عطا نور جمعیت ته درېيمه ګټه راوړي

نظر او تحليل

عطا نور جمعیت ته درېيمه ګټه راوړي

757

په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر او د بلخ د یاغې سرپرست عطا نور تر منځ د پخلاینې د خبرو اترو په اړه ډېرې خبرې کېږي. نور د ولسمشر غني له شدیدو مخالفینو څخه دی چې تر ولسمشرۍ وړاندې او وروسته یې ان د بې ادبۍ تر کچې له هغه سره تربګني پاللې ده.

ولسمشر غني چې په هېواد کې د زور او نا قانونیو د له منځه وړو په نوم ولسمشرۍ ته ورسېد، سخت تر نیوکو لاندې دی چې د عطا په څېر خپلسرو په لرې کولو کې پاتې راغلی دی چې ښايي اوسني مذاکرات یې د هغه د لرې کولو لپاره د کومې لارې سنجولو په موخه پیل کړي وي، خو ایا له عطا سره لوبه دومره اسانه او بې لګښته ده؟

عطا د جمعیت ګوند اجرائیه ريیس او د راتلونکې مشرۍ مدعي دی. هغه د دغه ګوند پر وزرونو د افغانستان په سیاست کې ځان لوړو ځایونو ته رسول غواړي؛ ځکه یې اوس له ولسمشر سره د خبرو موضوع ته هم د جمعیت د ګوند لپاره په حکومت کې د حق اخیستو نوم ورکړی دی. د نوموړي ځیني پلویانو له رسنیو سره په خبرو کې دا هم ویلي چې عبدالله ونه شوای کړلای له ولسمشر سره هغه ډول چې اړینه وه، معامله وکړي؛ ځکه نو دی رامخې ته شوی او غواړي د یوه نوي تړون له لارې په نظام کې د جمعیت ونډه غوښنه کړي.

جمعیت د افغانستان په تېر ۱۵ کلن سیاست کې د پوره امتیازاتو او د نظام د تر ټولو لوړې سلنې برخې لرونکی ګوند دی. د دغه ګوند ښه والی په دې کې دی چې یو یې ځان مرور ونیسي او بل یې جمعیتی، مرور یې له سیال لوري امتیازات اخلي او جمعیتی یې تیار د ګوند پر سهم مزې کوي. هېڅ مو نه هېرېږي چې کله د تېرو ټاکنو په دويم پړاو کې ضیا مسعود د اشرف غني ملاتړ وکړ. هغه مهال مسعود ته ان لا ولسمشر غني د ملي ارزښت په توګه کتل او په دې یې ټینګار کاوه چې نوموړي د غني خوا ته په راتلو قومي پوله ماته کړې او ملي کار یې کړی دی. حال دا چې حقیقت داسې نه و.

په تېرو ټاکنو کې هم جمعیت خپل کاندید درلود او ټولې رایې یې عبدالله ته ورکولې خو چې کله ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او نهایت قومي شوې، باور یې وشو چې ګټل یې ناشوني دي؛ ځکه یې د جمعیت د وژل شوي مشر زوم او د دغه ګوند مرستیال ضیا مسعود د ولسمشر غني ټېم ته واستاوه، چې هغه هم د ولسمشر د مرستیال په کچه پروتوکول ورکړ. دا د جمعیت لومړی پوخ سیاست و چې د عبدالله د ناکامۍ په صورت کې یې د ولسمشر خوا ته خپل پیاوړی استازی ځای پر ځای کړ.

وروسته چې بیا له عبدالله سره د حکومت د سم نیمايي وېش تړون وشو، جمعیت دويم امتیاز واخیست او په دې ډول یې په نظام کې خپله پخوانۍ ۸۰ سلنه ونډه تر ۹۰ ورسوله، له دې امله چې ولسمشر غني یوازې په ډېرو لږو ځایونو کې د جمعیت د وزیرانو او چارواکو د خپلسریو پر وړاندې ګام پورته کړی او تر څنګ یې ځیني نوي کدرونه او ځوانان نظام ته دننه کړي، چې شمېر یې هېڅ دی، جمعیت غواړي د دې پر وړاندې هم ودرېږي او په یوه بله معامله کې د برخې اخیستو په نوم تر ۹۰ سلنې هم حکومتي ونډه ډېره کړي. دا ونډه جمعیت ته د درېيمې ګټې په ډول د عطا له خوا تضمینېږي.

ډېری په دې اند دي چې له مزاره د عطا ايستل د نظام لپاره ستره کارنامه ده، خو هغه څه چې نوموړی او جمعیت له دې معاملې لاسته راوړي تر هغه ډېر لوړ او لوی دي چې سوچ یې کېږي. عطا غواړي او علناً وايي چې جمعیت باید د هېواد لومړی یا دويم واکمن وي؛ ځکه یې اوس په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په سخته سیاسي انزوا کې دی او نړیوال یې هم له هرې خوا رټي، بلې سیاسي لوبې ته ملا تړلې چې په ترڅ کې یې ډېر څه ترلاسه کولای شي. عطا پر دې کار کوي چې په اوسني حالت کې د ولایت په پرېښودو خواخوږي پیدا کړي او دلته له ولسمشر سره په نږدې پاتې کېدو راتلونکي دور کې د ولسمشرۍ د لومړۍ مرستیالۍ څوکۍ تضمین کړي. دا خبره په دې هم یو څه پر ځای ښکاري چې د ولسمشر غني شاوخوا ټېم هم دا بحثونه پورته کړي چې بل پړاو ټاکنو کې باید یو پیاوړی لومړی مرستیال چې د جمعیت او تاجکو له ملاتړه برخمن وي، پیدا کړي.

دوستم د خپلو وروستیو کړنو په کولو نور د افغانستان په سیاست کې کله هم د اوسني موقف چانس نه لري؛ ځکه عطا وايي چې جمعیت باید لږ تر لږه دويم وي او دويم ځای ته د ده راتلو ته کافي کار شوی دی.

که ولسمشر په دې فکر کې وي چې له عطا نور سره معامله کې به یې دا دور له مزاره د هغه په لرې کولو او بل دور د لومړي مرستیال په توګه تر کنټرول راوستلو کې ګټه کړې وي، ښايي محاسبه یې ډېره پر ځای نه وي؛ ځکه عطا نور به له ولایته په لرې کولو سره هم ارام نه وي او په راتلونکي دور کې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل کېدو سره به هم دومره شریف سړی نه وي چې د چا زهر دې کار پرې وکړي.

سرنوشت ورځپاڼه