شپون

ادبي نثرونه

شپون

345

له سهاره تر مازديګره پورې په غره کې وزې پيايي د سلګونو وزو مړولو دنده په يوازې تن پر مخ بيايي ، کله چې غرمه شي ټوله رمه د اوبو څکلو لپاره چينو ته راټولوي، دطبعيت په ښکلې هوا کې په زړه راښکونکو منظرو کې د ژوند څټه تماموي، پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره کوي، چل ول يې نه ده زده، دروغ نه وايي، د پښتنو ساده لباس يې په تن ده، بس يوازې د رمې د څرولو سره کار لري، کله چې مازديګر خپله رمه کور ته راولي، د ټولو وزو غولينځې له شېدو څخه چمندې ډکې وي، د همدغه وزو او د همدغه شپون له برکته ټول کلی په دې ټکنده غرمه کې له ډوډۍ سره هره ورځ پۍ خوري، په هر تنکي برېځر کې د دې کلي د کورونو ماشومان دشپون له کوره په دېګيو دېګيو پۍ وړي.
خو کله چې همدا شپون په کال کې چېرته يو وار د کلي بازار ته راشي، د همدې کلي ځوانان او ماشومان د ده پر ساده لباس، شډله پښتو او د ده پر پښتني خويونو پورې خندا کوي او ملنډې پرې وهي، چې بلاخره ښار ته په تګ يې پښېمانه کوي، افسوس زموږ د سيمه والو په دې بدو عملونو او خويونو چې د يوه داسې صادق او خير رسوونکي شپانه څخه د يو غل، رشوت خور، خاين، بدعمله انسان ډېر قدر کوي او په ډېر احترام ورته قايل دي.