سي آی ای د ملي امنیت په مټ له بدنامو ملېشو سره مرسته کوي

راپورونه

سي آی ای د ملي امنیت په مټ له بدنامو ملېشو سره مرسته کوي

843

د «ګارډین» ورځپاڼې په یوه راپور کې ويلي، چې سي آی ای د افغانستان د ملي امنیت په مټ له هغه ملېشو سره مرسته کوي چې د طالبانو سره د جګړې پر ځای عام ولس ځوروي او په لویه پیمانه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
سي آی ای د طالبانو سره د جګړې په پار لسګونه ځايي ملېشو سره مالي مرستې کوي. خو  زیاترو يې د طالبانو سره د جګړې پر ځای د خلکو په ځور لاس پورې کړی او د افغانستان امنیت ته يې ستر ګواښ پېښ کړی دی.
راپور وايي، چې پېرام قل د هغو بدنامو ملېشو قوماندان دی چې تخار کې د ملي امنیت ریاست څخه پېسې ترلاسه کوي.
د راپور له مخې نوموړي د ملي امنیت څخه ۸۵ زره ډالره تر لاسه کړي څو خپل ۵۰۰ تنه د  طالبانو پر وړاندې وسله وال کړي. خو نوموړی د دغو پیسو یوه برخه په خپل هغه شخصي زندان چېرې چې نوموړی عام خلک د پیسو اخېستلو لپاره ټکوي او بندیانوي لګولي دي.
د راپور له مخې پیرام قل ملګرو آن په یوه سیمه‌ییز سیاستوال برید کړی او وژلی يې دی.
 د راپور له مخې تېر کال کله چې افغان حکومت د طالبانو ضد د ملېشو د جوړولو په اړه د پيرام قل غوښتنه ومنله، ډیری سیمه ییز وګري یې په اړه اندېښمن و. سلګونو کسانو د دغو ملېشو د جوړونې خلاف په ولسوالۍ کې مظاهره وکړه.
راپور زیاتوي چې پیرام قل که څه هم له حکومته د ۵۰۰۰ وسله‌والو لپاره پیسې اخلي خو په حقیقت کې هغه تر ۱۵۰۰ کسانو قومانده پر غاړه لري. 
د پیرام قل د ملېشو سربېره په دغه ولسوالۍ کې ۳۵۵ ملي پولیس افسران هم دندې ترسره کوي. په تخار کې د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان ګلستان صمدي ګارډین ته ویلي چې دی په دغه پاڅونوالو هېڅ باور نه لري، دوی غیرمسوول دي او هېڅ د حکومت په کیسه کې نه دي. «دوی تښتونکي، غله، او قاتلین دي. دوی تر طالبانو بدتر دي».
 د ګارډین د راپور له مخې کله چې پیرام قل د ملي امنیت څخه پیسې ترلاسه کړې، وسله والو يې د نوموړي پر رقیب او د ولایتي شورا غړي عین الدین رستاقي برید وکړ، د هغه یو ساتونکی یې و وژاه او رستاقي یې وتښتاوه. د راپور له مخې رستاقي وروسته خوشې شو، خو څو میاشتې وروسته په یوه برید کې د پیرام قل د وسله والو لخوا و وژل شو.