اشوکا، چې يوې پېښې يې د ژوند مسير بدل کړ

د پرون کيسه

اشوکا، چې يوې پېښې يې د ژوند مسير بدل کړ

354

اشوکا د چندرا ګوپتا لمسی او د يوه ستر حکومت واکمن و، دی انسان دوست پاچا و. د نږدې ختيځ نه تر جاپان پورې يې په احترام سره نوم اخيستل کېده. په چين، هند او تبت کې تر اوسه ورته خلک په درنه سترګه ګوري. هغه په ۲۶۸ ق.م کال کې واک ته ورسېده، په دې وخت کې د هغه حکومت شمالي او مرکزي هند او منځنی اسيا اداره کوله. هغه د خپل حکومت په نهم کال په کالنګاه باندې حمله وکړه، د کالنګاه خلکو په مېراڼه دفاع وکړه؛ خو اشوکا د ډېرو وينو تويولو نه وروسته هغوی مات کړل، اشوکا د دغې وينې تويولو نه ډېر اغېزمن شو او د جنګ نه يې زړه تور شو.
اشوکا د بودا مذهب قبول کړ. د بودايانو په کتابونو کې ليکل شوي، چې اشوکا له دې مخکې يو بدمعاش اشوکا و، هغه ډېر ظالم و، بد کاره، سفاک او وينې تويونکی و؛ خو د بودا د مذهب له منلو وروسته يې د دې مذهب په تبليغ کې ډېره هڅه وکړه. هغه هيڅوک مجبور نکړل، چې بودايي شي، هغه د انساني ځانونو احترام کاوه، د ځناورو وژل يې منع کړل او د قربانۍ مخالفت يې وکړ. د غوښې پر ځای يې د سبزۍ خوړلو رواج رامنځته کړ، په هغه وخت کې برهمنانو او کشتريانو غوښې خوړې او شراب يې څښل، د اشوکا په راتګ سره غوښه خوړل او شراب څښل ډېر کم شول.
اشوکا ۳۸ کاله حکومت وکړ، هغه په دې دوره کې د خلکو د ښه ژوند لپاره ډېر کارونه وکړل؛ خو هغه د خپلې واکمنۍ په لومړيو څوارلس کلونو کې د ښه خوراکونو، ښځو، سندرو، شراب څښلو، ښکار او نورو شيانو ښه شوقي و. هغه د کالنګاه د پاچا په زړه کې يو طوفان رامنځته کړی و؛ خو د جګړې وروسته يې د مذهب پالنه، مينه او د مذهب زده کړې او تبليغ ته مخه کړه.
د اشوکا سلطنت په شمال لوېديځ کې د هرات پورې، په ختيځ کې د اسام پورې، په خېبر پښتونخوا کې د ټکسلا پورې پراخه پروت وه. د دغو سيمو نه د مصريانو او عربانو سره تجارت کېده.
اشوکا مذهبي کتيبې جوړې کړې، تر څو حکومتي مشران پرې عمل وکړي. په لويو لارو کې يې د ارام لپاره ځايونه جوړ کړل، ويالې يې وويستې او هم يې ونې ولګولې.
اشوکا وعده کړې وه، د خپل مذهب د خدمت لپاره به زر لکه اشرفۍ وقفوي؛ خو کله، چې د خپل عمر اخري وخت ته ورسېد؛ نو ايله يې ۹۶۰ لکه اشرفۍ مصرف کړې وې. د هغه لمسي دغه مهال د حکومت واګې په خپل لاس کې نيولې وې، وزيرانو ورته وويلې، چې پاچا به د دغه اصراف سره خپل ځان تباه کړي، که چېرته يې مخه ونه نيول شي؛ نو د دښمن د حملو مخه نيول بيا مشکله دي، شهزاده خزانه دار ته وويل، چې د پاچا غوښتنې ونه مني.
 اشوکا يوه ورځ له خپلو وزيرانو نه پوښتنه وکړه، د دې ملک پاچا څوک دی؟ هغوی ورته وويل، چې بې شکه ته پاچا يې. د اشوکا په سترګو کې اوښکې راغلې او ورته يې وويل: تاسو ولې هغه څه چې رښتيا دي، نه وايئ، زه د خپلې شاهي رتبې نه غورځېدلی يم، زما قوت او اختيار تللی دی، د روغتيا او جسم نه محروم شوی يم. د مړ کېدو نه مخکې يې د ځان نه د بودايي مذهب ملا (بهکشو) جوړ کړ، د هغه اخر عمر د ناتوانۍ او بې چارګۍ يو تصوير وه، ناروغتيا او ضعيفۍ مرګ ته ور ټېل واهه. هغه په ۳۲۶ ق.م کې مړ شو.
ژباړه: هارون ساپی