دغه ساده عادت د ځيګر ناروغي پیدا کوي

روغتیا

دغه ساده عادت د ځيګر ناروغي پیدا کوي

2110

تازه څېړنې ښيي چې یو کوچنی عادت چې ښايي د ډيرو خلکو ورته هېڅ پام نه وي د ځيګر ناروغۍ پيدا  کوي.

په امریکا کې یوې تازه طبي څېړنې ښودلې چې مناسب اندازه اوبه نه څښل د ځيګر ناروغۍ پیدا کوي. په څېړنه کې ویل شوي چې د انسان په بدن کې د اوبو کمښت مستقیما ځيګر ته زیان 
 رسوونکو اجزاو د فلټر کولو صلاحیت اغېزمنوي.

په څېړنه کې ویل چې کله هم انسان اوبه لږ استعمالوي نو ځېګر د ډي هایډریشن ښکار کیږي او هغه اجزا  له لاسه ورکوي چې د بدن نورو برخو ساتنه کوي.

د څېړنې له مخې کله چې ځيګر د ډی هايډریشن ښکار شي نو د دې خطر نور هم زیاتیږي چې ځېګر دې  په وژونکو ناروغیو اخته شي. څېړونکو خلکو ته مشوره ورکړې چې په هر حال کې باید مناسبه اندازه اوبه وڅښي څو ځيګر يې له وژونکو ناروغیو بچ پاتې شي.