې يې خپله ماتې منلې او طالبان يې په نړيوال سياسي او پوځي ځواک سره له مجبورۍ په رسميت ومنل. نو د مدني فعالانو مخالفتونه او نيوکې بې ځایه او مغرضانه دي.
 د سوکاله افغانستان په هیله