عطا غواړي عبدالله څنډې ته کړي

ګنګوسې

عطا غواړي عبدالله څنډې ته کړي

1002

له ټاکنيزو ناندريو راپه دې خوا، چې په پايله کې يې حکومت د ډاکټر عبد الله او ډاکټر غني ترمنځ نيم په نيمه ووېشل شو، د بلخ والي، عطا محمد نور په دغه وېش کې خپل برخليک ټاکونکی رول لاره او لا يې لري.

دا چې ډاکټر عبد الله د جمعيت ګوند نوماند و او نور د جمعيت اجرايي رييس، دواړه د تلې يوه اړخ کې وو. د ملي وحدت حکومت کې عطا محمد نور د عبدالله په سهم کې خپل د پام وړ سهم لاره.

خو په دې وروستيو کې د اجرايي رييس کمزوري او څنډې ته کېدو عطا محمد نور دې ته وهڅاوه چې نور په خپله راميدان ته شي او له غني سره د يوه تفاهم له لارې په حکومت کې خپله ونډه واخلي. غني بلخ ته سفر وکړ او له نور سره يې ملاقاتونه وکړل.

ولسمشر غني او عطا محمد نور یوه تفاهم ته رسېدلي. نور ته نږدې سرچينو له طلوع نيوز سره په خبرو کې منلې چې هغه له غني سره يوه تفاهم ته رسېدلی دی. هغه ويلي چې عبد الله ونه شوای کړای چې د ملي وحدت حکومت ژمنې تر لاسه کړي، نو عطا د جمعيت ګوند د اجرايي رييس په توګه د مسؤوليت احساس وکړ او د تشې د ډکولو له پاره راميدان ته شو.

که څه هم د نور دفتر وايي چې دغه تفاهم او هڅې د عبدالله د څنډې ته کولو له پاره نه دي، خو د دغه کار له پاره عملا هڅې روانې دي. عطا محمد نور پرون په کابل کې يوه ستره غونډه رابللې وه. دغه غونډه کې د جمعيت ګوند مختلف قومندانان او مشران چې عطا سره يې نږدې اړيکې لرلې رابلل شوي وو، او په يوه شکل يې د هغه ملاتړ او پر نورو نيوکه کوله.

بلې خوا د جمعيت ګوند مشران له دغه تفاهم څخه اندېښمن ښکاري. هغوی هم پرون په کابل کې په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر سلاکار، احمد ضيا مسعود په کور کې راغونډ شوي وو تر څو ښکاره کړي چې عطا محمد نور له غني سره په يوازې ځان تفاهم ته رسېدلی.

د جمعيت ګوند غړو غوښتل ښکاره کړي چې د عطا نوې هڅې د هغه شخصي فعاليتونه دي، نه د جمعيت ګوند له لورې. خو دا چې عطا له هر اړخه ډېر زورور دی، داسې ښکاري چې هغه دې په خپلو هڅو کې بريالی شي.