پر افغانستان د شوروي د یرغل لاملونه

د پرون کيسه

پر افغانستان د شوروي د یرغل لاملونه

522

پوره اووه دېرش کاله وړاندې د ۱۳۵۸هـ کال د مرغومي د مياشتې په شپږمه شوروي پوځيانو لهخپلو افغان کمونستو ملګرو سره يو ځای پر افغانستان يرغل وکړ.

د خلق دېموکراتيک ګوند له جوړېدو (۱۹۶۵ز کال) ژر وروسته د دغه ګوند د مشرانو غړو تر منځ د مشرۍ پر سر ژور اختلافات رامنځته شول. دغه ګوند پردووډلو ووېشل شو. يوه يې د خلق او بله يې د پرچم په نوم مشهور شول. لامل يې دا و چې خلق د خلق په نوم او پرچم د پرچم په نوم ورځپاڼې نشرولې.

د خلقيانو په اړه مشهوره ده چې زياتره يې نشنلېستان وو او پرچم ډله يې بيا انټرنشنلېستان وو چې په نړيوال کمونيستي نظام يې باور درلود. تره کی او امين د همدغې خلقي ډلې غړي وو. د امين زياتره مخالفين په امين باندې د يوه پښتون نشنلېست او فاشېست تورونه هم لګوي.

د جدي له شپږمې وړاندې امين واکمن و. سل ورځې واکمني يې وکړه. واک ته له رسېدو وړاندې د امين او ببرک کارمل تر منځ ژور فکري او سياسي اختلافات موجود و. امين واک ته له رسېدو وروسته په کابل کې موجود پرچميان له هېواد نه بهر کړل، زياتره يې په بهرنيو هېوادونو کې سفيران مقرر کړل. کوم چې پاتې وو، هغوییې یا ووژل یا هم بندیان کړل.

پرچميان چې مشري يې ببرک کارمل کوله، زياتره يې د روسيې د استخباراتو ايجنټان وو. د کارمل او تره کي په اړه ويل کيږي، خپله روسي ليکوالو هم تاييد کړې ده، چې د خلق دېموکراتيک ګوند له جوړېدو وړاندې يې د کې جي بي ايجنټي منلې وه. د دېموکراسۍ لسيزه کې د خلق او پرچم دواړو ډلو د افغان حکومتونو په له منځه وړلو کې فعاله ونډه درلوده.

د جدي له شپږمې وړاندې زياتره پرچميان په روسيه کې راټول شوي وو او همدوی وو چې له برېژنېف يې په افغانستان د يرغل غوښتنه او د امين له منځه وړل غوښتل. نجيب چې په تهران کې سفير و، د افغان سفارت شتمني يې له ځانه سره روسيې ته يوړه او هلته لهنورو پرچميانو سره يو ځای شو. کارمل په چک سلواکيا کې سفير و او هلته ورغلی و.

دا چې روسانو په افغانستان ولې يرغل وکړ، خپله روسي ليکوالو په څرګنده د روسيې د يرغل د موخو په اړه څه نه دي ليکلي. د يرغل په اوږدو کې دواړو، شوروي-افغان دولتونو ويلي و،چې روسي پوځيان يوازې د دې لپاره راغلي، څو د ثور د انقلاب (کودتا) موخې تحقق ومومي؛ ځکه امين نظام په بدله لاره روان کړی و. شوروي پوځيان يوازې د دې لپاره راځي چې دلته د ثور انقلاب (کودتا) بري ته ورسوي، دوی د جدي شپږمه د ثور د کودتا (انقلاب) دويم پړاو ونوموه. شوروي اتحاد به په افغانستان کې د کارمل د واک له ټينګېدو ژر وروسته خپل پوځونه وباسي.

که په منځنۍ اسيا او د اسيا جنوب خوا ته د روسانو د پرمختګونو تاريخ ته نظر واچوو، خبره شايد ان اتلسمې پېړۍ ته ورسېږي. د اتلسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې روسي امپراتور، لوی پطر، روسانو ته د هند ګرمو اوبو ته د رسېدو وصيت کړی و. روسانو له هغې را وروسته د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ځان د افغانستان شمالي پولو ته راورسوه. هغوی د منځنۍ اسيا مختلف کوچني او سيمه ايز حکومتونه يو په بل پسې لاندې کړل. بخارا، سمرقند، خېوه او نور اسلامي حکومتونه يې له منځه يوړل. په لکونو مسلمانان يې ووژل، هلته يې د هغوی د دين او کلتور د له منځه وړلو هڅې کولې.

په ټوله نولسمه پېړۍ کې افغانستان له يوې خوا د روسانو او له بلې خوا د انګرېزانو تر منځ ايسار و او د دواړو د سياليو ډګر ګرځېدلی و.

په ۱۹۱۷ز کال کې چې په روسيه کې د لېنن په مشرۍ کمونيستي انقلاب بريالی شو؛ نو بيا يې د دغو سيمو د کمونيستي کولو هڅې پېل کړې. دلته يې د منځنۍ اسيا د هېوادونو يوه اتحاديه –سوويټ يونين- شوروي اتحاد- رامنځته کړ.

لکه وړاندې چې مو وويل، په څرګنده پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل موخه نه ده معلومه؛ خو په تاريخي لحاظ روسانو هيله درلوده، تر څو د خپل پياوړي او منل شوي امپراتور، لوی پطر، ارزو پوره کړي او ځان د هند ګرمو اوبو ته ورسوي او يوه لويه امپراتوري جوړه کړي.

شايد دا به د همدې موخې لپاره و چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ؛ خو د افغان مسلمان ملت لهسخت مقاومت سره مخ شول. له شوروي يرغل وړاندې، افغان کمونستانو د ثور خونړۍ کودتا کړې وه او کوښښ يې کاوه؛ څو يو –سوسياليستي-کمونيستي نظام رامنځته کړي؛ هغه هم افغانانو نه مانه او پر ضد يې وسله راپورته کړې وه؛ خو کله چې پرچمي کمونستان د شوروي سره پوځ په ملاتړ افغانستان ته راننوتل؛ نو د افغانانو مقاومت لا پسې توند او تېز شو.

افغانان ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شول او په سپېڅلي جهاد کې يې تر يو نيم ميليون زيات شهيدان ورکړل. اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې يې مرستې ته راودانګل او د شوروي اتحاد پر ضد يې ور سره مرسته وکړه. پای افغانان وتوانېدل چې د خپلو وينو په بدل کې شوروي پوځيان مجبوره کړي، څو د ژينو د توافقاتو په پايله کې له افغانستان نه د وتلو پرېکړې ته غاړه کېږدي. په جګړه کې نږدې پينځلس زره شوروي پوځيان ووژل شول.

د جدي شپږمه د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ ده. دا د هغو بدمرغو ورځو د لړۍ يوه کړۍ ده چې د افغانانو ترې هېڅ ښه نه راځي.

لیکوال: هارون ساپی