پوتين وايي اسلام کې ترهګري نه شته، داعش اسلامي دولت نه دی

اسلام

پوتين وايي اسلام کې ترهګري نه شته، داعش اسلامي دولت نه دی

2903

روسي ولسمشر ويلاديمير پوتين وايي چې داعش بايد اسلامي دولت ونه بلل شي او نه بايد اسلام ته د ترهګرۍ الفاظ وکارول شي. هغه ويلي چې د اسلام او ترهګرۍ ترمنځ کوم تړاو نه شته او دوس ته تړاو ورکول د منلو وړ نه دی.

آر ټي روسي رسنۍ راپور ورکوي چې پوتين دغه څرګندونې پرون، د جمعې په ورځ په يوه کلنۍ ستره رسنيزه غونډه کې وکړې. پوتين دغه څرګندونې هغه مهال وکړې چې د «نن قفقاز» رسنۍ د ژورنالېستې له لورې داعش ته د اسلامي دولت لفظ کارولو په تړاو وپوښتل شو.

هغې وپوښتل چې روسي رسنۍ داعش ته د اسلامي دولت لفظ کاروي، ستاسې په ګومان دا خطري لفظ نه دی. پوتين يې ځواب کې وويل چې هغه نه شي کولای رسنۍ مجبورې کړي چې څه ډول الفاظ وکاروي، خو هغه زياته کړه چې د اسلام په خوا کې د ترهګرۍ لفظ کارول نه خوښوي.

دا په داسې حال کې ده چې غربي رسنيو کې داعش ته تل د «اسلامي دولت» لفظ کارول کېږي او د اسلام او ترهګرۍ الفاظ ځينې وختونه په يوه معنا کارول کېږي.