هندوان ولې ګوډ تيمور نه خوښوي؟

د پرون کيسه

هندوان ولې ګوډ تيمور نه خوښوي؟

380

مؤرخين وايي چې د تيمور يوازېنۍ هيله دا وه چې د خپلو پخوانيو نيکونو چنګېزخان، په څېر پر اسيا او اروپا حکومت وکړي.
چنګېزخان غوښتل چې ټوله نړۍ د یوه حکومت په دايره کې راولي، تيمور غوښتل چې خپله برتري پر خلکو ومني او که چېرې يې پوځيان لوټ تالان وکړي؛ نو تر هر څه ښه ده.
په چنګېز خان او تيمور لنګ کې يو توپېر و. د چنګېز د اصولو له مخې پوځيانو ته د لوټ تالان اجازه نه وه؛ خو تيمور ته به دغه کار يو عادي کار ښکارېده.
تيمور د خپل ژوند کيسه ليکلې ده. هغه په خپل کتاب کې د هند حملې په اړه هم ليکل کړي دي.
د نړۍ د فتح کولو په نيت په ۱۳۹۸ ز کال کې تيمور له خپل سپور پوځ سره افغانستان ته راورسېد، کله چې يې بېرته د تګ پرېکړه وکړه؛ نو له تګ وړاندې يې له خپلو سپه سالارانو سره مشوره وکړه.
هغه مهال هند ډېر شتمن و. د هند د پلازمېنې ډيلي په اړه تيمور ډېر خبرې اورېدلې وې. تيمور هيله درلوده که چېرته په ډيلي باندې يوه بريالۍ حمله وشي؛ نو ډېر څه به لاس ته راشي؛ خو د تيمور سپه سالارانو دغه وړانديز رد کړ.
هغه مهال د ډيلي پاچا نصيرالدين محمود تغلق د فيلانو يو پياوړی پوځ درلود. ورسره د ډيلي پوځ هم په شمېر کې زيات و.
تيمور لنګ وويل، يوازې د څو ورځو خبره ده؛ که چېرته ستونزه ډېره شوه؛ نو بېرته به راشو. په دې سره د تيمور پوځ د سند سيند نه تېر او هند ته ننوت.
په لاره کې يې د اسپندي په نوم يوه کلي کې پړاو واچوه. د دې لپاره چې په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړي؛ نو خلک يې ولوټل او ټول هندوان يې ووژل.
په خوا کې يې د اور پرستو يو کلی و، تيمور وويل چې دوی د يوه غلط مذهب پېروي کوي؛ نو تيمور د هغوی ټول کورونه وسوځول او ټول خلک يې ووژل.
له دې وروسته د تيمور پوځ پاني پت ته ولاړ. د دغه ځای خلکو چې له وړاندې د اسپندي او نورو سيمو د خلکو له حالاتو خبر شوي وو؛ نو خپل کورونه يې پرېښي او ډيلي ته تښتېدلي وو. کله چې تيمور پاني پت ته ورسېده؛ نو د هر څه د ورانولو امر يې وکړ.
په لاره کې راجپوتانو هڅه وکړه، چې د تيمور مخه ونيسي؛ خو ناکام شول. تيمور تر اوسه سل زره (يو لک) تنه هندوان د بنديانو په ډول نيولي وو. په ډيلي باندې له حملې وړاندې يې دوی ټول ووژل.
هغه دا امر هم وکړ، که چېرته کوم پوځي د خلکو په وژلو کې زړه نا زړه توب کوي؛ نو هغه پوځي دې هم ووژل شي.
په دا بله ورځ يې په ډيلي حمله وکړه او نصيرالدين تغلق ته يې په اسانۍ ماته ورکړه. محمود ووېرېده او ځنګلونو ته يې پناه يوړه.
د ډيلي له نيولو وروسته پوځيانو جشن جوړ کړی و؛ کله چې يې د ښځو ځورول پيل کړل؛ نو خلکو يې مخالفت وکړ؛ تيمور امر وکړ چې هندوان پېدا کړئ او ويې وژنئ.
په څلورو ورځو کې ټول ښار په وينو لړلی و.
تيمور هند پرېښود او د ازبکستان خوا ته روان شو. په لاره کې يې د ميرټ د کلا ساتونکي الياس ته هم ماته ورکړه او نږدې دېرش زره هندوان يې ووژل.
دغه ټول کارونه يې يوازې په دريو مياشتو کې وکړل چې له دې يې يوازې پنځلس ورځې په ډيلي کې تېرې کړې دي.
ليکوال: راجيو لوچن ژباړه: صلاح الدين جان اختر سرچينه: بي بي سي