حکومت د دوستم له قضيې څه غواړي؟

ګنګوسې

حکومت د دوستم له قضيې څه غواړي؟

740

که څه هم د ولسمشر لومړي مرستيال، د جنرال دوستم په تړاو د لومړی ځل له پاره د جنسي تېري پېښه نه دثبت شوې. هغه پخوا هم ورته کړنې ترسره کړې وې. خو دا مهال د هغه له لورې د احمد ايشچي جنسي ځورونه جدي نيول شوې. د امريکا سفارت دغه کړنه وغندله او د بشري حقونو ادارو هم.

که څه هم د دغې پېښې په تړاو د ارګ خبرپاڼه ډېره ګونګه وه، خو دا وار داسې ښکاري چې حکومت هم دغه قضيه جدي نيولې، ځکه په رسنيو کې تر پخوا ډېره توده ښکاري او لويې څارنوالۍ د دوستم د ورغوښتو امر هم صادر کړی و، چې د هغه د دفتر له لورې رد شو.

خو پوښتنه دا ده چې حکومت څه غواړي؟ آيا حکومت کولای شي چې جنرال دوستم محاکمې ته وکاږي؟ ستونزمنه ده چې د ولسمشر لومړی مرستيال دې محاکمې ته ووېستل شي. حکومت هم پوهېږي چې د دوستم محاکمه او له دندې لرې کول آسانه خبره نه ده.

خو ويل کېږي چې حکومت غواړي جنرال دوستم تر فشار لاندې راولي. هغه په دې وروستيو کې پر ولسمشر غني نيوکې وکړې، ځکه هغه ته يې د عملياتو او خپل سري کارونو اجازه نه ورکوله. دوستم څه موده مخکې په جوزجان کې د پښتنو پر ضد ځينې جرمونه ترسره کړل او دغه ولايت ته د هغه تګ راتګ ستر لګښتونه لرل. حکومت غوښتل د دغو کړنو مخه ونيسي، ځکه خو څه موده مخکې دوستم پر ولسمشر نيوکې وکړې او په قومپالنه يې تورن کړ.

داسې ښکاري چې حکومت د ايشچي پېښه ښه موضوع نيولې، تر څو دوستم مهار کړي او تر خپلې ادارې لاندې يې راولي. که چېرته دوستم حکومت ته سر ټيټ کړي، دغه پېښه به نوره ستره نه شي او آسانه حل لاره به ورته واېستل شي.

اوس ويل کېږي چې دوستم غواړي له ايشچي سره شخړه د مرکې او جرګې له لارې حل کړي. ايشچي هم منلې ده چې دوستم ورته د جرګې وړانديز کړی دی، خو لا معلومه نه ده چې ايشچي به دغه غوښتنه ومني که نه. که چېرته د حکومت خوښه وي، ګوندې دغه قضيه په ډېره ټيټه سويه حل شي.