ولې بايد هره ورځ يو بادرنګ وخورو؟

روغتیا

ولې بايد هره ورځ يو بادرنګ وخورو؟

448

بادرنګ کې د اوبو سلنه ۹۵ ده، خو دا يوازې هغه لامل نه دی چې روغتيا پوهان يې له مخې هره ورځ د يوه بادرنګ د خوړلو ټينګار کوي.

د دويچه ويله له يوه راپور سره سم چې له روغتيايي سرچينو يې نقل کړی، بادرنګ نورې ډېرې ګټې او رازونه لري، چې ځينې يې په لاندې توګه دي:

بادرنګ د هضم عمل کې اسانتيا راولي ځکه داسې انزايمونه په کې دي، چې د پروتيني موادو په هضمولو کې مرسته کوي.

د وزن کمولو کې مرسته کوي، روغتيا پوهان څرګندوي چې بادرنګ د درلودونکو غذايي ريښو په مرسته د انسان وزن کموي، په ځانګړي ډول د خېټې په شاوخوا کې چې کومې وازدې دي.

بادرنګ کې په ستره کچه غذايي توکي شتون لري، لکه ويټامن بي او سي، کلسيوم او مګناسيوم.

دا هغه څه دي، چې کېدی شي هره ورځ تاسو اړ کړي له ځانه وپوښتئ، چې ايا نن دې بادرنګ خوړلی دی؟