ددوستم او ایشچی ترمینځ پریکړه ولسمشر ته د ډانګ او پړانګ موضوع ده

نظر او تحليل

ددوستم او ایشچی ترمینځ پریکړه ولسمشر ته د ډانګ او پړانګ موضوع ده

513

کله چي ایشچی ادعا وکړه چی د دولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له خوا په شخصی ډول زنداني سوي او بیا ورسره جنسي تیری سوي.

دي موضوع ډول ډول غبرګونونه راوپارول دامریکا په شمول دنړۍ شاوخوا لسو هیوادونو خپل دريځ ولسمشر ته وړاندی کړ چی دا موضوع باید په دقیق ډول وڅیړل سي او مجرم ته سزا ورکول سي، دي موضوع په هیواد دننه هم سخت غبرګونونه درلودل ډيرومدني ټولنو،سیاسی ګوندونواو دبشردحقونو ادارو غوښتنه همدا وه چي موضوع دي په بې پري ډول وڅيړل سي او مجرمینو ته دي سزا ورکول سي. ښه اوس خبره داده چي له یوه طرف ولسمشر په سختو سیاسی کشمکشونو کی راګیر دي او له بل طرفه عبدالرشید دوستم په ټاکنو کی لوی ملاتړ وه بدبختانه باید ووایو په هیواد کی سیاست قومی سوي دي عبدالرشید دوستم د ازبکو دقوم ترټولو مخکښ مشر دي دافغانستان په شمال کي مرکزي حکومت ډیرضعیفه دي هلته واک یا دشمالی ټلوالې یا عبدالرشید دوستم وه، په داسی شرایطو کي شمالی ټلواله هم د ولسمشر لپاره لوی چلینج دي ددې ترڅنګ ولسمشر هم یو قوي ټیم له ځانه سره نه لري اوبیا ولسمشر په لوړ اواز هم دا وایې چي قانون ترهیچاه لوړ نه دي اود نړۍ والي ټولني فشارو نه هم خلاص نه دي او بله خبره داده که دلته عبدالرشید دوستم خلاص سي نو د ملت په زړونو کي به ولسمشر خپل محبوبیت له لاسه ورکړي او بیا به دارګ دقانون او عدالت خبره شعارپاته سي نو ولسمشر اوس دهمداغه حالت سره مخامخ دی چی یوي خواته ته ډانګ او بلی خواته پړانګ دي وبه ګوروچی ولسمشر دډانګ او پړانګ ترمینځ څه کوی.